نړۍ

ترکيه: د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف کې غړي نه يو

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): فرانس پريس خبري اژانس د ترکي سرچينو له قوله وايي، چې ترکيه به د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف برخه نه وي.

ترکي سرچينې وايي، چې دوی به هيکله عراق او سوريه کې د اسلامي دولت پر ضد نړيوال ايتلاف سره پوځي مرستې ونکړي، بلکې يوزاې لوژستيکي او بشري مرستې به ورسره د اړتيا په صورت کې کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن د جمعې په ورځ انقرې ته ځي او ترکي چارواکو سره به د سيمه ييزو همکاريو په اړه خبرې اترې وکړي.

راپورونه وايي، چې جان کيري به ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان، لومړي وزير داود اوغلو او د بهرنيو چارو وزير مولود جاوش اوغلو سره ليده کاته کوي.

لويديځو هېوادونو له دې مخکې څو څو ځله پر ترکيې نيوکې کړي، چې د اسلامي دولت په اړه له خواخوږۍ او نرمۍ کار اخلي اوخپل سرحدونه يې د اسلامي دولت او نورو اسلامپالو وسله والو پر مخ پرانستي دي؛ مګر ترکيه دا تورونه په کلکه ردوي.

تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر بارک اوباما لندن کې د ناټو سرمشريزه کې له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان سره د اسلامي دولت پر ضد د پيلېدونکو پراخو عملياتو په اړه خبرې اترې کړې وې.

ترکي چارواکي وايي، چې دوی د خپلو هغو ۴۶ ديپلوماتنو له وېرې د اسلامي دولت پر ضد هيڅ نشي کولای، چې د تېرې جولايي مياشت راهيسې اسلامي دولت سره بنديان دي.

تېرې جولايي مياشت کې چې اسلامي دولت د عراق موصل ښار ونيو، نو د ترکي قونسلګيرۍ ۴۶ ديپلوماتان له هماغه وخته اسلامي دولت سره بنديان دي.

د ترکيې دفاع وزير عصمت يلماز وايي، چې د دوی لاسونه د خپلو ۴۶ بندي ډيپلوماتانو له امله تړل شوي دي.

لويديځ هېوادونه تل په ترکيې نيوکې کوي، چې پر خپله ځمکه د اسلامپالو وسله د مخنيوي لپاره هيڅ نه کوي او د ترکيې له لارې عراق او سوريې ته پردي وسله وال راځي، مګر ترکيه دا تورونه په کلکه ردوي.

ترکي چارواکي وايي، چې هر کال شاوخوا ۳۵ ميليونه سيلانيان ترکيې ته ورځي او لويديځ هېوادونه دوی سره خپل استخباراتي معلومات نه شريکوي، نو دوی نشي کولای، چې د يو چا د ظاهري بڼې له امله خلک له خپل هېواده وشړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x