نظــر

د اسلامي دولت پر ضد د اوباما ايتلاف… چانسونه او ننګونې

ليکوال: عبدالباري عطوان

ژباړن: احمدالله احمدزی

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره چهار شنبه د اسلامي دولت پر ضد د خپلې جګړه ييزې کړنلارې اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې دوی بايد د خپلو ايتلافي ملګرو په مرسته ځانونه د اسلامي دولت له شره خلاص کړي؛ ځکه چې اسلامي دولت سيمه کې د امريکا او د هغې د ايتلافي ملګرو د ګټو پر وړاندې ستر خنډ دی.
اوباما دا وينا په داسې حال کې وکړه، چې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزير د منځني ختيځ په سفر راوتي دي.
جان کيري او چک هيګل د سعودي عربستان، عمان، انقرې او بغداد په ګډون د يو شمېر سيمه ييزو هېوادونو ليدنه له دې امله کوي کوي، چې د اسلامي دولت پر ضد د سيمه ييزو هېوادونو ملاتړ راخپل کړي.

د اسلامي دولت پر ضد د امريکا ستراتيژي تر اوسه رسنيو ته نه ده راوتلې، مګر د يو شمېر سرچينو له قوله د امريکا لومړی ټينګار به دا وي، چې د اسلامي دولت مالي سرچينې ورکنګل کړي، د اسلامي دولت د بهرنيو پلويانو مخه ونيسي او عراق او شام کې د اسلامي دولت پوځي ځواک ژر تر ژره له منځه يوسي.
اوباما په خپلو خبرو کې وويل، چې «دوی به اسلامي دولت هم داسې له منځه يوسي، څنګه يې چې القاعده له منځه يوړه»
د اوباما دغه وينا د خپل ځان په ګډون د خپلو ټولو پلويانو د غولونې په معنا ده.
اصل خبره دا ده، چې يو خو دوی القاعده له منځه نه ده وړې؛ سره له دې چې امريکا د خپلو ماليې ورکوونکو له يو تريليونه زيات ډالر د القاعده پر ضد ولګول اوخپلو خلکو ته يې ويل، چې د «تروريزم ضد » جګړې لپاره د دوی دغه پیسې لګول کيږي.

هغه مهال چې امريکا د القاعده پر ضد جګړه پيلوله، نو مرکز يې يو ځای کې و، مګر اوس د عربي هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرو ځايونو لسګونو مرکزونه لري او په دې وروستيو کې القاعده سويلي اسيا کې هم د خپلو فعاليتونو د پيلولو اعلان وکړ.

تر کومه چې د اسلامي دولت د مالي منابعو د کنګل کولو خبره ده، نو دا هم د اوباما لپاره ناشونې بريښي؛ ځکه چې د اوباما د واکمنۍ ايله دوه کاله پاتې دي او اسلامي دولت له مالي پلوه ډېر غښتلی دی.
ځينې سرچينې وايي، چې د اسلامي دولت مالي منابع شاوخوا اووه مليارده ډالر دي او هره ورځ د خامو تېلو د خرڅولو په نتيجه کې له دوه ميليونو زيات ډالر په لاس ورځي.

د اسلامي دولت لپاره همدا مالي منابع د راتلونکو پنځو کالو لپاره بس دي، ځکه چې دوی بهرنيو هېوادونو کې داسې لوی سفارتونه نه لري، او نه يې په کابينه کې فاسد وزيران شته او نه يې دغه مالونه د کوم عياش پاچا په لاس دي، چې هر څه په خپله خوښه وکاروي.
زه دا خبرې د اسلامي دولت د مينې او محبت له امله نه کوم، بلکې زه د اسلامي دولت د نژدې سرچينو له قوله وايم.

