ټولنیزه برخه

له علماو سره د عثماني خلفاو مینه او اړیکې

لیکوال: حامد افغان

عثمان بن أرطغرل (656هـ= 1258م)، د ترکانو د عثماني خلافت پلار او مؤسس بلل کیږې، دا لوړ تاريخ د ده د زیږیدو نيټه ده او په همدې کال مغولو بغداد ونیو او کاواکه عباسي خلافت یې رانسکور کړ، د عثمان په ژوند د څه لیکلو اراده نلرم بلکي دلته خپل زوی اورخان ته د ده د وصیت څو خبرې را اخلم. په “مأساة بني عثمان ” نومي کتاب کې خپلې کورنۍ او زوی ته د عثمان بن ارطغرل اوږد وصیت راغلی ده چې څو جملې یې دادي:

زویه! د امت له علماو سره به پام کوې د هغوی درنښت او احترام به کوې او د دوی په مشورو به کارونه ترسره کوې، ځکه دوی خامخا د ښو او خیر مشوره درکوي، زویه! په کوم کار کې چې د الله رضا نه وي هغه به نه کوې او که کومه موضوع درته سخته شي نو د شریعت له علماو پوښتنه کوه، دوی به خامخا د خیر لاره درښیې، زویه! په دې دنیا کې زموږ یواځنۍ لاره د الله لاره ده او یواځنۍ موخه مو د الله د دین خپرول دي او موږ هیڅکله د واک او دنیا غوښتونکي نه یو.

ټولو عثماني خلفاو د خپل نیکه د دې غوره وصیت ارزښتناکې خبرې په غوږونو کې نیولې وې، له علماو سره د عثماني خلفاو د مینې او تودو اړیکو په اړه د عثماني خلافت د یوه پیاوړي او سرلوړي خلیفه سلیمان القانوني دوه خوندورې کیسې درته را اخلم، کیسه کا چې د سلطان سلیمان القانوني ( 1520-1566) د قصر (دتوب قابي قصر) مسؤلینو هغه ته خبر ورکړ چې د ونو په بیخونو کې ډیر زیات میږیان پیدا شوې دي، هغه د ونو بوټو ماهرین را وغوښتل او مشوره یې ورسر وکړه، هغوی یوډول ځانګړې تیل ورته وښودل چې باید ونې په هغو تیلو غوړې شي نو میږیان به ووژني او ورک به یې کړي . خو د سلطآن سلیمان عادت و چې هر ووړ او غټ کار به یې د شیخ السلام په فتوي سره کاوه او په دې کار کې یې هم دهغه فتوي ضرور وبلله.

سلطان شیخ الاسلام ابو سعود الافندي ته په خپله ورغی څو فتوي ورنه واخلي، شیخ السلام په خپله په ځای نه و، په یوه کوچني کاغذ یې استفتاء په یوه شعر کې ورته ولیکله:

إذا دب النمل على الشجر
فهل في قتله ضرر ؟
یعني چې په ونو کې میږیان پیدا شي په وژلو کې خو به یې ستونزه نه وي ؟ شیخ الاسلام ورته ولیکل:

إذا نُصبَ ميزان العدل
يأخذ النمل حقه بلا خجل.!!

یعني کله چې د عدل تله ودرول شي میږیان په بې شرمي سره خپل حق اخلي .

د دې کیسي موخه داوه چې د عثماني خلیفه ګانو دې نیک او صالح خلیفه دومره کوچنی کار هم د وخت د شیخ الاسلام له فتوي پرته نه کاوه.

را ځو د دې عثماني صالح خلیفه د وفات عجیبه کیسې ته: کله چې سلطان سلیمان القانوني ویانا ته دسفر په مهال د زیکتور په جګړه کې وفات شو بیرته یې د هغه مړی اسطانبول ته راوړ، د دفن له پاره یې چې هدیرې ته ووړ معلومه شوه چې ده وصیت کړی دی چې د ده یوصندوق به له هغه سره په قبر کې ږدي ، علماء چې خبر شول هغوی پوه شول چې دا به خامخا ډیر مال او یا ځانګړې جواهر وي نو ویې ویل چې له خاورو لاندې د دې قیمتي مال ضایع کول ناروا دي .

په دې پریکړه وشوه چې صندوق باید خلاص او وکتل شي، کله چې صندوق خلاص کړل شو او په صندوق کې پروت سامان وکتل شو ټول علماء هک حیران شول!! ځکه په صندوق کې د سلطان سلیمان القانوني یواځي هغه فتواوي پرتې وې چې په خپل ژوند کې یې له علماو نه اخیستې وې!! او په قبر کې له ځان سره د دې صندوق کېښودلو نه یې مطلب داو چې الله ته به یې د حجت په توګه وړاندي کوي چې ای الله ما ټول کارونه ستا د دین د علماو په فيصلو سره سر ته رسولي دي.

د وخت شیخ السلام ابوسعود آفندي سخت ډیر وژړل او ویې ویل: سلیمانه ځان دي خلاص کړ !! موږ به څه کوو که په دې فتواو کې خطا شوې وو !!.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x