نظــر

دروند شمشاد او سپکې څهرې

لیکوال: سالار تڼی

يو وخت مي په يوه پښتو وېبپاڼه کې مقاله ولوستله چې عنوان يې وو(شمشاد دکوم کلتور هنداره؟) سرليک راته جالب او نوي ښکاره شو،په لوستلو مي پيل وکړټوله مې ولوستله ډېرداسې څه پکې وو ،چې باور وکړۍ ليکوال ته يې زما ډېر قهر راغي،له ځان سره مې وويل چې ولې د يوچا دومره بده وويل شي او بيا په يوه داسې رسنۍ چې د پښتنو نماينده ګي هم کوي ته دومره ورباندې لګېدلي يي اوسپکای يي کی،هغه ډېر وړاندې تللي واو فکر کوم پخپله د شمشاد کوم کار کوونکيو،( لوستونکيو مخکې له دې چې خپله مقاله شروع کړمغواړم تاسوته يوڅه روښانه کړم او هغه دا چې  دخدای په نامه قسم کوم چې زه نه د شمشاد کار کوونکی يم،نه مې مخکې پکې کار کړی اونه هم په راتلونکې کې غواړم په داسې يوه شرمېدلې اداره کې کار وکړم،داخبره مې ددې لپاره په سر کې ياده کړه چې زما ليکنه په شمشاد کې دننه په کوم چا ونه تپل شي اويا کوم څوک پکې ګرم وګڼل شي،هرڅه چې دي خپل معلومات او انګېرنه مې ده.)

وايي : (څه چې جال ويني جالوان يې نه ويني)،دهغې مقالې ليکونکی ددی اداری په هکله تر ما هم ډېر معلومات لرل او راټول کړي ول،نوځکه يې دشمشاد له عمومي رئيس فضل کريم فضل څخه نيولې ان تر هغه لنډي خنجر پورې ټول ښه په رسميت پېژندل،او زما په اند د نوموړي شخص ليکوالۍ هم يوه يا دوه لسيزي مخينه لرله ځکه له ټکو او تورو کارولويې معلومېده چې هغه د پېښوريو خبره سم کيلاړي دي.

خوکله چې اوس خبرېږم او وينم اورم نو وايم چې رښتيا هم هغه شخص هرڅه رښتيا ويلي ول او څه چې په دېګ کې وي نو په کاسه کې پرېوځي،په هغې ليکنه کې د شمشاد دپخوانيو او اوسنيو کارکوونکيو لکه ،مينه منګل، برېښنا سعيدي، برېښنا امېل، اباسين سېلاب، عرفان احمدزي، پښتنه عربزۍ، نجيب انورزوی، نويده خوشبو، نفيسه، عمران نظر……. اوداسې نور ان تر د ترانسپورت مسؤولينو پورې ټولو يادونه پکې په داسې ټکو شوې وه چې څوک له چاسره ،چېرې اوڅنګه اړيکې لري او ډېر ژور او نښه په نښه يادونه يې شوې وه چې د ډېرو جملو په لوستلوخو يې ان د سړي شرم راته ،خو نن چې ليدل کېږي ماته هغه ليکنه راياده شي او وايم چې هرڅوک وو نو ښه د نر ځوي وو،مګر چا ته يې وايي دوي خو هماغه خلک دي چې  وايي: که هزار نصيحتونه ورته وکړم:: هغه خداي بېلارې کړي په لار نشو.

