نظــر

شکنجه (د زندان کیسه)

لیکوال: لمر شرفزی

نري دنگ پپړ غوږي مستنطق له میز هاخوا د کوټې په کونج کې په پسته چرخي چوکۍ ناست و او زه مخامخ د مېز دې غاړې ته ورته په چوکۍ ناست وم. کوټې تقریباً دوه نیم متره بر او څلور متره اوږدوالی درلود. زما مخ د شکنجو له امله شین و؛ پښې مې پړسېدلې وې او تشناب ته به چې تلم، نو درد به یې ډېر زورولم. زما د تحقیق درېیمه اونۍ وه او لومړني تحقیقات مې تقریباً په ختمېدو وو. ما په خپل قلم د مستنطق پوښتنو ته ځوابونه لیکل، چې په همدې وخت کې نری دنگ بدشکله مستنطق چې په ۹۰ ریاست کې تر نورو ډېر ظالم و؛ راننوت. زما مستنطق ته یې یوه ورقه ورکړه. زما مستنطق ورقه ولوسته او بیا یې ماته وکتل؛ بېرته یې په ورقه کې سترگې ښخې کړې. شېبه وروسته یې ورقه راوړونکي مستنطق ته کړل:

– کار ای ادم تقریباً ختم است.

هغه ځان سره وښوراوه؛ ماته یې وکتل او بیا یې زما مستنطق ته وویل:

– معاون صیب ی اول میگه که اقرارش بیگیرید.

زما مستنطق ورته کړه:

– ما خودم کتی معاون صیب گپ میزنم.

او له دې سره له اطاقه ووت. نري دنگ بدشکله مستنطق له ما پوښتنې شروع کړې:

– قاري داوود میشناسي؟

– نی

– او خو تورا میشناسه؟

– مه نمی فامم

– هیچ به ای نام کسی را نمی شناسی؟

– به نام سور داوود یک نفر میسناسم، که برادر حاجی قدیر است

– نی طالب قاری داوود؟

– نی نمیشناسم

– پس از لت و کوب باز میشناسی؟

– کسی کی از اول نمی شناسم تا اخر او را نمیشناسم

په همدې شېبه کې زما مستنطق راننووت؛ ورقه یې د بدشکله مستنطق په لاس کې ورکړه:

– برو کارش خلاص کردم

– چیطور؟

– معاون صیب گفت کی سرسري پرسان بکونید

– چیطور بکونیم؟

– برو تو او را به اطاق پالو بیار، از شیشه برش نشان میتم

بد شکله مستنطق ووت او زما مستنطق په خپله چوکۍ کیناست. مستنطق راته کړل:

– قاري داوود پېژنې؟

– نه

– دې مستنطق ستا د شکنجه کولو امر راوړی و

– ولې، بیا څه خبره ده؟

– قاري داوود وایي، چې زه دی پېژنم، خو ته انکار کوې؛ شکنجه ددې لپاره وه چې ته هم اقرار وکړې.

د څنگ په کوټه کې د بدشکله مستنطق اواز شو. شېبه وروسته زمونږ اطاق ته راغی. له راننوتو سره سم کې وویل:

-اوردم

زما مستنطق ورته وویل:

– صحیح است

بدشکله مستنطق بېرته د څنگ اطاق ته لاړ. زما مستنطق له چوکۍ پورته شو د اوطاق په دېوال کې را ځړېدلې پرده یې لږ پورته کړه. د پردې شاته داسې شیشه وه، چې له دې اطاقه هغه اطاق ښکاریدو، خو له هغې اطاقه دا اطاق نه ښکارېدو. ماته یې د ور پورته کېدو وویل. ور پورته شوم؛ پرده یې یو طرف ته لږ کش کړه؛ پردې ته د ور نېږدې کېدو یې راته وویل، ورنېږدې شوم. د پردې شاته په بل اطاق کې قاري داوود شیشې ته مخامخ په چوکۍ ناست و. بدشکله مستنطق ورته په څنگ کې په پروت میز مخامخ ناست و او څه یې ورته ویل؛ غږ یې له شیشې دېخوا نه راتلو. مستنطق راته اشاره وکړه، چې له شیشې هاخوا سړي ته وگورم. ور ومې کتل. مستنطق راته وویل:

– دا پېژنې؟

– نه

– هغه خو تا پېژني!

