نړۍ

جبهة النصره د ملګرو ملتونو ۴۵ عسکر خوشې کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۳ل): سوریه کې په القاعده پورې تړلی تنظیم جبهة النصره چې د بشار الاسد پر ضد جنګیږي، په دې ورستیو کې د القنیطره په نامه د اسراییلو سره سرحدي سیمه نیولی وه، او له هغه ځایه یې د ملګرو ملتونو ۴۵ سوله ساتي عسکر نیولي وه.

جبهة النصره له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وه چې ددوی نوم دې د تور لست څخه وویستل شي او دوی ته دې د هغو ملګرو فدیه ورکړل شي چې په دغه سیمه کې د بشار الاسد د ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي.

خو د الجزیرې د خبریال د راپور په اساس نن د پنجشنبې په ورځ جبهة النصره اعلان وکړ چې دوی به دغه عسکر بې له شرطه خوشې کړي، ځکه چې ددوی پوځي مشرانو د جګړو تر مخه د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته امان ورکړی وو او دوی اړ دي چې خپل په شوي عهد باندې وفا وکړي او هغوی بې له کوم شرطه خوشي کړي.

د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د سوریا او اسراییلو تر منځ پر هغه سیمه باندې د اوربند د څارلو لپاره ګمارل شوي چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې د سوریا څخه لاندي کړې وه او د جولان په نامه یادیږي.

دغه عسکر اکثره د فیجي هیواد تابع پوځیان وه او تیره ورځ ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر د بهرنیو چارو وزیر خالد العطیه سره اړیکه نیولې وه او د هغه څخه یې غوښتنه کړې وه تر څو د دوی د پوځیانو په خلاصون کې ورسره مرسته وکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close