رحمت الله حکیمي له ښاغلي صدیق مخترع سره د مرکې په حال کې

د اختراعاتو د ډګر اتل ښاغلی غلام صدیق مخترع وردګ مو غږولی

حکیمي : د اختراعاتو د ډګر مړنیه اسلام علیکم !

مخترع: وعلیکم وسلام ،خوښ یم چې زموږ د ټولنې ځوانان د خپلو هڅاندو پسې ګرځې او د خپلو پلرونود ابتکاراتو  په هېنداره کې خپل ځان ویني .

حکیمي : ښاغلی مخترع صیب ستاسو له نامه سره د هېواد هر وګړی ستا د ابتکارتو اینې ځان ته دروي ، که بیا هم له دود سره سم خپلو هېواد والو ته ځان وروپېژنئ؟

مخترع : زه د پنځوسو کالو راهېسې په دې لاره کې مزل کوم، کوم چې الله تعالی یې استعداد راکړی ، زه په دې فکر کې وم چې د لمر څنګه راخیژې ، څنګه لویږې ،څنګه شپه شوه ، څنګه بیا ورځ شوه  حقیقت ته د رسېدو په لاره کې چې ټول په نفع د بشر وو ذهن کې   بیلابیل  سوالونه راجوړیدل ، د وردګو ولایت اړوند سیداباد ولسوالی ته څېرمه د تنګي د شاګل خیلو د کلي اوسېدونکی یم .

حکیمي :له څو کلنی نه مو دې ډګر ته لاره موندلې او اوله اختراع مو څه وه ؟

مخترع :زما سره تقریبا په دولس کلنی کې داسې انګېزې وې چې څنګه سهار شواو اووه بجې شوې ، څنګه دوه بجې کیږي څنګه درې بجې شوې د هرشي د حقیقت په لټه کې وم او لومړنی اختراع مې راډیو وه چې بې بالتیو او برق نه په پټه راغلو ګوشکیوغږیده په (۱۳۴۲ل )کال کې اختراع کړه .

حکیمي: تر دې دمه مو د اختراعګانو شمیر څو ته رسېدلی دی ؟

مخترع : زما د اختراعګانو شمیر (۳۴۵) ته رسېدلی دی .

حکیمي: ښاغلی مخترع صیب ستاسو په اختراعګانو کې د بېلګې په ډول ( داسې چپرکټ جوړول چې د غله په راتګ د کور خاوند راویښوي ، هغه موټرجوړول چې د لمر په انرژۍ سره کار کوي او داسې زانګو چې د ماشوم په وېښیدولو سره په اتومات ډول زنګییږي ) کومې انګیزې وي چې د داسو اختراعګانو فکر درسره پیدا شواو په دې پروسه کې د بریالیتوب په اړه که هېوادوالو ته معلومات ورکړئ؟

مخترع : (۵۶) کله ورړاندې دد داسې واقعي سره مخ شوم چې زموږ د کور خواته مو د یوه همسایه کور غلو ووهو ، زه حیران شوم ما تر هغې دمه دکورغله نه وه لیدلې ؛ نو زه په دې فکر کې شوم چې څنګه د داسې شومو کارونو مخه ونیسم ،تر څو داسې چپرکټ مې  جوړکړو چې د کورخاوند راویښ کړي ، بله دا کله مې چې دلمر انرژي وپېژنده نو (۲۱) ډوله مې د لمر د انرژۍ نه استفاده وکړه ، د لمر په انرژۍ مې غوښه پخه کړه ، اوبه مې پرې جوش کړې او کله مې چې د لمر په انژۍ سره واټرپمپونه جوړکړل کړ نو ماته یې د موټر جوړولو جرات راکړو ، چې نوموړی موټر دمحیط زیست د خرابیدو مخه نیسي نو دې کار ته مې د بل کس په مالي مرسته لاس واچوو او په کې بریالی شوم ،تاسو د زانګو وویل هغه دااندیشه راته پیدا شوه چې زما یانور ماشومان چې له خوبه ویښیږي سمد لاسه بایدزنګو په زنګیدو پیل وکړي ، کله چې ماشوم ویښیږي نو یوقسم ښوري ما دغه ښوریدل تشخیص کړل اویو کریم شاف مې ورته جوړ کړو په کې بریمن شوم .