زه په خپله ليکنه د هغوي په اړيکو او هغو فحاشيو  خبرې نه کوم هغه چې دوی پخوا څه کول او ولې يې کول خو داچې اوس څه کوی اوهغه چې زه يې په هکله پوهېږم  غواړم چې تاسو ورته يو څه را تم کړم او قدرمنو لوستونکيو نه دا کومه پروژه وګڼۍ چې ماته به راکړل شوې وي اونه هم دومره وخت لرم چې دخلکو سېرونه را برسېره کړم،خو تنها دخپل افغاني غرور له مخې   تنها غواړم چې په شمشاد راډيو او ټلوېزيون کې دخپرونو په محتوا او دپرېزېنټرانوپه بعضې نيمګړتياوو،غير مسلکي توب،بې سوادۍ،په خبرو کولو نه پوهېدل،دخپرونې چلولو په هنر نه پوهېدل ،دشمشاد په ناسالم مديريت او داسې نورو ټکيو  خبرې وکړم او دوي خپلو اشتباهاتو اوهغه اضافه خبرې چې کوي ورته په دې ليکنه کې متوجه کړم،زه چې داخبرې کوم او دوي خپلو ستونزو ته متوجه کوم انشاء الله داسې به نه وي چې نه پوهېږم او له خېټې خبرې کوم ، په ژورنالېزم کې لېسانس لرم نو په خپل مسلک د حاکميت په ډاډ داخبرې کوم  او ډاډ درکوم چې د مسلکي قانون له مخې به ورباندې غږېږم او ددې قانون په رڼاکې به له هېڅ شي يا پولې سرغړونه نه کوم،راځم دېته له ډېره وخته دشمشاد سهارنۍ اوځيني نورې ټلوېزيونی او راډيوي خپرونې تعقيبوم اوډېرڅه مې پکې وارېدل او ورباندې پوه شوم چې زه يې پوره نيمګړتيا بولم اوپه پوره ډاډ يې روښانه کوم.

۱: (واصل وصال) دشمشاد راډېو اوسني مدير،داهغه څوک دي چې دلېسې له دورې څخه خويې خبر نه يم مګر له دارلمعلمين څخه په داسې حال کې فارغ شوي دي چې ډېر وخت خوبه يې خپل صنف او ټولګيوال هم نه پېژندل،دپوهنتون تر دوهم ټولګي يې هم املا او انشاء سمه نه وه ياده ،داسمه ده چې وروسته له ځينو اديبانو او پوهو اشخاصو سره وګرځېد او څه ناڅه يې له هغوي څخه زده کړل اوس کله ناکله ګوډ مات شعر او  ځينې ليکنې هم کوي او فکر کوم کوم کتاب يې هم چاپ کړي دي ،خير داخو هرڅوک کولي شي،اوس موږ ګورو چې ډېر خلک  بی سواده وی  مګر تر لوستي فارغ شخص څخه ډير تکړه وي ،ليکنې کوي ،شعرونه ليکي او داسي نور،په دې څوک يو تکړه ژورنالېست نه شي کېدای اونه هم هره برخه د ژورنالېزم زېږنده وی،داسمه ده چې نن ټول ماشينکي ژورنالېستان دی ،ډېر ددوه  يآ درې مياشتې روزنيز کورس تعقيب کړی سبا يي په راډېوکې چغې اورېدل کېږی.

ــ وصال مخکې له دې چې شمشاد ته راشي په اراکوزيا راډېو کې يې کار کاوه هلته يې هم ما خپرونې اورېدلي دي اودلته يې هم اورم  ښاغلي وصال لکه هرکاره په هره خپرونه کې ناست وي،ترټولو جالبه يې لا دا چې کله کله د کرکټ کمينټري هم کوي ،يوخو د بېچاره ګي اواز هم لکه ښځه ( مړزه) ډېر نرۍ دی،مړزه خوبه پېژنۍ ځينې خلک يې باټېری بولي او وصال خان هم دهمغې پشان دی رنګ يې هم ورته ډېر پاتې کېږي.

ـــ تراوسه دده په ورتللو په شمشاد راډېوکې کوم مثبت بدلون نه دي راغلي زوړ ملا او زړې تراوېح دي،يوه خبره نوې شته پکې اوهغه دا چې وصال پکې په ( ګل مرجان) وپېژندل شوخو داچې همکاران يې ورته مخامخ نه وايي دايوه کاذب احترام دی خو په خپلو منځونو کې مکمل ګل مرجان دی.

ــ  ښاغلی ګل مرجان (وصال) داسې يو مدير دی چې د مديريت په تعريف تراوسه لا نه پوهېږي اونه هم په دې خبر دی چې د مدير دندې او مکلفيتونه څه دی که نه يې منۍ نو ويې پوښتۍ.

ــ سره له دې چې ډېر وخت يې په راډېو او خپرونوکې کار کړی دی خو تر اوسه لا د راډېو په ژبه نه پوهېږي.

