نظــرپیښې او دریځونه

د سپتمبر د ۱۱ مې معما !- چې ۱۳ کاله وروسته هم لاینحله پاتې ده

لیکوال: عبدالرحیم (ثاقب)

پوره ۱۳ کاله مخکې د سپتمبر په ۱۱ د سه شنبې په ورځ  یوه خونړۍ پیښه رامنځته شوه

دا پیښه چې په نړۍ کې د ډیرو ښکاره تحولاتو لامل وګرځیده خپله د دې د اصلې ماهیت او حقیقت په اړه ډیرې پوښتنې لا اوس هم بي ځوابه پاتې دي.

د دغو ښکاره تحولاتو له جملې څخه یوهم د امریکايي ځواکونو لخوا د افغانستان اشغال وه .

د سپتمبر د پیښې پیل

د سپتمبر د ۱۱ پرمهال په افغانستان کې د طالبانو واکمنې حاکمه وه

تر پیښې سمدستي وروسته امریکایانو د هغې پړه د القاعده تنظیم پرغاړه ور واچوله اوله طالبانو څخه يي وغوښتل چې د پیښې تنظیموونکي امریکاته وسپاري .

طالبانو دیوه مسؤل جهت په توګه له مریکایانو څخه په یادې پیښې کې د القاعده د لاس لرلو سپیناوی وغوښت ، خو امریکایانو په خورا بي اعتنايي سره د طالبانو دغې منطقي غوښتنې ته هیڅ ځواب ونه وایو او پرافغانستان یې د یوه نړیوال صلیبي ایتلاف په ایجادولوسره  پوځي برید وکړ.

دطالبانو اصولي غوښتنې ته د امریکایانو بي اعتنايي د نوموړې پیښې په اړه نورهم  ابهامات زیات کړل .

که امریکایانو هغه مهال د سالم تعقل پربنیاد طالبانوته  په نوموړې پیښه کې د القاعده تنظیم دښکیلتیا اسناد وړاندې کړی وای ، ښايي هغوی د دغې ستونزې دحل لپاره یوداسې مناسب حل لټولای وای چې هم  له شرعي او دیپلوماتیکه اړخه د دوی د حکومت وقار او وجاهت پرځای  وای او هم دغه  ستونزه له زوراوجګړې پرته  دتفاهم پراساس حل شوې وای

په افغانستان باندې د طالبانو حاکمیت  که څه هم چې نیمګړتیاوې لرلې خو د اوسني بیواکه اوشړیدلي دولت  په نسبت یو مقتدر ، واکمن او بانفوذه حکومت وو چې هم یې د افغانستان ارضي تمامیت ساتلی وه ، اوهم یې د اوس په څیر د انارشي او ګډ وډيو مخه نیولې وه،  هغوی د خپل شرعي او سیاسي نفوذ پرمټ کولای شوای  د دې ستونزې لپاره يي مناسب حل  راپیداکړی وای ، خو امریکایانو هغه مهال  د مناسب حل خیال نه درلود.

که امریکایانو د نوموړې پیښې په اړه له طالبانو سره  دمقابلې پرځای  له تعقل نه کار اخیستی وای نه به د دوی  نړیوال پوځي اوسیاسي وجاهت ترپښولاندې وای اونه به   د دوی د شرارت له وجې ټوله نړۍ له بي ثباتي او نا آرامي سره مخ وای.

د سپتمبر د پیښې عاملین

د سپتمبر د پیښې د ۱۹ کسیزې ډلې له جملې څخه یې ۱۵ تنه د سعودي عربستان اتباع او دهغو له جملې څخه یې ۹ تنه د شیخ اسامه بن لادن شخصي محافظین ول. د القاعده تنظیم مشر شیخ اسامه بن لادن د دغې پیښې په لومړۍ کلیزې کې  د سپتمبر د یولسمې ۱۹ کسیزه ډله په یوه ځانګړي ویډیوکې هریو ځانته ځانته معرفي  او د هغوي سوانح تشریح کړل.