– نه پوهېږم چې ما به څنگه پېژني، خو زه یې نه پېژنم

پرده یې بېرته کش کړه او په چوکۍ یې راته د کیناستلو وویل. زه په خپله چوکۍ کیناستم او مستنطق له اطاقه ووت. د څنگ اطاق ته ورغی او بدشکله مستنطق ته یې وویل چې نه یې پېژني. شېبه وروسته بېرته راغی؛ په خپله چوکۍ کیناست، ماته یې وکتل؛ عادي یې وویل:

– ښه یې پېژنې، خو انکار کوې؛ باک نه کوي.

بېرته یې خپل عادي تحقیق پیل کړ، خو د څنگ په اطاق کې بدشکله مستنطق د قاري داوود په شکنجه کولو پیل وکړ. د پیپ اواز او د قاري داوود چیغو زما وضعیت ډېر خراب کړ، خو بدشکله مستنطق پرلپسې په پایپ د پښو په تلیو واهه.

شېبه وروسته زما مستنطق ورقې ټولې کړې؛ راته کړل یې چې خپل اطاق ته لاړ شه. زه خپل اطاق ته روان شوم، خو د قاري داوود چیغې تر اطاقه اورېدل کېدې.

د ۹۰ ریاست په بر سر کې څلور واړه اطاقونه وو، چې دوه د دهلېز ښي اړخ ته او دوه د دهلېز کیڼ اړخ ته وو. زه د ښي اړخ په لومړي اطاق کې وم. په څنگ اطاق کې په لومړيو شپو کې یو کونړی سرحدي عسکر و، چې له طالبانو سره د لاس لرلو په تور یې نیولی و؛ وروسته یې بیا ورته د خوست د پوهنتون یو استاد راووړ، چې هغه یې په کابل کې د خپل شاگرد په کور کې د خوست د پوهنتون له یو بل استاد سره یوځای نیولی و. ما سره یې هغه وخت تعرف وکړ؛ کله چې یې له ۹۰ ریاست څخه د ۱۷ ریاست ته انتقالولو، نو دا استاد له ما سره څنگ په څنگ په انتظارخونه کې ناست و. نوم یې اوس راڅخه هېر دی؛ خو دومره مې یادېږي، چې دده او که د ملگري استاد نوم یې ایاز و. د خوست د پوهنتون دا استاد یې هم ډېر شکنجه کاوه؛ ډېری وخت به په پنجره پورې ځوړند و. آن په کومه ورځ یې چې د ۱۷ ریاست ته یوځای انتقالولو، نو بوټان یې په لاس کې ځکه نیولي وو، چې پښې یې پړسېدلې وې او بوټانو کې نه ځاېیدې.

ما قاري داوود په بل وار هغه وخت ولید، چې زه یې د ۱۷ ریاست ته انتقالولم. د ۹۰ عسکرو مونږ یوه ډله بندیان له اطاقونو په نومونو راوویستو. د تحقیق د اطاقونو مخې ته یې ودرولو. لس پینځلس جوړه د کالیو غوټې یې راوړې؛ په هره غوټه د بندي نوم لیکلی و. ځینو ته یې خپلې جامې ورکړې؛ وروسته یې د دېوال په غاړه کې پلاستیکونه وغورځول، مونږ ته یې کړل، چې هر څوک ترې خپلې جامې واخلﺉ. ما هم خپلې جامې ترې را واخیستې او په بیړه بیړه مې واغوستې. متوجې شوم، چې له ما پینځه یا شپږ میتره وړاندې په پنجره پورې قاري داوود راځوړند دی او چیغې وهي، چې تشناب ته ځم. سر ته یې خولۍ ور اغوستې وه؛ هیڅ یې نه لیدل، خو پرلپسې یې غږ کاوه چې “امیر صیب تشناب ته ځم، له سهار راهیسې نه یم لاړ” ډېر غږونه یې وکړل؛ په اخره کې یو عسکر ورغی بد رد یې ورته وویل او بېرته ترې لاړ، خو قاري داوود بیا هم پرلپسې همدا غږونه کول.

زه دې صحنې ته متوجې وم او له سترگو مې اوښکې روانې وې؛ د قاري داوود په دې حالت مې ژړل او بل دا چې زه تقریباً له شکنجو اوس یو څه خلاص شوی وم، خو قاري داوود او پاچا صیب لا هم تر شکنجو لاندې وو. زه چې په ۹۰ ریاست کې وم، نو شکنجه مو سره شریکه گڼله او تېروله، خو زه چې ترې اوس بل ریاست ته وړل کېدم، نو په زړه مې دا راگرځېده، چې زه له دې ریاسته ځم، خو ملگري به مې لا هم په شکنجو کې چیغې وهي او کړیگي به.

———

د ۹۰ ریاست ته اوس ۱۲۴ ریاست وایی او د ۱۷ ریاست ته اوس ۴۰ ریاست وایي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x