افغانستان

عطا نور: که بریالي اعلان نشي، په دولتي تاسیساتو به بریدونه وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د بلخ والي او د شمالي ټلوالې پخوانی قومندان عطا محمد نور نن پنجشنبه د «شهید اوونۍ» په مناسبت یوې جوړې شوې غونډه کې ویلي چې د ټاکنو پایلو ورته د منلو نه دي.

نور ګواښ کړی چې که رقیب ټيم یې بریالی اعلان شي دوی به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

نور ویلي چې که ددوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي دوی به شنه او نارنجي خوځښتونه پر لاره واچوي او پر دولتي تاسیساتو به بریدونه وکړي.

نور وویل چې «که مو غږ واوریدل شي او ویښ منطق موجود وي نو ښه ده، کنه بیا به سرکونو او کوڅو ته راووځي او د فوج فوج خلکو سره به پر دولتي تاسیساتو بریدونه وکړي».

نور ارګ، اشرف غني ټیم او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې تورن کړ چې په ټاکنو کې یې د اشرف غني پر پلوۍ پراخه درغلۍ کړي دي.

عطا نور دا خبرې تر هغه وروسته کوي چې ۳ ورځې وړاندې عبدالله عبدالله په یوې خبري ناسته کې وویل چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي.

له بل لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند د عطا محمد نور د خبرو په غبرګون کې وویل چې د دواړو نوماندانو د غوښتنې او د ملګرو ملتونو د څارونکو په شتون کې د رایو سل په سلو کې تفتیش بیا وشو او پایلې باید دواړه نوماندان ومني.

په عین حال کې د اشرف غني د ټیم ویاند فیض الله ذکي د عطا نور د وینا په غبرګون کې ویلي چې دغه ډول حرکتونه شاید د عکس العمل باعث شي او شین حرکت ژیړ او  نارنجي سور رنګ راوړي.

عطا محمد نور چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د بلخ والي دی، د ولسمشر فرمانونه نه مني او بهرنیو ځواکونو ته ډير نیږدې کس بلل کیږي.

داسې هم ویل کیږي چې د نور ددغو وینا تر شا د بهرنیو ځواکونو لاس دی او هغوی دی هڅوي څو په لوی لاس افغانستان سیاسي بحران پر لور کش کړي او تجزیې ته لاره هواره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x