افغانستان

سیګار: امریکا د افغانستان د اداري فساد په مخنیوي کې ناتوانه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د څار اداره «سیګار» وايي، چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت په افغانستان کې د اداري فساد په مخنیوي کې پاته راغلی.

د دې ادارې مشر جان سوپکو پرون په جورج واشنګټن پوهنتون کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې امریکا د افغانستان په بیارغونه کې تر یو سل څلور میلیاردو ډالرو هم ډېر مالي لګښت کړی دی.

د سوپکو په خبره دا ډېره د حیرانتیا وړ ده، چې افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ لومړۍ درجه هېواد پېژندل کېږي؛ خو امریکا لا هم له داسې مفسد حکومت سره میلیاردونه ډالره مرسته کوي.

د سیګار د مشر له قوله امریکا او نورو مرستندویو هېوادونو په افغانستان کې د ملي بودجې لپاره ۶۰ سلنه لګښت ورکړی دی؛ خو دوی په افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړی دی، چې افغانانو ته د زغم وړ نه دی.

یاده دې وي، چې د افغانستان د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د ټاکنیزو ناندریو نه د اقتصادي وضعي د اغېزمنتوب په خبرو کې ویلي و، چې له دوی سره دهرکال له ټولو شویو مرستو نه یواځې ۲۰ سلنه يې افغان لوري ته سپارل کېږي او پاتې اتیا سلنه زورور کانګرس پلوه امریکایان بېرته پخپله اخلي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې د اداري فساد په برخه کې په اقتصادي برخه کې بهرنیو کارکوونکو هم بشپړ رول لرلی دی.

سیګار په داسې وخت کې د امریکا د ناکامۍ خبره کوي چې د ناټو په تېره سرمشریزه ناسته کې بیا هم مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره د کال پنځه اعشاریه یو میلون ډالرو ژمنې وشوې.

په یاده ناسته کې د افغانستان استازی د دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي و،د نوموړي بیرغچي د دفاع وزارت یو افسر جنرال عنایت الله بارک و، چې په بریتانیا کې يې د پناه غوښتنې وړاندیز وکړ، او تر ناستې مخکې يې خپله دنده «بیرغ پورته کول« پرېښودله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x