افغانستان

پکتيا: طالبانو د څکمنيو ولسوال ژوندی نيولی

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۱مه،۱۳۹۳ل): د پکتيا ولايت چارواکي وايي، چې د څکمنيو ولسوالۍ ولسوال صالح محمد احساس طالبانو اختطاف کړی دی.

د پکتيا امنيه قومندان زلمي اورياخېل رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن ماسپښين شاوخوا دوه د څکمنيو ولسوال له ولسوالۍ د ګرديز پر لور روان و، چې طالبان ورته په کمين کې ناست و او نوموړی يې له ځان سره بوولی دی.

د پکتيا امنيه قومندان وايي، چې د څکمنيو ولسوال امنيتي ارګانونه نه وخبر کړي، چې دی له ولسوالۍ د ګردېز پر لور ځي.

چارواکي وايي، چې صالح محمد احساس طالبانو تښتولی او دوی په اړه خپلې پلټنې پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې صالح محمد احساس د دوی ملګرو هغه مهال ژوندی ونيو، چې د څکمنيو ولسوالۍ څخه د ګردېز پر لور روان و.

مجاهد زياتوي، چې نيول شوي ولسوال سره دوه ميله وسله او يو ساتونکی هم نيول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x