د اردن پلازمينې کې د خپل سفر په ترڅ کې مې د اسلامي دولت په اړه له خلکو پوښتنې وکړې، چې اسلامي دولت څنګه داسې ډراميتک پرمختګ وکړ، د خلکو په ذهنونو کې د دوی په اړه د وحشت او وينو تويولو سره مينه او د دوی په اړه د نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو توجه اصلي لامل څه دی او خلک په دې اړه څه فکر لري.
ولسمشر اوباما به د اسلامي دولت پر ضد د جوړوونکي ايتلاف په اړه په سيمه ييزه او نړيواله کچه له سختو کړاوونو سره مخ شي؛ ځکه چې د ارزوګانو او عملي تطبيق تر منځ د ځمکې او اسمان فرق دی.
هغه هېوادونه، چې د امريکا استازي ترې غوښتنه کوي، چې د اسلامي دولت پر ضد دې ځمکني پوځونه وليږي له دې خبرې سخت ويريږي، چې خپل ځمکني پوځونه د اسلامي دولت پر ضد د جګړې ميدان ته وليږي.
د سيمې ټول هېوادونه په دې عادت شوي، چې امريکا او نور هېوادونه د دوی لپاره وجنګيږي او يو شمېر نورې ستونزې هم شته، چې له امله يې دا جګړه ييز ايتلاف ناکام ښکاري.
د مثال په ډول ترکيه د خپل کورني امنيت لپاره ډېره انديښمنه ده. د ترکيې د سياحت کلنی عايد له دېرش ميليونه ډالرو ډېر دی او خپلو کردي هېواد والو سره يې امنيتي تړون کړی او د دې ترڅنګ د هغو هېوادوالو ژوند ته هم انديښمنه ده، چې اسلامي دولت سره بنديان دي. اسلامي دولت د ترکيې ۴۶ ډيپلوماتان ژوندي نيولي، چې موصل کې د ترکيې په قونسلګيرۍ کې مامورين وو.

همدا رنګه سعودي عربستان هم له کورنيو ستونزو سره لاس وګريوان دی او په خوا کې د يمن ستونزې هم په سعودي عربستان مستقيما اغېز لري. سعودي پر دې هم پوهيږي، چې سعودي ځوانانو کې ډېری خلک د اسلامي دولت پلويان دي او سعودي د مصري پورونو له امله هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
بله دا چې د يمن له جګړې وروسته په ټول تاريخ کې داسې نه دي شوي، چې سعودي عربستان دې خپل پوځونه له هېواده بهر د جګړې لپاره ليږلي وي.

او اردن کې خو ولسي او پارلماني اپوزيسيون د دې خبرې کلک مخالف دی، چې خپل ځواکونه دې عراق ته وليږي او د غزې له جګړې وروسته د اردن سياسي فضا ډېره خړه پړه ده او دا ستونزې لا هغه مهال نورې هم زياتې شوې، چې اردن له اسراييلو ګاز نل ليکه راتېره کړه او د بې وزلانو او بډايانو تر منځ واټن ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او داسې يو حالت ته رسېدلی، چې ډېر ژر به يو وړوکی لامل دا کاواکه حالات نور هم ترینګلي کړي.
عمان کې مې ډېرې د پام وړ خبرې واورېدې.

د اسلامي دولت خواخوږي وايي، چې سيمه کې به د امريکا پوځي مداخله د قومي او سيمه ييزو جګړو ستر لامل شي او کېدای شي سنيان ټول د اسلامي دولت تر شا ودريږي او خلک داسې ګومان کوي، چې د امريکا پوځي مداخله د شيعه توکمو د ګټو لپاره ده.
دا خلک د مثال په ډول وايي، چې «آمرلي» ښار د امريکايي بمبارۍ په زور د اسلامي دولت له لاسه ووت او په ځمکه بيا د عراقي پوځيانو تر څنګ د شيعه مليشو څلور لويې ډلې وې، چې د اسلامي دولت پر ضد يې ځمکنۍ جګړې کولې.
په دغو شيعه مليشو کې عصائب اهل الحق، کتائب السلام، فيلق بدر په ګډون د بشرمکه کردي مليشې هم وې.
شيخ ابومحمد المقدسي او ابو قتادة څه وايي

شيخ ابو محمد المقدسي، چې سلفي جهادي ډلې مفکر او د شيخ ابو مصعب الزرقاوي استاد دی او شام کې د جبهة النصرة فقهي او ريسي مرجع بلل کيږي، شيخ مقدسي او همدا رنګه شيخ ابو قتادة ماته وويل، چې که دوی ته د امريکا د پوځي مداخلې او اسلامي دولت تر منځ د اختيار خبره وشي، نو دوی د امريکا د پوځي مداخلې په مقابل کې د اسلامي دولت تر څنګ دريږي او د سيمې ډېری علماء او دعوتګران به هم دغه کار کوي.