همداراز د القاعده تنظیم مشر د ۲۰۰۴کال د اکتوبر په ۲۴ د امریکا تر ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې  د خپل یوه صوتي پیغام په ترڅ کې د سپتمبر د پیښې مسؤلیت په رسمي توګه پرغاړه واخیست اوویې ویل چې دغه عملیات د القاعده تنظیم لخوا د مصري ځوان عطاء محمد په مشرۍ ترسره شول.

د سپتمبر دپیښې په اړه  دامریکایانو غبرګون

د سپتمبر تر پیښې وروسته امریکایانو له تروریزم سره د مبارزې په نوم نړیواله جګړه اعلان کړه.

دغه جګړه د امریکاپه مشرۍ ظاهرا په اصطلاح له تروریزم سره د مبارزې په نوم اعلان شوه خو په حقیقت کې همدا جګړه په نړیواله کچه  د دولتي تروریزم د رشد، تقويي ،توسعې اونړیوالې بي ثباتي لامل وګرځیده .

د سبتمبر په پیښه کې د ټولو وژل شویو کسانو شمیره  ۲۹۷۳تنه او دورک شویوشمیره ۲۴ تنه تثبیت شوې، خو د امریکاپه مشرۍ د اعلان شوې جګړې د قربانیانو شمیره د افغانستان او عراق په اشغال سربیره لکونو انسانانوته رسیږي ، همدا راز د دغې جګړې د مفقودینو ، زخمیانو او اسیرانو شمیر ښايي تر ملینونو هم واوړي.

د ګونتنامو زندان  د دغې پیښې د عاملینو د مجازات او محاکمې په پلمه ایجاد خو هلته ورکې د افغانستان دروزګان ولایت  ۹۰ کلن سپین ږیری او همدا راز د خوست ولایت  ۱۴ کلن ماشوم هم د سپتمبر دپیښې په تور کلونه کلونه  بی محاکمې اسارت تیر کړ .

د سپتمبر په پیښه مرتب شوي اثرات

د سپتمبر د پیښې په غبرګون کې لومړی امريكا یو نړیوال صليبي ايتلاف تشكيل كړ او بيايې دهغه په وسیله  افغانستان او عراق  دواړه  اشغال کړل.

د دغه  نړیوال صلیبي ایتلاف  د تشکیل په پیل کې  د امریکې د وخت  ولسمشر  جورج ډبلیو بوش  په ښکاره  د صلیبي جګړې اعلان وکړ، خو وروسته چې یې د هغه په اړه  د مسلمانو ولسونو راپورته کیدونکي حساسیت ته فکر شو نو له  نوموړي ایتلاف څخه یې د صلیبي نوم لیري کړ، که څه هم چې دغه ایتلاف په واقعیت کې صلیبي ایتلاف  او د مسلمانانو پرخلاف د ۴۰۰ کلنې صلیبي جګړې  داهدافو متمم پوځي  ایتلاف وه  خو په دغه ایتلاف کې  دافغانستان د ګاونډي اسلامي هیواد پاکستان په شمول نورهم ټول اسلامي  هیوادونه شامل وه ، ځکه   دصلیبي ایتلاف  مؤسس  امریکايي ولسمشر  بوش ټولې نړۍ ته  اعلان وکړ چې  یابه له مونږ سره یاست او یا به زمونږ له مخالفینو سره ، چې هماغه وه د افغانستان دګاونډیانو ایران ،پاکستان  او ترکيي په شمول  دنړۍ د ټولو اسلامي هیوادونو چارواکو له دغه ایتلاف سره خپل سیاسي اواستخباراتي حمایت اعلان  او ۴۹ کفري هیوادونو په عملي توګه  خپل پوځیان دهمدې ایتلاف په چوکاټ کې افغانستان ته راولیږل.

په دې سره ویلای شو چې  د ۲۰۰۱ کال  د امریکا په مشري د مسلمانانو پرخلاف   دا صلیبي ایتلاف   د هغې صلیبي جګړې چې په کال  (۱۰۹۶- ۱۲۹۱) میلادي کې د مسلمانانو پرخلاف  پیل شوې وه  ډیر خطر ناک او له سیاسي او پوځي  لحاظه ډیر منظم او مجهز وه.

