
کنړ کې طالبانو ۲ پوستې نیولي او پکتیا کې پر ولسوالۍ ډله ییز برید روان دی
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو په کونړ ولایت او پکتیا کې پر پوستو او دولتي تاسیساتو بریدونه کړي چې تر دې دمه (سهار ۹:۳۰ بجې) ښه په شدت سره روان دي.
د کونړ ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیلی وايي چې لسګونه وسله والو د کونړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په یو شمېر پوستو بریدونه کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې جګړه ښه په شدت سره روانه ده او د دقیقو تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ په پوستو يې بریدونه کړي دي.
مجاهد وايي چې سهار يې دغه بریدونه پیل کړي او دوه پوستې یې نیولي.
نوموړی همدا راز وايي چې د دوی ملګري د کنډګل بازار ته داخل شوي او ګڼ شمېر وسلې یې «غنیمت» کړي دي.
مجاهد زیاتوي چې په برید کې يې ګڼ شمېر پولیس وژلي. ده د وژل شوو پولیسو دقیقه شمېره او نه هم د خپلو تلفاتو په اړه څه ویلي.
په عین حال کې د پکتیا ولایت امنیه قومندان پاسوال زلمی اوریاخیل وايي چې شاوخوا ۴۰ تنو طالبانو ددې ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ سهار وختي ۵ بجې ډله ییز برید کړی دی چې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده.
د پکتیا برید په اړه تر دې مهاله طالبانو څه نه دي ویلي.
د نورو جزییاتو لپاره د نن ټکی اسیا سره اوسئ.