خبرونهنړۍ

قطر د اخوان المسلمين مشرانو ته د دغه هېواد د پرېښودو امر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): قطر د اخوان المسلمين «۷» مشرانو ته د دغه هېواد د پرېښودو امر کړی.

الاناضول خبري اژانس د اخوان المسلمين د سرچينو له قوله وايي چې قطر هېواد د اخوان المسلمين هغو اوو مشرانو ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی، چې مصر کې له پوځي کودتا وروسته په قطر کې اوسيدل.

سرچینه زیاتوي، د ازادۍ او عدالت ګوند چې د اخوان المسلمين سياسي څانګه ده، د قطر هېواد د نوموړي امر په اړه ويلي، چې دوی ته دا امر د منلو دی او ډېر ژر به دوی له قطر څخه ووځي.

الاناضول خبري اژانس د یو شمیر سرچینو له قوله وايي، چې په دغو اوو کسانو کې د اخوان المسلمين ګوند عمومي سرمنشي محمود حسين، عمرو دراج، حمزه زوبع، اشرف بدرالدين، جمال عبدالستار او د اخوان المسلمين د ګوند دوه وتلي دعوتګران عصام تليمه او دکتور وجدي غنيم شامل دي.

ويل کيږي، چې د اخوان المسلمين په اړه د قطر دا پرېکړه ناببره راغله او کېدای شي د اخوان المسلمين د نورو مشرانو په اړه هم قطر هېواد ډېر ژر پرېکړه وکړي او نور مشران يې هم له هېواده ويستلو ته اړ کړي.

د ازادي او عدالت «د اخوان المسلمين سياسي څانګه»ګوند د دفتر ريس عمرو دراج په خپله تازه وينا کې ويلي، چې مصر کې د پوځي کودتا پر ضد د قطر هڅې او هلې ځلې د ستاينې وړ دي او دوی په دې اړه قطر څخه ډېره زياته مننه کوي.

عمرو دارج زياتوي، چې د حالاتو ترينګلتيا ته په کتو دوی نه غواړي، چې قطر هېواد له نورو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي؛ له همدې امله د اخوان المسلمين يادو مشرانو پرېکړه کړې، چې خپل استوګنځای بدل کړي.

اخوان المسلمين ته نژدې عالم او دعوتګر دکتور وجدي غنيم په خپله تازه ويډيوي وينا کې ويلي چې، «د الله تعالی په فضل او مهربانۍ د خپل دعوت لپاره خپل ځای بدلوم؛ ځکه چې زه نه غواړم قطر هېواد لپاره زما له امله ستونزې پيدا شي».

وجدي غنيم د خپلو خبرو په ترڅ کې د قطر هېواد او ولس څخه مننه وکړه، چې دوی سره يې مرسته کړې، مګر وجدي غنيم د خپل راتلونکي استوګنځي په اړه څه ونه ويل، بس دومره يې زياته کړه، چې «د الله تعالی ځمکه پراخه ده».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x