ادبي لیکني

تنده _ لنډه کیسه

لیکوال: دادمحمد ناوک
پښو مې ځواب راکړ، خو که زه سست شوی وای، هغه درېده، د رباطک خړه دښته کې لا شګې په زور کې بادېدې، خپله لونګۍ مې د هغه تر ملا کلکه راتا وکړې وه، په زور مې راپسې کش کاوه، د لونګۍ سر مې له لاسه وخوت، شاته يې ورکش کړم، دی پړ مخې په شګو ولوید، خوله يې پکې خښه کړه، پرې  ورمنډې مې کړې:
ـ مه! په شګو نو څه کېږې؟

په ډکه خوله يې مړ ژواندي راته وویل:
ـ لږ تنده خو به مې ماته شي!

ژړا يې راوسته، خو له زندانه تر دې دښتې د ټولو سختیو تکیه يې په ما وه، را پورته مې کړ:
ـ طاهره ګله! بس خدای مهربان دی، کلي  ته به ورسېږو، بیا به ډېرې اوبه وڅښې.

بې وسه يې پورته راته وکتل، نوې مړه ږېره مې يې له شګو ورپاکه کړه، تر لاس مې ونیو:
ـ هله! پورته، لږ همت وکړه، چې تر دې دښتو تېر شو، بیامو د کرزي پلار نشي پيدا کولای!

راکېنوست، په زوره يې سلګۍ ووهلې، په چېغو چېغو کې يې وویل:
ـ تږی یم! کاکا تږی یم! ستونی مې سره نښلي!

سترګې مې راډکې شوې، ورسره کېنستم، سر يې په زنګون راکېښود، اوښکې مې په برېتو ورڅڅېدې، ژر يې ژبه پرې تېره کړه، خوله يې وازه کړه، په سترګو کې يې اوښکې وچې شوې، زړه مې ودربېد:
ـ طاهره ګله! بس لږ مقاومت وکړه، زړګیه ته خو خلاصه کړه، زه ناړې درکوم، هله…

ده خوله خلاصه کړه، خو په خوله کې مې ناړې وتښتېدې، خوله مې په خوله ورکېښوده، په زوره يې ټېله کړم، لکه سا چې يې بنده شوه، په دپو سلګیو کې يې، پرې ـ پرې راته وویل:
ـ خير… کاکا… ادې ..ته .. ونه وايې… چې طا..طاهر…له تندې شهید شو!

کوکې ته مې خوله خلاصه پاتې شوه، شونډې يې وښورېدې سر يې زما له زنګونه لاندې ولوید.
پای
۱۳۹۳-۶-۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x