نړۍ

پاکستاني پوځ خپل درې کارکوونکي له القاعده سره د اړیکو په تور نېولي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۱مه،۱۳۹۳ل): د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، د دغه هېواد پوځ په کراچۍ ښار کې د سمندري ځواکونو په یوه مرکز باندې د تیرې اونۍ له وسله وال برید وروسته درې پخواني صاحب منصبان نېولي او دا مهال تر پوښتنو- ګرویږنو لاندې دي.

ځايي چارواکي وايي، چې درې واړه تورن کسان مخکې له دې چې د بلوچستان ایالت مرکز کوټه ښار ته داخل شي، د دو شنبې په ورځ په مستونګ ښارګوټي کې د تلاشۍ پر مهال نېولي او اوس مهال د پوښتنو ګرویږنو لپاره کراچۍ ته بېول شوي.

د کوټې امنیتي چارواکو د تورنو کسانو نېونه تایید کړې او زیاتوي، چې درې سره تورن کسان تېره اونۍ په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو پر یوه مرکز  باندې له برید وروسته په پټه په شخصي موټر کې له کراچۍ نه د کوټې په لور خوځېدلي.

په کراچۍ کې د پاکستان پر سمندري ځواکونو دا وسله وال برید د ستمبر پر شپږمه ترسره شو، چې څه باندې شپږ ساعته یې دوام لاره او په ترڅ کې یې د دریو بریدګرو سربېره د پاکستاني سمندري ځواکونو درې عسکر ووژل شول او د یوه افسر په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شوي ول.

پرون ، یانې د ستمبر په یوولسمه نېټه د برید مسؤلیت د القاعده د جنوبي اسیا نوې را زېږیدلې څانګې احرار الهند په غاړه واخیست او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې وویل، چې دوی به د حکومتونو په دننه کې د خپلو نفوذي کړیو پر مټ ورته نور بریدونه هم تر سره کاندي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له برید وروسته د پاکستان ملي شورا ته د  ګزارش د وړاندې کولو پر مهال پر سمندري ځواکونو دا برید یو خونړی برید وباله ؛ خو په خبره یې بریدګر ونه توانېدل چې اتومي او نورو مهمو پوځي تجهیزاتو ته زیان واړولای شي.

نوموړي په پوځ کې دننه د القاعده او پاکستاني طالبانو د نفوذي کسانو شتون له ګواښ ډک او داندیښنې وړ یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې مخالفین د نفوذي کړیو له همکارۍ پرته پر پوځ او نظامي تاسیساتو د بریدونو جوګه نه دي او هېڅکله به خپلو اهدافو ته ونه رسي.

د دفاع وزیر له برید کوونکو سره د پوځ د اخلي کړیو د همکاري راپور رد نه کړ او د بریدګرو د هویت په اړه یې وویل، چې د درې واړه بریدکوونکو تړاو د پاکستاني له مختلفو سېمو سره دی او د واسکټ بمونو، توپنچو،مرمیو او نورو مهماتو په شمول ځينې دیني ورقې او اسناد هم ترې ترلاسه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x