د شانګهای سږنۍ غونډه په دوشنبه کې ترسره شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۱مه،۱۳۹۳ل): د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو څوارلسمه غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پيل شوه .

ولسمشر حامد کرزی د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ په دې غونډه کې د ګډون لپاره د یو دوه ورځني سفر په ترڅ کې دوشنبه ته رسېدلی و.

دارګ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې  ولسمشر حامد کرزى به په ياده غونډه کې د خبرو ترڅنګ د دې سازمان د مشرانو او د شانګهاى د غړو هېوادونو له يو شمېر مشرانو سره هم خبرې وکړي .

خبرپاڼه زياتوي، په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د ملي امنيت مشاور ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د نړيوالو چارو سلاکار يحيى معروفي د ولسمشر کرزي ملتيا کوله.
کرزي غونډې ته په وینا کې وویل: موږ په افغانستان کې د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسمو ته سترګې په لاره يو او هيله من يو چې د انتخاباتو نتايج به ډېر ژر اعلان شي.

همدارنګه د روسيې ولسمشر پوتین هم د افغانستان د انتخاباتو له کبله را پورته شویو ناندریو ته په اشارې سره وویل، چې : « روسيه غواړي په افغانستان کې د انتخاباتو پروسه ژر تر ژره سرته ورسيږي. او زیاته یې کړه، چې روسيه هيله منه ده،چې  د ايساف ځواکونه به خپلې دندې ترسره کړي چې د ملګرو ملتونو له خوا ورته ورکړل شوې دي.»

د شانګهاى د همکاريو سازمان په سږنۍ غونډه کې تر ډېره بريده له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د سيمې د امنيت پر ټينګښت خبرې  وشوې.په دې غونډه کې د افغانستان له موضوعاتو سربېره، شانګهاى سازمان ته د نويو غړو د جذبولو د  ميکانيزم پر پوره کېدو هم خبرې اترې کېږي.په دې غونډه کې افغانستان، منګوليا، ايران، هندوستان او د پاکستان مشرانو د ناظرينو په توګه ګډون کړى دى.

د یادونې وړ ده، چې له دې غونډې وروسته به د شانګهاى د همکاريو سازمان نوبتي مشري له تاجکستان څخه رسما روسيې ته وسپارل شي او د دې سازمان راتلونکې غونډه به په ٢٠١٥ زيږديز کال کې د روسيې په اوفا ښار کې تر سره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د