حکیمي : ښاغلی مخترع صیب په دې لنډو وختو کې مواوریدلي چې د داسې دستګاه د جوړیدلو فکر درسره پیدا شوی چې د سېلاب د راتګ نه مخکې خلک خبروي په دې اړه مو تر کومه بریده هڅې کړې؟

مخترع : دا انګیزه د داودخان په وخت کې راسره پیدا شوه ، په سالنګونو او د هېواد په نوروځایونو کې به چې زیاتو هېواد والو دسېلابونوپه خاطر خپل ژوند د لاسه ورکولو ؛نو ما فکروکړ چې ولي په ناخبره ډول سړی اوبه وړي ، سړی باید مخکې خبر شي (نو په مصنوعي ډول مې واړه واړه کورونه جوړل کړل ، کلی مې جوړ کړو ، غرونه مې ورته جوړ کړل په هغو باران وشو په درو کې اوبه راغلي او لري په یوه بند کې به ټولېدلې وروسته به چې غونډې شوې نو دبرق سره د شارټ په صورت کې به هغو نصبو شوو آلوبه چغې وهلې او خلک به خبرول  ) نو دا طرحه مې د فواید عامې له وزیر سره چې فایق صیب نومیده شریکه کړه هغه هم د تشویق سربیره راسره د جوړیدو موافقه وکړه نو لاس په کارشوم او دا دستګاه مې جوړه کړه د هغې وخت د وزیرانو لخوا څه ناڅه انعامونه هم راکړل شول چې د چنګلک په فابریکه کې دا دستګاه تکمیل شوه .

حکیمي :مخترع صیب د اساسي قانون په (۲۷) مه ماده کې راغلي ،چې د مخترعینو باید ملاتړ وشي او ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شي ، تاسو چې زه وینم په دې پنځوس کلنې تجربې سره اوس هم  په خپل مالي لګښت سامانونه اخلی او تر ننه پورې په کرایي کور کې شپې او ورځې سبا کوئ ، تاسو ته ولې دولت پوره  توګه توجه نه ده کړې ؟

مخترع صیب : ما چې ځمکه ټوله خرڅه کړه ،په دې دلیل چې که ما خپلو زامنو ته څه پرېنښودل خو یو وخت به مې د هېواد  وګړو ته په میراث څه پرېښې وي ،ما خپلې اختراعګانې د علومو اکاډمي او علمي کسانو تر نظر تېرې کړې ،نودا پوښتنه زه د تا نه کړم چې ولې زما په دې تجربو سره چې ټول جهان لیدلي خو بیاهم د (۴۷) مې مادې په تایید زما سره مرستې نه دې شوې ، تنها مېډالونه او بخششونه مې اخیستي کومه مرسته نه ده راسره شوې او نه سالمه د کارزمینه راته مساعده شوېده ، زما دا دوه  شیان دي یو اختراعګانې دي ،بل ابتکارونه چې نوموړي شیان مې د ضرورت د وخت سره اختراع کول .

حکیمي : ښاغلی مخترع صیب داسې مو اوریدلي وو چې یو وخت د سوداګریووزارت لخوا د فکري غوندې د جوړیدو په تړاو د فکري ریاست لخوانه نه یوه غونډه جوړه شوې وه تاسې د هېواد په تاریخ کې لومړنی مخترع وپېژندل شوی ، د دغه ویاړ په خاطر د افغانستان دولت یا د سوداګریو وزارت لخوا کوم امتیاز درکړل شو که نه ؟

مخترع صیب : د نومړي وزارت ، او افغانستان دولت لخوانه زما سره هیڅ مرسته ونشوه ، حال دا چې زما اختراعګاني د ټولو دولتي او علمي ادارو تر نظر تیرې شوې هم دي ، خو تر ننه پورې یې هیڅ امکانات په لاس کې نه دي راکړي .

حکیمي: ښاغلی مخترع صیب دهغه ماشین په جوړولو سره چې کثافتونه او ککړتیاوې ټولوي او تاسو په خپلو ماهرو ګوټو جوړ کړو ، د شاروالۍ ریاست څه همغږي درسره وښوده ، څه مرسته یې درسره وکړه که نه ؟

مخترع :تاسو که د هوا د ککړتیااو د محیط دچټلتوب نه خبر شئ لکه څنګه چې ما درک کړې نو په کوټه کې به هم ماکس بسته کړی او هیڅ وخت به بې ماکس څخه ونه ګرځئ ،نو ما چې دا درک کړه چې ولې د شاروالی کسان په شپو شپو د کثافاتو په پاکولو لګیا وي ، څنګه داسې موټر نه لرو چې دهغه لسو کسانو کار په (۱۰) دقیقو کې نه کوي او په خپله کثافات نه ټولوي ؛ نو دا کار مې وکړ شاروالۍ ته لاړم امر یې راکړو، شعبه په شعبه ګرځیدم د یوې میاشتې په موده کې د تنظیف شعبې ته ورسیدم هغې په اخر کې راته وویل چې موږ موټر نه لرو ، ما داسې فکر وکړو چې ای هېوادلو زه ستاسو د هغو ماشومانو د ساتنې په فکر کې یم چې تراوسه نه دي پیدا شوي او تاسې د داسې د یو موټر قرباني نشی ورکولای! هیڅ نوعه همکاري یې راسره ونه کړه په خپلو امکاناتو مې نوموړی موټرجوړ کړو .که یو بل مثال ووایم کله  مې چې په اتو مات ډول لاس مینځونکی ماشین جوړ کړ داوسنیو شرایطو سره ډیره موثره اختراع واقع کیدله صحت عامې راسره تاتید کړه ځانګړې ناسته یې پرې چوړه ویل یې  چې بې برقه دستشویي زموږ ډیر ضرورت دی ، د نوروروغتونونو نه هم مکتبونه ورته راولیږل شول ،  چې په دې تعداد زموږ ضرورت دی خو زما لاس مینځونکي یې عملي نه کړل هیڅ پیسې یې رانکړي چې په زیات تعداد دوی ته د لاس مینځونکي ماشینونه جوړکړم ، هر وخت زما د اختراعګانو سره داسې چلند شوی دی .

