افغانستان

نورستانی: یکشنبې ته به د رایو تفتیش بهیر بشپړ شي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې یکشنبې ته به د رایو تفتیش په بشپړه توګه پای ته ورسوي. یاد کمېسیون په خپله اتمه علني ناسته کې چې د دوه زره صندقونو د ارزونې لپاره ځانګړې شوې وه، ۹۵ صندقونو رایې باطلې کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس احمد یوسف نورستاني پرون جمعه خبریالانو ته ویلي چې د ۲۰۰۰ صندقونو له منځه ۱۴۵۹ صندقونو رايې د اعتبار وړ ګرځول شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې مهاله ۵۷۴ محلونو رايې باطلې کړي. د شنبې په ورځ  کمېسیون  ټول ۶۶۹ صندقونو رایې باطلې کړې.

نورستاني همدا راز زیاته کړې چې دوی تمه درلودله چې د جمعې  ورځې ناسته به د دوی وروستۍ ناسته وي، خو د ځينې تخنیکي ستونزو له امله د یکشنبې په ورځ وروستۍ ناسته کوي او رایو تفتیش به پای ته رسوي.

د نوموړي په وینا باطل شوي صندقونو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لېږل کیږي څو يې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

که څه هم یو نوماند ډاکتر عبدالله د رایو د شمېرنې د بهیر سره بایکاټ کړی او په وروستۍ خبري ناسته کې يې اعلان وکړ چې د ټاکنو پایلې نه مني، همدا راز د نوموړي یو شمېر پلویان په زور د حکومت نېولو ګواښ کوي، خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې په هر حال وروستۍ پایلې اعلانوي.

د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو، خو د ۳ میاشتو په تېریدو سربېره هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x