روغتیا

وچکۍ«محرقه» تبه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۱مه،۱۳۹۳ل): وچکۍ تبه چې محرقه يې هم بولي ، د سلمونيلا ټايفي ، گرام منفي باسيل (باکټريا) په وسيله منځته راځي. ددې تبې يا ناروغۍ ځانگړتياوې په دا ډول دي: ناروغ اوږده تبه لري ، نس يا گېډه يې درد کوي او دانې ورباندې را خېژي.
په وروسته پاتې هېوادونو کې وچکۍ تبه يوه عامه ناروغي ده، په نړۍ کې هر کال شل لکه خلک پر دې ناروغۍ اخته کيږي او شپږ لکه کسان د وچکۍ يا محرقې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د دغو خلکو ۷۰٪ د اسيايي هېوادونو دی.
د تېرو څو کلونو په ترڅ کې پرمخ تلليو هېوادونو کې د وچکۍ تبه تقریبا له منځه تللې، مګر وروسته پاتې هېوادونو کې وچکۍ اوس هم انساني صحت لپاره ستر ګواښ دی.

د وچکۍ «محرقې» نښې نښانې څه دي؟

د وچکۍ مريض ته هر وخت ۱۰۴ – ۱۰۳ درجې تبه وي. د دې تر څنګ مريض ورځ تر بلې کمزوری کيږي، په خېټه او سر يې درد وي لوږه هم نه محسوسوی او کله ناکله پرې داسې سرې دانې هم راخيژي.
د ناروغۍ عامل چې سلمونيلا ټايفي دى هغه د ناروغ په غايطه موادو او تشو متيازو کې بهر ته را وځي. که يو څوک د غايطه موادو د کېدو او يا تشو متيازو د کولو څخه وروسته په سمه توگه خپل لاسونه پرېنمينځي نو باکټريا خوړو او اوبو ته انتقالېږي. که کنارابونه (ټټۍ) هم په سمه توگه جوړې نه وي او مواد يې په ښه توگه لرې نشي نو زيات امکان شته چې د څکاک اوبه ددې ناروغۍ په عامل (سلمونيلا ټايفي) باندې ککړې شي. مچان هم د ناروغۍ عامل نيغ په نېغه له غايطه موادو څخه خوړو ته انتقالوي. په ډېره کمه کچه د روغتون په هغو کسانو کې هم دغه ناروغۍ (وچکۍ) پيدا کېږي څوک چې د ناروغانو له بسترو او بنداژونو سره په تماس کې وي او د خپل ځان د حفظ الصحې پام ونه ساتي.
دغه جراثيم چې د انسان بدن ته داخل شي، نو وينه ته يې ډېر ژر سرايت کوي، انسان تبه نيسي او د وچکۍ نورې نښې هم پکې را څرګنديږي.

څوک بايد د محرقې «وچکۍ» واکسين وکړي؟

هغه ماشومان او ځوانان چې ښونځيو ته ځي.
هغه خلک بايد دا واکسين وکړي، چې داسې سيمو کې ژوند کوي، چې د وچکۍ لاملونه پکې ډېر وي. چېرته چې انټي بايوټيک ډېر کارول کيږي او سلمونيلا ټايفي ميکروبونه پکې ډېر وي.
څوک چې ډېر سفرونه کوي، هغه خلک هم بايد دغه واکسينونه وکړي. د مثال په ډول که څوک اسيا، جنوبي امريکا او افريقايي هېوادونو ته سفرونه کوي، نو هغو دې دا واکسين خامخا ولګوي، ځکه چې دغو هېوادونو کې وچکۍ، يا محرقه ډېره زياته ده.

زموږ لپاره دا واکسين څه ګټه لري؟

وچکۍ يا محرقه، چې ټايفايډ هم بللی شي، د انساني ژوند لپاره تر ټولو خطرناکه ناروغي ده.
د وچکۍ تبې نښې هم چې له بدنه ورکې شي، خو خطر يې بيا هم پاتې وي.
کيدای شي، ځينې مريضان به موږ ته روغ جوړ ښکاري، مګر د سلمونيلا ټايفي ميکروبونه يې بدن کې لا هم پاتې وي او دغه ميکروبه له تاسې نورو کسانو ته هم نقل کيدای شي.

که غواړئ، چې له وچکۍ«محرقې» وژغورل شئ نو…

د داکټر تجويز شوي انټي بايوټيک تر ټاکلې مودې پورې وخورئ.
هر وخت چې له تشناب، يا ټټۍ راوځئ، نو خپل لاسونه په صابن ښه مينځئ.
د مرض پر مهال بايد نورو کسانو ته له خوراکي توکو پخولو او ورکولو پرهيز وشي.
ډاکټر به درته د غایطه موادو پرله پسې ټيسټونه کوي، تر هغو چې درته وواي، چې ستا په غايطه موادو کې سلمونيلا ټايفي ميکروب له منځه تللی دی.
د وچکۍ تبې څخه د ځان ژغورنې په موخه د محرقې يا وچکۍ واکسين ولګوئ.

د وچکۍ له تبې څنګه ځانونه ژغورلی شو؟

يوازې له دوه شيانو ځان ساتل انسان له وچکۍ ژغوري.
اول: د بې باوره، ناپاک خوراک، څښاک او بازاري شيانو څخه پرهېز کول.
او دوهم دا چې د وچکۍ «محرقې» واکسين کول.
بايد تل وېشېدلې اوبه وڅښل شي؛ ځکه چې عامې اوبه د وچکۍ د ميکروب لامل ګرځي.
بوتلونه او شربت بايد له واورې يا يخ څخه پرته وڅښل شي؛ ځکه کيدای شي دغه واوره او يخ له ناپاکه اوبو جوړ شوی وي.
هغه خوراکونه وخورئ، چې ښه پاخه شوي وي او په دسترخوان هم ګرم وي او تپ ترې پورته کيږي.
هغه سابه او ميوه مه خورئ، چې نه سپينيږي نه. لکه د کاو او ګندنۍ پاڼې؛ ځکه دا شيان ډېر په اسانۍ خيرنيږي او سم پاکول يې ستونزمن وي.
کومه سبزي او مېوه چې سپينيږي، په خپل لاس يې سپينه کړئ او له سپينولو مخکې بايد خپل لاسونه په صابن پاک ستره ومينځئ.
لارو او بازارنو کې له ريړيو څخه خوارکي مواد مه اخلئ، ځکه چې د لارې د سر خوراکي توکي له خيرنېدو نه ژغورل کيږي.
ډېری مسافر د لارې د سر خوراکونو ناروغان کړي دي.

ايا د وچکۍ تبې واکسين محفوظ يا ژغورونکی دی؟

هو بالکل، د وچکۍ واکسين ډېر ګټور او ژوغورونکی دی د Vi polysaccharide typhoid
واکسين له کولو وروسته داسې خاص څه ستونزه نه وي، بلکې کله نا کله عادي تبې او سردرد راځي او دا دومره لويه خبره نه ده.

د وچکۍ واکسين بايد څوک ونه لګوي؟

هغه څوک بايد دا واکسين ونه لګوي، چې يو ځل مخکې يې د واکسين لګولو له امله خطرناک اساسيت پيدا کړی وي، چې ان ژوند يې له خطر سره مخ شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x