ــ دبېلګې په ډول د وږي دمياشتې په ۱۷مه په يوه سهارنۍ خپرونه کې هسی شوروايی ناست و،ځکه دخپرونې اصلي هلک چلوونکی نه و راغلی بلکې نجلۍ همکاره يې وه خو ښاغلی وصال ورسره په خپرونه کې ناست  و،خپرونه هم په سپورت راڅرخېده ،له څه ټوکو ټکالو وروسته وصال خپلې نجلۍ همکارې ته وايي چې رازه له دې لانجوبه تېر شو (خپلو لوبو ته به راشو)،څومره جالبه ده، نه پوهېږم وصال په دې وخت کې کوم خيال کې تللی و، ظالمه د (جومات او حجرې ) فرق خو کوه،دکور او راډيو فرق ته خو قايلېږه، که وصال يا بل څوک يې نه منی کېداشی چې د شمشاد د راډيوي خپرونو ارشيف ته مراجعه وکړي او اوولسمې نېټې د سهار خپرونې برخه کې يې واوري.

ــ دا او دېته ورته لسګونه د بې سوادۍ او بې تجربګۍ بېلګې يې شته چې ډېرڅوک پرې پوهېږي خو دويلو جرئت يې ورته نه کوي، خوکله چې په کوم ځای کې پروګرام وی بيا ښاغلی وصال له خپلو همکارانو په جبري ډول غوښتنه کوي ترڅو يې وستايي.

ــ بالاخره زه په عمومي توګه وصال يو سالم شخص نه ګڼم ځکه سليم عقل په سالم بدن کې وي او دابيچاره خو په دې قواره نېشې هم کوي ،نوهرڅوک چې نېشه کوي هغه کله هم د سليم عقل او ذهن لرونکی نه وي،که څوک زما داخبره چې وصال نېشه کوي نه مني نو دلا زياتو معلوماتو لپاره دې په يآران وېبپاڼه کې له وصال سره په ترسره شوې مرکه کې دوصال دخولې خبرې ولولي.

۲: .پشتنه عربزۍ:دادښځو مدافعه پېغله هغه څوک ده چې يو وخت يې هممهاله په شمشاد ټلوېزيون او ديوه سياحتي شرکت په الوتکه کې د ايستيورې (خدمتګارې)په توګه کار کاوه داچې دالوتکو دخدمو حال څه دی هغه چاته پته ده کوم چاچې په الوتکه کې سفر کړی وی له تاسو ټولو قدرمنو لوستونکيو څخه په بخښنې داخبره کوم چې د الوتکې خدمتګاره داسې حيثيت لري لکه د ټولو مسافرو مېرمن چې وي،اودلته په شمشاد کې يې هم پايه ډېر غټه وه چې تر اوسه هم پکې چورلېږي خو ای کاش چې داسې يوه سپېڅلې خپرونه خويې نه وای ورکړې،نيمه نړۍ (ښځه) داخپرونه چلوي او ښځه هغه څوک ده چې په يوه لاس نړۍ او په بل لاس زانګو زنګوي خو په شمشاد ټلوېزيون کې خو دښځې په جامه کې دې شيطانې(پشتنې عربزۍ) داښځه  په شرمونو وشرموله، اوس لا په يوه وزارت کې دجندر د بخش مشره ده چې افسوس کوم په دې خلکو او افسوس کوم چې ولې دومره ړنده دوره راغلې،خير په هرحال وايي چې قام قام ته ځي اوبه خپل مقام ته ځي،داچې کله په شمشاد کې ناسته وي نو فکر کېږی چې تر دې به بله مسلمانه او حياناکه نجلۍ نه وي خو که کارونوته يې وګورې نو داسې څه به پکې پيداکړۍ چې د عطار په قطۍ کې به نه وي.

۳:خيبرالکوزي چې زه يې ډېر له نږدې پېژنم ، دا هغه  څوک دي چې له ښوونځي څخه هم په ډيکو ډيکو فارغ شوي دي ،بلکې که ووايو چې ښوونځي له ده فارغ دي  ډيره به ښه سره ولګېږي،دپوهنتون لوستل خو لاڅه ان کله  سهواً هم ندي ور ننوتي، د بې سوادۍ پرې ختمه ده خو بس هسې په شمشاد تحميلي ور تپل شوی دی.

