افغانستان

د هلمند په سنګین کې خونړۍ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار وختې له شاوخوا څلورو بجو راهیسې د هلمند په جګړه ځپلې ولسوالۍ سنګین کې یو ځل بیا سخته جګړه پیل شوې او لا هم په شدت سره روانه ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي خبر ورکړی، چې د دوی لسګونه نظامي کسان نن سهار وختې د سنګین ولسوالۍ د څاروان کلا د توغي او جمالزو په سېمه کې د پولیسو پر ګڼو پوستو ور ودانګل.

د ښاغلي احمدي په استناد، په دې جګړه کې تر دم ګړۍ پورې درې پوستې له پولیسو تخلیه او نیول شوې او نورې تر بریدونو لاندې دي.

دا څرګنده نه ده، چې جګړه به څومره اوږده او تر څه وخته پورې به دوام ومومي؛ خو په سېمه کې له دې وړاندې هم وخت نا وخت دې ته ورته زیاتې خونړۍ جګړې نښتې او د ښکېلو غاړو په تلفاتو سره د لنډې مودې لپاره درېدلې.

د هلمند امنیتي چارواکو یا کومې بلې حکومتي سرچینې تر دې مهاله په سنګین کې د تازه پيل شوې جګړې په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

همدارنګه د تلفاتو کره جزییات هم نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x