نظــر

دلته هره ورځ د شهيدانو ده

لیکوال: محمدابراهيم سپېڅلى

په افغانستان کی د اوږدو ناکراريو، يرغلونو او خپلمنځي جګړو د شهيدانو شمېر تر دوه ميلون هم زيات کړى دى، ځکه يوازي له روسانو سره تر يوميلون د زياتو شهيدانو خبري کېدلې، د مجاهدينو مشرانو به په پاکستان او ايران کي په افتخار ويل، چي د هيواد د ازادۍ او د اسلامي قانون د پلي کيدو لپاره يې يونيم ميلون شهيدان ورکړي .

کله، چي روسان له افغانستان څخه ووتل، د نجيب حکومت هم نسکور سو، خو جګړو نور زور واخيست، يوازي د کابل راپاته ښار هم ويجاړ او د خلکو شخصي شتمنۍ لاهم چور سوې.

دا جګړه د څه لپاره وه؟ په دې جګړه کي ولي يوځل بيا په زرګونو مظلوم افغانان، چي د اسلامي دولت لپاره يې ډېري دعاګاني کړي وې په ناحقه ووژل سول، معلول او بې کوره سول؟

له هغه وروسته د طالبانو نظام راغلى، په دې نظام کي هم شمالي او سويلي ولايتونه په وينو ولړل سول، تراوسه د ليلې دښته د انسانانو په هډوکو او غوړو غوړه ده.

لاتراوسه په سلګونو افغانان ورک او کورنۍ يې د راتګ لار څاري.

که سم حساب وسي، نو افغانانو هره ورځ شهيدان ورکړي،  هره ورځ يوه کورنۍ بې سرپرسته سوې ده، هره ورځ يو تورسرې کونډه او يوه مورکۍ بې زويه او يو زوى بې پلار او بې مور سوى دى.

له طالبانو څخه وروسته د کرزي په مشرۍ نوې اداره له ډيرو هيلو او دنړېوالو له پراخو تبلغاتو سره رامنځته کړل سوه، خو له بده مرغه په دې څوارلس کلن نظام کي هم يوازي يوڅو کسان ښه ماړه او په خارج کي يې بانکي اکاونټونه له ډالرو ډک سول، ليکن د مظلومو هيوادوالو په ژوند کي مثبت بدلون لکه څنګه، چي په کار ده، نه دى راغلى.

د دومره نړېوالو عسکرو، مرستو او بې شمارو ډالرو سره سره بياهم هره ورځ بې وزلي افغانان قرباني کيږي او د قربانيو په  ګټه يې نور کسان برېتونه غوړوي.

په دې نظام کي هم د تيرو دولتونو په ډول د اکثرو افغانانو کورنۍ د غم پر ټغر کښېنستې، هره ورځ جنازې، فاتحې او قبرونه کښل کيږي.

که پام مو کړى وي، د هر کلي هديره تر پخوا پراخه سوې او قبرونه د اوسيدو کورونو ته نږدې سوي دي، دا چي ولي او څنګه تر لمر سپينه ده.

پورته خبرو ته په کتو په هيواد کي يوازي يوه اوونۍ د شهيد په نامه يوې کورنۍ، يو شخص او يوې ډلي ته منسوبول د ټول افغان ملت سره جفاء او غداري ده.

په دې هيواد کي هر افغان جهاد کړى او دهري کورنۍ يو يا څو غړي شهيدان سوي  دي، دا چي څوک يې حسابي او کنه دا بيا بېله خبره ده، خو وروستيو دېرش کلنو ناخوالو ته په پا م په ښکاره ويلاى سو، چي د شهيدانو شميرمو تر هغه زيات دى، چي په رسنيو کي ياديږي، ځکه تراوسه هيڅ داسي څېړنه نه ده سوې، چي په کليو او بانډو کي پوښتنه وسي، چي  په فلانکۍ ورځ بمبار، د سړک غاړي چاودني، د توغندۍ سرګلولې، زاړه ښخ سوي ماين او نورو… څوتنه هيوادوال شهيدان کړل؟

د پايلي په ډول ويلا سو، چي زموږ په هيواد کي به ترهغه وخته د شهيدانو شمېره ورځ تربلي ډيريږي، چي ټول افغانان په رښتيا يو اوبل ته د ورورۍ لاسونه ورنه کړي، د ژبي، قوم او ولايت پرځاى يوازي د افغان او افغانستان سره مينه په زړه کي ځاىنه کړي.

زموږ خويندي، ميندي او بالاخره ټول افغان ملت به هغه وخت د ارامۍ ، سوکالۍ او خوشحالۍ سا واخلي، چي موږ په واقيعت له ګاونډيانو او نورو باندنيانو څخه د اميد سترګي وکاږو او په بشپړه ريښتنې ملي روحيې د هيواد رغوولو ته لستوڼي راپورته کړو، ځکه په اوس وخت کي همدا يوه لار موږ د برياليتوب ساحل ته رسوي.
10 -09 – 2014

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x