__ تاسې به د خيبر الکوزي خپرونې اورېدلي وي ،که مونه وي اورېدلي نو يوځل يې واورۍ چې زما دخبرې تصديق وشي،فکر به وکړې په کور يا حجره کې له کوم همزولي سره ناست دي او ټوکې ټکالی کوي ټوله خپرونه کې به شل خبرې هم نورې ونکړي بس وايي به چي ( هغه يي هغه کړ،هغه داسي ش، هغه د هغه هغه ده،هغه هغې ته وويل چې هغه به څنګه هغه شي،هغه داسي شو اوهغه هسي شو) ودخداي بنده تا په دې هغه کې څه ليدلي بس ديياره تېرشه ورنه داسې خپرونه خلکوته وړاندې کړه چې کم ترکمه يوڅه خو ورنه ياد کړي،او کم ترکمه داسی فکر وکړه چې دا تنها له ځآن او خپلې همکارې سره خبرې نه کوې بلکې ډېر خلک داستا خبرې اوري نو دې هرڅه ته په کتلو سره دا اپلتې ويل يوڅه راکم کړه،له منځه خو يې ځکه نه شې وړلی چې اوس تاسو رنګي ډير دی او د راډيوبنسټ مو په اپلتو ايښی دی.

ــ له ده سره په خپرونه کې ناسته يوه نجلۍ چې زماپه اند يوڅه مسلکي ده خو بيا هم له ښاغلي الکوزي څخه سر نه شي جګولي هغه چې خبره شروع کړي الکوزي به پکې ورټوپ وهي،هيڅ نوبت نه ورکوي،ترکومه حده چې مادهغې نجلۍ چې (هيله ) نومېږي خبرې اورېدلي په خپرونه کې نو ښه ده په دې پوهېږي چې په کوم ځاي کې کومه خبره په کوم ډول وکړي او زما په اند له دې مخکې يې هم په نورو رسنيوکې کار کړي وي ځکه د ژورنالېزم له اصولو سره يوڅه بلد تيا لري خو که الکوزي لالا وي په دې خپرونه کې وي  ډېر ژر ده چې دا بيچاره به هم په( هغه داسي شو اوهغه هغسي شو،هغه به هغه شي اوهغه به هغه کړي،په همدې واوړي)خو زه دې نجلۍ ته يوه مفته مشوره ورکوم او هغه دا چې (شيخ فريده پټه خوله دې بهتري ده)ځان غلی ونيسه کنه بيابه ته هم ټوله ورځ په هغه او دغه تېروې.

ــ  شمشاد کې دخپلو اعمالو له لاسه همدا هډوکي ،ټيمان پاتې دي،ځکه زه خو خبر نه چې ددې راډېو د سټاف (غړو) شمېر به څوتنه وي خو زه چې څومره ارزيابي کوم او خپرونې يې اورم نو ډېرې کمې خپرونې يې پکې په اورېدلو ارزي او واقعاً يوڅوک فکر کوي چې د ژورنالېزم له اصولو او قوانينو سره برابرې جوړې شوي دی کنه نور خو ټول بوس بادوي،ټوله ورځ پکې د شيطان صندوقچه ګړزېږی دوی دی او سندرې،لنډه دا چې وصال به څه وي او مديريت به يي څه وي وايي چې ( د  دوه روپيو همدومره ګوړه کېږي) اوياهم داچې ( دسړيو دکمښت له امله ميراګي هم دکلي ملک شو)د وصال په هکله خو مې لږ يا زيات پورته وويل او له نوروځکه ډډه کوم ځکه  چې وخت يې ندي خو پوهېږم چې وصال صيب به حتماً له خپله ځانه زما دليکنې په مقابل کې دفاع کوي او انشاء الله که اړتيا مو ورته پېښه شي ټول به درته ووايم ځکه چې حلوا بې له غاښونو هم خوړل کېږي.

ــ زه په دې پوره باوري يم او تاسو لوستونکيوسره ژمنه کوم چې (دوصال په لباس کې هجران)  به يوه ورځ  له شمشاد راډيوڅخه دميردين جومات جوړ کړي او تش ميدان به وي تنها وصال او ده رنګي به پکې وي اويابه تنها برېښنا امېل ته پاتې وي چې کوربه به هم وي،مېلمه به هم وي،تخنيکره به هم وي، سندرغاړي به هم وي او ټول ډمتوب به پکې خپله کوي.