د دغه صلیبي  ایتلاف په تشکیل سره نه یواځې داچې  امریکې د یوه صلیبي قدرت په  توګه  پر نورو صلیبي هیوادونو  خپل حاکمیت  ومانه ، بلکي  د صلیبي هیوادونو تر څنګ یې  د ټولو اسلامي هیوادونو په  حکومتونو هم  خپل قیادت تحمیل او ټول یې د خپلوتوسعوي  عزائمو د عملي کولو په غرض  له تروریزم سره  د مبارزې په پلمه  د اسلام او مسلمانانو پرخلاف  استخدام کړل.

د سپتمبر د پیښې په غبرګون کې د پیل کړل شوي جګړې پایلې

د سپتمبر له پیښې وروسته  د ۲۰۰۱ کال د دسمبر دمیاشتې په شلمه نیټه  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپل  ۱۳۸۶ پریکړه لیک له مخې  د ملګرو ملتونو په تشکیل کې  د ایساف  ترنامه لاندې  په افغانستان کې دسوله ساتونکي ځواک تشکل منظور کړ  .

تر دغه پوځي تشکیل لاندې افغانستان ته  له په اصطلاح تروریزم سره  د مبارزې  ترنامه لاندې د بهرنیو ځواکونو راتګ  پیل شو  او تر کال ۲۰۰۶ پوري ۱۵۰۰۰۰ بهرني یرغلګر ځواکونه  په کابل سربیره  د افغانستان  په مختلفو ولایتونوکې ځای پرځای شول  ، چې  دتیرو ۱۳ کلونو په ترڅ کې  د دغو ځواکونو له جملې څخه  نیږدې ۴۰۰۰ پوځیان وژل شوي  ، په سلګونو زره نور  ژوبل شوي ، او د هغوی په تمویل باندې په تریلیونونو ډالره  لګښت راغلی ( ۱تریلیون معادل د  ۱۰۰۰ ملیارده)  او د افغانستان  سیاسي اوامنیتي وضعیت  دې کچې ته رسیدلی  چې نن همدغه  مجهز راغلي امریکایان په خپلو خوندي مرکزونوکې  آرام نه لري  او  له ولایاتو پرته په یوه کابل کې  د دووحکومتونو دجوړلو پرسر مسابقه روانه ده.

امریکایانو چې  په اصطلاح د ترورزم  د جګړې پیل یې له افغانستانه وکړ  دغه جګړه يې  په عین نامه عراق ،صومال ¸یمن او دنړۍ ګوټ ګوټ ته نقل کړه .

د دې پرځای  چې د دومره زیاتو بشري او مالي  تاوانونو اولګښتونو په نتیجه کې   امن  راغلی  دهغه  برعکس  د افغانستان په شمول ټوله نړۍ نا امنه  او په تیره اسلامي نړۍ  دکور ورانوونکو داخلي جګړو ښکار شوله .

په افغانستان کې  د په اصطلاح نړیوال تروریزم  پرخلاف  جنګیدونکي بهرني پوځیان د افغان ولس له  دفاعي مقاومت سره مخ او فاحشه ماتې یې وخوړه چې  اوس یې  له تروریزم سره د جګړې ټول پلان له یاده وتلی او هسي دخپل سر په ساتلو سره له افغانستان څخه  په  منډه کې دي.

هغه څوک چې  امریکایانو دسپتمبر د پیښې عاملین بلل او هغوی خپله هم  پر دې خبره اعتراف درلود هغوی   یوهم نه په افغانستان کې ګرفتار او نه وموندل شو  ،  د هغوي د تعقیب په پلمه  د امریکایانو په دستور او د اسلامي هیوادونو دچارواکو په مرسته  حتی د مسلمانونو په ترټولو مقدسو  ځایونو(حرمینوکې ) هم  بیدفاع مسلمانان  شهیدان ، بندیان او د  نړۍ په ګوټ ګوټ کې  دامریکا په سري بندي خانوکې تری تم شول .

