
کندهار کې شپږ پولیس له وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت څخه ورکول شوی موثق راپور کاږي، چې د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان له پنځو نورو پولیسو او ورسره مهماتو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي.
دغې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي،دا ونه ویل چې ایا تسلیم شوي پولیس په خپله خوښه او که د کوم فشار له کبله طالبانو ته ور اوښتي.
ویل کېږي، چې دا پولیس پرون د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په اروغ سېمه کې خپله امنیتي پوسته پريښې او طالبانو ته اوښتي.
د سېمي یوه اوسېدونکي وویل، طالبانو په دې وروستیو کې په خاکریز کې پر پولیسو او حکومتي عسکرو حملې زیاتې کړې، د اروغ پوستې پولیس هم دبرید له ویرې په خپله خوښه طالبانو ته ور اوښتي.
طالبانو تر دې مهاله دوی ته د تسلیم شویو شپږو پولیسو په اړه څه نه دي ویلي.
ډېر ښه کار شوی دی خدای دي د نورو هم سد خلاص کړي