۴ـ برېښنا امېل لوستونکيو د برېښنا امېل به هکله تاسو ټول تر ډېره حده پوهېږۍ،ځکه چې هغه اوس يوه نړيواله او پېژندل شوې څهره ده،سندرغاړې ده، ژورناليسته ده،ماډله ده .

ــ برېښنا هم کله کله دشمشاد دځينو سندريزو خپرونو په اسمان کې پړقېږي،نازونه او اداګانې کوي،خپل ليدونکي او اوريدونکي ډېر خوشحاله ساتي،خو دابدبخته او د عقل او پوهې دښمنه لا په دې نه پوهېږي چې ( عمر د ژمي مازيګر دی تېربه شينه) تل به ستا دا نازونه نه وی اونه هم ټول ستا د نازونو وږي دي داخلک ،اصلاحي خپرونو او خبروته هم اړتيا لري،تنها ډمتوب نه مني.

ـ برېښنا امېل لا اوس په فيسبوک کې  وايي چې زه ستاسو پښتنه خورد اريانا ټلوېزيون له خوا د غوره سندرغاړې،ايوارډ ته نومانده يم او تاسو خپلې خورته رايه ورکړئ،خو زه ورته وايم چې کومه خور ،دڅه شي خور دچا خور ؟؟ نن درته دا وروڼه در په ياد شول ،نن دې دا وروڼه وروڼه وګڼل چې خر دې ورته خټه کې نښتی دی؟

ــ هو تاته به دا وروڼه رايه درکړي ولې به يې نه درکوي ځکه ته خو د مدرسې استادۍ ته نومانده يې او ډېرښه علم هم لرې ،مجبوردی ټول چې تاته دخپل دينی او اسلامي رسالت له مخې هم رايه درکړي.

ــ قدرمنو لوستونکيو دبرېښنا امېل په هکله  له ځانسره ډېرڅه لرم خو اوس بلکل ورڅخه ډډه کوم ،خوله تاسو سره ژمنه کوم چې درته روښانه کوم يې ځکه چې پکار دي تاسو ورباندې پوه شي،اوهغه څوک چې زما په حقايقو ويلو سوځېږي او زور ورکوي بس وايم سوځي دي او زړونه دې يې وچوي او هرڅه چې وايي ودې يې وايي مګر زه هغه څه چې وينم حتماً وايم خو داهم درته وايم چې ددې اشخاصو له لاسه به  اخرستاسو دکلتور هنداره ميده ميده شي،لرې نده چې تاسې خپل انځور په يوه هنداره کې پنځوس ټوټې وګورۍ اوستاسو دکلتور ي راډيو  سرنوشت به يې ډېرو هغو راډيوګانوته ورته شي کوم چې ډېرې پخوا دهمدغه شان خلکو له لاسه په ټپه ولاړې دي ،خير نو ډير نه غږېږم په دې هکله هسي نه چې ښيراراته وکړي او زه نه غواړم چې د وصال په شان مظلومانو ښېرا واخلم.
۵: زاهد صديقي: او داخو هغه څوک دی چې له خپل اصليت څخه هم انکاري دی دا ځوان اصلاً دميدان وردګو دی خو که څوک وردګ ورته ووايي نو دومره ورباندې بد تاثير کوي لکه ښکنځل چې ورته کوې،دی هم په شمشاد کې ځينې خپرونې چلوي او دومره پوک انسان دی چې تنها په خپل اصليت نه بلکې له خپل ټول ځان څخه نفرت لري،دی په خپل هغه وجود غړيو او اواز چې خدای پاک ورکړی دی خوشحال ندی اوتل دخبروکولو په وخت کې د لمرټلوېزيون د يوه کارمند اکبر طوطاخېل تقليد کوي اوکوشش کوي چې ځان داسې وښايي لکه دی چې پخپله اکبر طوطاخېل وي،اوږدې اوږدې خبرې به کوي،اکبر طوطاخېل چې کله خبرې کوي نو د (چې ) پرځای (سې) اود (شي) پرځای (سي) استعمالوي همداډول نورې ډېرې خبرې چې زاهد صديقي غواړي دهغه تمثيل وکړي، خو زه وايم سبا به هغه متل وي چې وايي: ( کارغه د زرکې تګ کاوه خپل يې هېر شو) په ده به هم همدا لوبه وشي،راځم دېته چې صديقي دخپرونې په مهال کومې ستونزې لري او دی ورباندې اګاه هم ندی.

