افغانستان

پکتیکا: یحی خېلو کې پنځو تنو اربکیانو خپلې دندې پرېښودې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت د یحی خېل ولسوالي پنځو تنو اربکیانو خپلې دندې پرېښودې، چې ځينې طالبانو ته تسلیم او څو نور تښتېدلي دي.

د نن ټکی اسیا د ځايي سرچينې له قوله له یادو پنځو تنو نه دوه تنه د دې ولسوالي د مټاخېلو د کلي اوسېدونکي امان الله د زیتو زوی او علاوالدین د زرین زوی له طالبانو سره یوځای شوي دي او درې نور په نامعلوم لوري تښتېدلي دي.
د سرچینې په قول تښتيدلي اربکیان د یحی خېلو ولسوالي د ګوډلو د کلي اوسېدونکی د سلاګي زوی، کاټن د زرک زوی او د مټاخېلو اوسېدونکی د جومک زوی له سیمې نه تښتېدلي دي.

یاده دې وي چې د دې ولسوالي په اربکیانو کې وروسته له هغه د بې اعتمادي فضا نوره هم غښتلې شوه چې بداخلاقي پکې اوج ته ورسېده او ځینې مشهور مشران يې په دولت کې په نورو لوړو وظیفو وګمارل شول.

د دې ولسوالي مشهور اربکی بهاول خان د ووګي زوی چې اوس د پکتیکا ولایتي شورا ته بریالی شوی دی، په اربکیانو کې د ماتې یو سبب بلل کېږي.

پر دې سربېره په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله هم په نږدې تېرو ورځو کې د امریکایانو له لوري افغان دولت ته ور پرېښودل شول او هغوی پرې خپل اکمالات او مصارف بند کړل.

چې اټکل کېږي پورته پېښې به ګڼ نور اربکیان هم له طالبانو سره یوځای کېدو یا تېښتې ته اړ کړي.

تر اوسه د پکتیکا ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

ههههههههههههه والله داداربکیانو خو عجب کتابي نومونه دي ، کاټن د زرک زوی، د سلاګي زوی جومک، زیتو د بیتو زوی هههه،د شلګر داربکیانو مشر ډولا نومیږي،که د اربکیانو په باره کې څیړنه وشي شاید له هره اړخه ډیر نوادر په کي وموندل شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x