حکیمي :مخترع صیب د تاسو تخنیکي او علمي تیوري په کومو اصولوولاړه ده، اودا اصول مخکې د تیوری نه په پام کې لری که وروسته د تیورۍ نه .

مخترع صیب : زه خپلو ټولو اختراعګانو ته مخکې له مخکې اصول جوړوم ،بعضي کسان علمي اصول ورته په پام کي لری چې مسلکي او علمي زده کړې یې کړي وي؛ خو زه اقتصاد ، د وخت ضرورت او څومره د بشر په خیر تمامیږي ورته په پام کې نیسم ،نو وروسته ابتدایي کارد موډلونو په واسطه پیل کوم  نو دا زما طرحې دي چي مخکې دتیوری نه یې په ذهن کې لرم .

حکیمي : ښاغلی مخترع صیب تاسو په خپله ولې د علمې او مسلکي زده کړونه بې برخې شوي یئ؟

مخترع : ډیر ښه ، (۵۶) کاله وړاندې هغه د سېمې مکتب چې  په علم خیلو کې وو زموږ د کور نه لرې و نشوای مې کولای چې لاسرسی مې ورته کړی وای بیا چې کله زما سن (۱۴ـ۱۵) کالو پورې ورسیدو نووروسته بیا نوموړي مکتب نه نیولم ، دې هغې نه وروسته په خپلو اختراعګانو کې مصروف شوم تردې دمه .

حکیمي :مخترع صیب ستاسو اختراعګانې د اینجنري پوهنځي د الکترونیک د څانګې د داخلي یا خارجي استاذانو له نظره تیرې شوي ، که وي نو څه تفاهم ته درسره رسیدلي که نه ؟

مخترع : ما خپلې ټولې اختراعګانې د مسلکي استاذانو تر نظره تېري کړې دي ، د نومونې په ډول یوه ګولۍ د ټیراټ مې جوړه کړه چې سرکونه زموږ او ستاسو خام وو ، همغه د ټیراټ وتل وو ،چې د موټر چپه کېدو سبب ګرځېدو زیات مالي او ځاني زیانونه به یې خلکو ته اړول ،ما داسې فکر وکړومخکې د دې نه چې ټیراټ وزي موټروان باید خبر شي ، نوزما هغه جوړه شوې ګولۍ وه چې هلته به د ټیراټ د وتو په وخت کې به هلته بندیدله ، د کابل پوهنتون داینجنري پوهنځي د تخنیک څانګې استاذانو ته مې وروړله هغو راسره تایید کړله او افرین یې راته ووایه ،زه خارجیانو کلک ونیولم چې زموږ په پوهنځي کې به کارکړي ، نو دهغو په شاف تخنیکي کې  ورسره ونیولم شپږ میاشتې کارمې وکړو ، شاګردان مې لرل.

حکیمي : ښاغلی مخترع صیب تاسو د خپلو اختراعګانو د پاره کوم محافظه کاره نندارتون په لاس کې لری که نه ؟

مخترع : داسې محافظه کاره نندارتون خونلرم خو زما ډیري اختراعګاني به په جشنونو کې خلکو لیدلي حیران به شول چې دتا د لمر سره څه کار،دتا د باد سره څه کار دا هغه وخت ټولنې دومره پرمختګ نه وو کړی ، نو اوس خوهرڅه ته ازادي ورکړل شوي ، هغه چې موږ ته نه ده راکړل شوي په هغې زه په خپله پوهیږم، نو که زما د اختراعګانو دپاره داسې ځای وای یا پیدا شي نو راتلونکی نسل ته  به د یوفرهنګ او یوې پرمختللې دورې سندونه وي ، تل دپاره به خپل هېوادوال په ویاړي .