شيخ مقدسي راته وويل، چې ده په دې اړه يوه رساله هم ليکلې او په خپلو معتقدينو او مريدانو يې ويشلې ده.
شيخ ابو محمد المقدسي د اسلامي دولت له سرسختو مخالفينو څخه دی او ابوبکر البغدادي له لوري د اسلامي خلافت اعلان ناجايز او غیر شرعي بولي او د اسلامي دولت د پلويانو له لوري هم له سختو ګواښونو سره مخ دی. د اسلامي دولت پلويان يې مرتد، کافر او له اهل سنت والجماعته وتلی بولي.

دې کې شک نشته، چې امريکا به اسلامي دولت ته ډېر زيات زيان واړوي؛ ځکه چې له تاريخي پلوه امريکا د نړۍ ستر زبرځواک دی. د طالبانو اسلامي امارت يې وران کړ، ورپسې يې عراق اشغال کړ او ليبيا کې يې د قذافي نظام ړنګ کړ، مګر اصلي خبره او بنسټيز سوال دا دی، چې د دې بريدونو ګټې او نتيجه څه شی دی؟ هغه څه امريکا غوښتل تر لاسه يې کړل؟؟
شخصا چې ما د اسلامي دولت له همفکره علماوو او دعوتګرانو سره څه خبرې کړي، نو يو يې هم د امريکا د پوځي مداخلې له امله اندېښمن نه دی او په سيمه کې د امريکا پوځي مداخله د ځان لپاره يوه نيکبختي بولي.

د ابومصعب الزرقاوي يو پخواني ملګري راته په ډېره خوښۍ وويل، چې که امريکا سره له خپلو سيمه ييزو او نړيوالو ايتلافيانو عراق او سوريې ته راځي، نو دوی به ورته له ډېرې خوښۍ ګډيږي او ما چې کوښښ وکړ، چې پوښتنه وکړم، چې دوی په څه شي دومره ډاډه دی، نو ويې خندل او اصلي خبره يې ونکړه.

موږ تاسې بايد ټول پر دې خبره ځانونه پوه کړو، چې ترکيې د بشارالاسد د رژيم د ړنګولو لپاره ډېر زيات کوښښونه وکړل. لومړی يې جهادي ډلو ته هر ډول مرستې ورکولې او ترکيې جهادي ډلو ته د تګ راتګ اسانتياوې وربرابرولې او حتا د بشارالاسد د رژيم بديل يې جوړ کړ، مګر يو کار ته يې زړه ښه نکړ، هغه دا چې سوريې ته د بشارالاسد پر ضد خپل ځواکونه وليږي.

همدا رنګه سعودي او قطر هم سيمه کې د بشارالاسد تر ټولو سخت مخالفين دي او د بشارالاسد پر ضد يې هر څه وکړل، مګر خپل ځواکونه يې سوريې ته د بشارالاسد پر ضد جګړې ته ونه لېږل.
زه فکر نه کوم، چې دا درې واړه هېوادونه په ګډه يا جلا جلا دې ته زړه ښه کړي، چې عراق کې د يو اوږد مهالې جګړې لپاره خپل ځواکونه د اور لمبو ته ور ټېل وهي، چې زور يې هم نه لري.
موږ د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د بريا او ناکامۍ وړاندوينه نه کوو، مګر نښې نښانې يې سر له اوسه ښکاري او راتلونکو څو اونيو کې به دا خبره نوره هم روښانه شي.
په ځانګړې توګه ۹۱ سلنه امريکايان د اوباما د اوسنۍ کړنلارې ملاتړ کوي، چې اوباما غوړاي اسلامي دولت له منځه يوسي، مګر موږ بيا ډېر لرې ګورو او په تېرو وختونو قياس کوو او د تېرو تجربو په رڼا کې خپله خبره کوو.

د اوباما په اړه دا مشهوره ده، چې له جګړو ويريږي او له پوځي مداخلو ځان لرې ساتل غواړي او ولسمشرۍ ته هم ځکه ورسيد، چې د خپل ټاکنيز کمپاين شعار يې دا و، چې د عراق او افغانستان جګړې ته به دپای ټکی ږدي، مګر د مشرانو جرګې د غړو د سختو نيوکو او فشار دی مجبور کړ، چې د جګړې وېره له ذهنه وباسي، مګر اوسنۍ خبره دا ده، چې د اوباما دا اوسنۍ تجربه له سختو ننګونو سره مخ وي او په هر صورت د اوسنۍ جګړې نتيجې هم ډېرې ګواښنده ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x