نړۍ

دوه امریکايي جیټ الوتکې په سمندر کې غورځېدلي

نن ټکی آسیا: د امریکا سمندري ځواکونو نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ددوی دوه جیټ الوتکي ایف ای ۱۸ (FA/18) تیره شپه ناوخته د ارام سمندر په لویدیځ کې لوېدلي.

او زیاته کړې چې ددوی دغه دوه جنګي الوتکې د هیواد څخه بهر په خپل فوځي دنده بوختي وي، او د امریکا د الوتکو سمندري بیړۍ (یو ایس ایس کارل فینسن) کې یې تمېدلې.

د امریکايي سمندري ځواکونو په اعلامیه کي راغلي چې ددغو دوه جنګي الوتکو د پيلوټانو څخه یو پيلوټ پيدا شوی، خو دوهم اوس هم ورک دی، او د پلټني چاري یی نن هم رواني دي او زیاته کړې چې د پيښي په سیمه کې د کښتیو، او هلیکوپتر په ذریعه باندي پلټنه روانه ده، تر څو ورک شوی پيلوټ وموندل شي، او تر اوسه د الوتکو پاته حصه هم نه ده موندل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x