افغانستان

پښتانه مهاجرین: حق راکړئ کنه افغانستان ته ځو

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د باجوړ، کورمې، مومندو او خیبر ایجنسۍ مهاجرین چې له تېرو څو کلونو راهیسې بې کوره شوي، په لاریونونو پیل کړی دی.

دغه پښتانه مهاجرین وايي چې تر هغې ورته ددوی خپل حقونو نه وي ورکړل شوي، احتجاجي ناستو ته به دوام ورکوي.

دوی نېوکه کوي  چې حکومتي چارواکو ورسره په کړو وعدو وفا نه ده کړې.

«زموږ لومړی غوښتنه دا ده چې موږ خپلو سیمو ته بېرته بوځئ، که دا نشئ کولای بیا دلته موږ ته پوره برابر حقونه راکړئ».

دغو مهاجرینو غوښتنه کړې، چې که  حکومت د دوی حقونو نشي ورکولای نو د تورخم لاره دې ورته خلاصه کړي څو افغانستان ته ولاړ شي.

افغانستان کې اوسمهال شاوخوا یو نیم لک وزیرستاني مهاجرین اوسیږي او د راپورونو په اساس د خلکو له رویې خوښ دي. په دې وروستیو کې د ځايي خلکو پر مرسته حکومت وزیرستاني مهاجرینو ته ۸۰ ښوونځي جوړ کړل.

په لاریون کې یو ګډونوال خیال جان وايي چې حکومت دوی په ۲۰۰۹ز کال کې له کورونو وویستل او له هغه ورځې راهیسې دوی په کمپونو کې اوسیږي. نوموړی وايي چې ماشومان یې له تعلیمه بې برخې شول، دوی هم روزګار نه لري او کوم خوراکي توکي چې دوی ته ورکول کیږي، هغه د خوړلو وړ نه دي.

خیال جان له حکومت غوښتنه کوله چې یا خو دې دوی بېرته خپلو سیمو ته بوځي او یا دې دلته خپل پوره حقوق ورکړي.

د مومند ایجنسۍ یو اوسېدونکی چې له تېرو ۶ کلونو راهیسې مهاجر دی ویل چې دوی کورونه نه لري، په خپلو سیمو کې د دوی په کورونو  کې د پاکستان پوځونه دیره دي، کورونه یې وران شوي او پټي یې شاړ شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د باجوړ او مومندو  مهاجرینو سره اوس مرستې هم بندې شوي چې دا له دوی سره ښکاره ظلم دی.

پاکستان چې په دې وروستیو کې يې په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي، په میلیونونو پښتانه له کورونو مهاجر کړل. پاکستان نه دغو پښتنو مهاجرینو ته د پاکستان په نورو سیمو کې لازم مېشت ځایونه برابر کړل او نه يې هم بېرته خپلو سیمو ته د تګ لارې چارې.

د باجوړ، مومندو، کورمې او خیبر ایجنسۍ مهاجرین له تېرو ۲ میاشتو راهیسې د پېښور پریس کلب ته مخامخ لاریون پیل کړی و چې اوس یې له دغه ځایه د خیبرپښتونخوا د والي کور وړاندې لاریون پیل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x