حکیمي :مخترع صیب  اوس کومې دندې لرئ که په خپل ورکشاف کې کارکوی ؟

مخترع : اوس خو فعلاپه خپل ورکشاف کې کارکوم ، مخکې مې ډېرې دندې ترسره کړي ، په جنګلک کې ، په هلمند کې  ، داینجنري پوهنځی د تخنیک څانګه کې او داسې نورو ډیرو ځایو کې مې دندې ترسره کړي .

حکیمي : ښاغیله اتله ! ډیر ځله تاسو د دولت نه د همکاری غوښتنه کړې ، په مقابل کې یې درسره د پام وړ مرسته نه ده کړې ، اوس مهال څه وړاندیز ورته لرئ؟

مخترع : ما چې د بشر د خدمت دپاره هرڅه کړي ما د مکافاتو دپاره نه دي کړي ،که دولت خپل قانون ته کتلي وی بایدچې مرسته یې راسره کړي وی هغه د دوی په وجدان پوري اړه لري زما ډیره توقع د ځوانانو نه ده چې هغه باید د داسې کسانو پسې وګرځي کلک ملاتړ یې وکړي ، ماډېرې شپې په دې فکرو کې په ویښه تیرې کړې ، هيڅ پوهنتون اواکاډمي زما د اختراعګانو نه منکر نه دي ، زه هم یو وکړی د دې خاورې یم ، زه هم حق لرم د خپل قانون په بنیاد دې  راسره مرسته وکړي زما اختراع ګانو ته دې وسعت ورکړي کاردي ترې واخلي ، ما شپیته کاله عمر په تجربه کې تیر کړی دااسانه کارونه نه وو،داهغه تجربې وي چې د کړامو د پښو کولو وخت وو هغه وخت زه د نابغه په نوم یادیدم او اوس چې تمدن مو ترمریخه رسیدلی تاسو مخترع راته وایئ  خود دې پرمختګ سره سره  ماته اوس هم بعضې خلک لیونی او پېریاني وایي ، زما سره هېجا  د مجلس طاقت نه درلود ، تنها یو معلم و زموږ په ځای کې چې هغه غفورخان نومیده هغه به  تشوقولم او مجلس به یې راسره کوه چې کارکوه بې ګټې نه دی لوی خدمت دی .

حکیمي :ښاغلی مخترع صیب تاسو په دې پنځوس کلنه تجربه کې څومره شاګردان روزلي ، خپل فکر مو تر کومه بریده نورو ته ورسولی؟

مخترع :خپل شاګردان که د خپلو زامنو نه در ونیسم هم تر نورو پورې ، چې د خښتو او یخ فابریکي یې جوړې کړې وروسته مې  په هرپړاو کې (۱۰ـ ۲۰) تنو پورې شاګردان لرل اقتصاد هم ښه وه اوس چې تنها په دوکان کې یم ، دومره مالي پنډ نه لرم چې شاګردان ونیسم او معاش ورکړم ، دا هرڅه په اقتصاد پورې اړه لري .

حکیمي : ښاغلی مخترع صیب په پای کې خپلو هېوادوالو او په ځانګړې ډول د وردګ ځوانانو سراسري ټولنې ته کوم پیغام لرئ؟

مخترع صیب :ځوانان باید ناامیدي ونه کړي ، لاس په کار شي ، پوهه او علم تر لاسه کړي ، ټولو هېوا دوالو ته دا ویل لرم ، چې د خپلو اولادونوپه لاسونو کې قلم او کتاب ورکړي ترڅو د یو سوکاله ، ارام او پیاوړي افغانستان لیدونکي شو .

حکیمي : کورموودان مخترع صیب چې سره د دومره بوختیاوو مو دمرکې کولو فرصت راکړ!

مخترع :ډیره مننه ، خوشحاله اوسي ، الله مو بریمن لره .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سعید
میلمه
سعید

مخترع صاحب الله پاک دې له کامل صحت سره اوږد عمر درکړي، او د اختراعاتو اجرونه دې درکړي.
که چیرې دې صحت اجازه درکوي زما مشوره خو داده چې له دې وروسته له مجاهدینو سره ناسته ولاړه شروع کړه د دوی له حالاتو پوره ځان خبر کړه او له دې وروسته د جهادي وسایلو په اختراعاتو پیل وکړه، کیدای شي الله پاک توفیق درکړي او داسې اختراع وکړي چې دنړۍ مسلمانان د کافرانو له شر نه خلاص کړې.

شبیراحمد عثماني
میلمه

کاش مونږ خپل کدرونه نازولي وای خو ددې پرځای چې زمونږ حکومتونه ورته توجه وکړي تحقیر کوي یې.که ددې مخترع اختراعګانو ته وده او انکشاف ورکړل شوي وای نن به مونږ په نړۍ کې لمړې متمدن ملت وای خو زما په اند اصل خبره داده چې زمونږ حکومتونه همیشه دبل پردي په واک کې دي او هغوی زمونږ متمدن حالت نشي لیدلي