د هندوانو د خدای «بګوان هنومان» تذکره

هندوانو خپل خدای «بګوان هنومان» ته تذکره جوړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): هندي چارواکي وايي چې د پېژندپاڼو «تذکرو» ادارې د «دیوتاهنومان [هندوانو خدای دی]» لپاره تذکره جوړه کړې چې دوی يې په اړه څېړنې کوي.

هندي رسنۍ وايي چې د هند په راجستان ایالت کې د تذکرو جوړولو اړوندې ادارې د هندوانو د خدای «هنومان» په نوم تذکره جوړه کړې. په تذکره کې د نوموړي د کور بشپړه پته ورکړل شوې.

راپورونه وايي چې د نورو تذکرو په څېر په دې کې د هندوانو د خدای شکل «انځور» هم شته دی. په تذکره کې د نوموړي د پلار نوم «پون جي» لیکل شوی دی. ( د هندوانو په مذهب کې د هنومان خدای پلار نوم پون دی).

هند کې تذکرې د عام پوست له لارې د خلکو تر کورونو رسول کیږي. دغه تذکره هم یادې سیمې ته وړل شوې خو د پوست والا تر ۳ ورځو پلټنې وروسته په دې نوم څوک نه دي موندلي.

هندي رسنۍ کاږي « کله چې د پوست خانې والا دقیق ادرس پیدا نه کړ، فکر يې وکړ چې شاید د کاغذ له پاسه ادرس غلط لیکل شوی وي، ځکه یې نو کاغذ وشکولو او دننه یې تذکره  راوخېستله، څه ګوري چې تذکره د هندوانو د خدای په نوم جوړ شوی دی».

هندي چارواکي وايي چې کوم کس دغه کارت جوړ کړی وي په اړه به یې جدي ګامونه پورته شي.

دوی وايي د تذکرو جوړونې ادارې یو مامور دغه کار له شیطانۍ کړی خو دوی به یې له دندې ګوښه او محکمه کې به پرې دعوه وکړي.

هند کې د هندوانو په مذهب کې په سلګونو خدایان دي او آن جهل يې تر دې حده رسېدلی چې ژوندي انسانان هم خپل خدایان ګڼي.

په دې وروستیو کې یو ماشوم يې له دې امله خدای وګڼلو چې شاته يې لکۍ شوې وه. د هندوانو دغه لکۍ دار خدای په وروستیو کې پریکړه کړې وه چې لکۍ به له ځانه پرې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د