ــ کله چې خبرې کوي اودکاغذ له مخې متن لولي اوپه دې وخت کې دکومه انګليسی کلمه راشي ښاغلی صديقي وايي  چې که غلط نشم، نو داسې به وي،زماپه اند کله چې څوک عبارت نه شي لوستلی نو هغه ته هم يو وړ دخپرونې چلوونکی نه شو ويلی.

ــ کله چې زاهد صديقي خپرونه وړاندې کوي د نارينه او ښځينه فرق نشي کولی مطلب داچې مؤنث ته د مذکر او مذکر ته د مؤنث خطاب کوي چې دا سې ډېر په هغه وخت کې پېښېږي کله چې دی په خپرونه کې له اورېدونکيوسره دټېليفون پرکرښه خبرې کوي.

ــ دا ځوان هم څه ناڅه په خوله کې نرم دی اوله تاسو څه پټه په پوره پيمانه د خيبر الکوزي لاروی دی دی هو هسی هم په تقليد کې اول نمبر دی ،لنډه داچې ښه غوړ چاپلوسک دی.

ـــ مقلد زاهد صديقي دا او دېته ورته نورې ډېرې ستونزې لري چې د مقالې له لوستلو وروسته تاسو قدرمن کولی شئ دده ځينې خپرونې واورئ ترڅو درته معلومه شي اوکه دی خپله دا نه مني نو کولی شي ځانته متوجه شي او يا دخپلو تېرو خپرونو ارشيف ته مراجعه وکړي.

لوستونکيو داچې شمشاد يو لوی نېټ ورک دی نو حتمي ده چې ډېر کارکوونکی به ولري خوپه دې کار کوونکيوکې ډېرښه او با عزته ،په کار پوه ،مسلکي،واقعي مسلمان او اسلامپال اوهېواد پال اشخاص هم شته چې له نومونو څخه يې  ډډ کوم .

په اخر کې وايم چې خداي پاک دې غيبي په شمشاد رحم وکړي اوخداي دې وکړي چې شمشاد رښتياهم دپښتنو واقعي هنداره شي اوپه راتلونکي کې پکې کار خپل اهل ته دهغه د مسلک اومهارت له لارې ورکړل شي،خدای دی وکړي چې هغه څوک چې واقعاً ورته کار کوي،خپله روزي حلالوي ،ځان ستړی کوي او په پوره صداقت خپل مسؤوليتونه اداکوي دوی ورته پاملرنه وکړي،ويي نازوي،تقدير يې کړي ،ترڅو يوه حقيقي هنداره شي او دشمشاد دا هسکه څوکه دې خدای نه را پرې باسي.

لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د نن ټکی اسیا ادارې توافق ورسره ضرور نه دی. نن ټکی اسیا له سرمقالې پرته د نورې هیڅ یوې لیکنې مسوولیت پر غاړه نه اخلي. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلام او احترام

له دوهمی لیکنی سخه مخکی مو سی وی (بیوګرافي) شمشاد ته واستوی او بیا ورته ټلیقون وکړی او ورته ووایی چی مقررم مینی یا چیغ شه بکشم هههههه

د شمشاد په شمول ټولی کابل رسنی د اشغال په خدمت کی د خپلو خلکو په بی لاری کولو اخته دي.

د حزب اسلامي کدرونه خو همدی تلویزیونو بی لاری کړل عام خلک خو پریژده

ښه کار داده چی یو ټلویزون (دجال) هم ونه کتل شي

حقمل صافی

قدرمند سالار تڼی صیب:ډیره په ښکلی ليکنه وه،په زیر زیر مو ولوسته، ستا لخوا دراکړل شوی وعدی پر اساس دی نورو تفصیلاتو او حقايقو ته سترګي په لار يو. مننه
http://www.haqmal.safi@yahoo.com

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x