خلاصه :

ښايي  دسپتمبر خونړۍ پیښه د نړۍ په کچه هغه  لاینحله معما وي چې په  راتلونکي کې یې هم هیڅوک په حل کولو او رمز پوه نشي ، ځکه  داپیښه چې له مسلمانانو څخه د دفاع په نوم تر سره شوه  ترټولو زیاته  دمسلمانانو په زیان تمامه شوه  او همدا راز  امریکایانو چې د هغې په غبرګون کې کوم اقدام وکړ  په سیاسي ، پوځي او اقتصادي لحاظ د دوی لپاره  هیڅ  ترلاسه نکړای شول.

یانې داسې یوه پیښه چې نه  مسلمانانو دهغې له پیلولو او نه هم امریکایانو دهغې په غبرګون کې له جګړې څخه خپل مطلوب  تر لاسه کړ ای شو ، بلکې  مسلمانانو  د دغې پیښې  په  عوض کې هغه نظام (اسلامي امارت)له لاسه ورکړ چې  په ټوله نړۍ کې د دوی  دپناه ځای  او امریکایانو  د هغې پر خلاف جګړه کې خپل  ځان دومره رسوا او بي حیثیته کړ چې نن   د واشنګټن په شمول  په ټوله نړۍ کې  ژوند نه  دی خوندي.

امریکايي سیالاني ، امریکايي ژورنالیست، امریکايي سوداګر ، امریکايي سیاست مدار، امریکايي معلم  ، امریکايي متعلم  ، امریکايي پوځي  او …. ټول  په خپل هیواد سربیره   په ټوله نړۍ کې واجب القتل او هر ځای تر تهدید لاندې دي.

د سپتمبر  لاینحلې معما خطرناکو اغیزو په نړي کې ټول انسانیت  نا آرامه کړی  او دغه  نا آرامي یې نوره هم  د خطر ناکتوب په لوري روانه ده  .  تراوسه خو همدغه  پایلې  تر ې ترلاسه شوې په راتلونکي کې به ګورو چې نورې لاڅه  بلاوې  زیږوي  .

الله دي  اسلامي  امت  د دښمنانو له شره محفوظ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سعید

د سپتمبر د یوولسمې پیښې د ړندو لپاره یقینا چې معما دي، خو بینا خلک خصوصا مسلمانان ټول پدې پوهیږي چې دا پیښې د امریکا د امپراتورۍ د زوال پیلامه ګڼل کیږي او ان شاء الله هغه وخت رانږدې دی چې د بیناوو تر څنګ ړانده هم دا خبره تسلیم کړي.
ثاقب صاحب تاسو ته یوه د ورورۍ مشوره درکوو چې مهرباني وکړه یو څو ورځې د جهاد سنګرونو ته سر ورښکاره کړه، او لږ د عقیدې مسایلو مذاکره له چا سره وکړه. کنه خدای مکړه سیاف درنه جوړیږي.

افغان ځلمی

زه وایم ، څوک به د ثاقب صاحب ایډی کاروی ، ثاقب صاحب خو په ديری شي لیکنی درلودلی ډا اوس لیکنه خو یی دیر ضد او نقیض جملات لری ، او یا یی مغزی سکته کړی له خيټی څخه خبری یی لیکلی ، د ده خبری له حقایقو سره سمون نه لری ، او هغه ۱۳ کلونه وروسته ؟ زه باور لرم چه دا به هغه ثاقب نه وی چه وو دا خبره چه اسامه په خپله اقرار وکړو چه دا کار دوی کړی د هغه اقرار په عربی کی شوی زه هم په عربی تر نیمه زیات پوهیږم… نور لوستل »

هدايت الله

ثاقب صاحب سلامونه! ستا دا خبره چې دستمبر پيښه يوه معما ده دا خبره روښانه کوي چې تاسې په خپله ورکړې قربانۍ پښيمانه ياستی، او له عرب مجاهدينو څخه په دفاع باندې افسوس کوئ، تا په دليل کې دا ليکلي چې د چا پرخلاف دا جګړه پيل شوې وه هغه يو هم په افغانستان کې ونه موندل شو، او نه ووژل شو، دا خو حقيقت ده چې کله افغانستان امريکا اشغال کړ ټول مجاهدين عرب وو او که عجم له افغانستان څخه رامهاجر شول، په خپله ستاسې څومره مشران په پاکستان کې ونيول شول؟ څومره شهيدان کړای شول؟ او په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x