نړۍ

«د اسلامي دولت د جنګیالیو شمېر له وړاندنیو اټکلونو خورا زیات دی»

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۱مه،۱۳۹۳ل): د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سې-ای-اې) په یوه تازه راپور کې په ډاګه کړې، چې د عراق او شام د اسلامي دولت یا داعش د جنګیالیو شمېر ښايي تر هغې درې چنده زیات وي، څومره چې له وړاندې په رسنیو کې اعلان شوی.

د سې- ای- اې د یوه ویاند په وینا، دوی ته د ورکول شویو استخباراتي معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال د می او اګست میاشتو ترمنځ د عراق او شام د اسلامي دولت د سرتېرو شمېر کابو ۳۱ زره تنو ته رسي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د عربستان په جده ښار کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د لسو عرب هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه ناسته کې د اسلامي دولت پر خلاف د ژر تر ژره پېلېدونکې جګړې لپاره پر نظامي ایتلاف هوکړه وشوه.

ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې به ترکیه هم د یاد ایتلاف غړیتوب ته را ودانګي؛ خو داسې بريښي، چې ترکیه د عرب هېوادونو په پرتله د اسلامي دولت پر وړاندې نرم دريځ غوره کړی او په دې ناسته کې يې د امریکا د ملتیا په پار لاسلیک ونکړ.

ویل کېږي،چې  جان کېري له دې ناستې وروسته نن –جمعه- د اسلامي دولت پر خلاف د ترکیې د همکارۍ د را جلبولو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې ته سفر لري او هلته له ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر ښاغلي داود اوغلو او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.

ترکي او امریکايي رسنیو تر اوسه پورې ترکیې ته د جان کېري د سفر جزییات نه دي خپاره کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغه حکومت، وروسته له هغې د اسلامي دولت د ځواکونو د ځپلو لپاره د«سخت دريځ» او هر اړخیز «ګذار» د پيلولو اعلان وکړ، چې دغې ډلې په عراق کې پراخې سېمې او سلګونه مهم تاسیسات د امریکا له لورې د نصب شوي رژيم له ولکې وایستلې او خپله واکمنۍ یې پکې اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x