نظــر

آيا امريکا به پنځه کاله وروسته له داعش سره مذاکراتو ته کېني؟

ليکنه: دکتور فيصل قاسم

ژباړه: محمد ثاقب

کله داسې شوي چې امريکا د دې يا هغه لوري پر ضد ائتلاف اعلان کړی او بيا دغه ائتلاف خپل اهداف لاسته راوړي دي؟ آيا د عراق پر ضد او له هغه وړاندې د افغانستان او صومال پر ضد ائتلاف او د هغې نتائج مو يادېږي؟ آيا امریکا د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له شرق او غربه د افغانستان پر ضد ځواکونه راټول نه کړل څو هلته د القاعده تنظيم او طالبانو ته د نيو يارک د دوه برجونو په نړولو سزا ورکړي.

بې له شکه امريکايانو د القاعده ځينې مشران ونیوای شول او د ګوانتانامو زندان ته يې ولېږدول. دا هم سهي ده چې له اوږدو کلونو وروسته يې د دغې ډلې مشر اسامه بن لادن هم ونيو او بيا يې د هغه جسد اوبو ته وغورځاوه.

خو آيا القاعده يا طالبان يې له منځه يو وړل؟ طبيعي خبره ده چې نه، ځکه دغه دی د افغانستان له جګړې نږدې ۱۳ کاله وروسته د ناټو هېوادونه يو په بل پسې له افغانستانه پښې باسي.

له دې هم بده دا ده چې امريکا د ائتلاف سرخېلې په دې ټوله موده کې نور هيڅ ونه کړای شول بې له دې چې له طالبانو سره د مذاکراتو په مېز کښېني.

خندوونکې بيا دا ده چې امریکا پوره هڅه کوي څو له طالبانو سره يوه اتفاق ته ورسي، خو طالبان برعکس دا نه غواړي، بلکې د امريکايانو پر اعصابو نخرې کوي او لوبې يې پرې جوړې کړي.
دا هم ويل کېږي چې په يوه غونډه کې خو د طالبانو نماينده له امریکايانو سره د مذاکارتو له خونې غصه ووت، چې دغه کار امريکايان اړ کړل څو نرمي وکړي او دی بېرته د خبرو مېز ته راوګرځوي.

په هغه وخت کې چې امريکا په سوريا او عراق کې د داعش مخنيوي ته راوځي، له طالبانو سره مذاکرات کوي، هئ افسوس!

له افغانستان وروسته امريکا عراق ته د دې لپاره ولاړه څو هلته د القاعده د تنظيم څانګه چې دوی ته يې ډېرې ستونزې راولاړې کړي، ووهي. دا نه شو هېرولای چې امريکا تر پنځو کلونو د زرقاوي ډله ماته نه کړای شوه، بيا يې نو نور څه نه شول کولای بې له دې چې د عراقي سنيانو ډېرې ډلې راټولې کړي او د ويښتابه نومونه يې پرې کېښودل، څو زرقاوي او د هغه ډله وننګوي، خو امريکا بيا هم کاميابه نه شوه او له هغه هېواده ووته، په داسې حال کې چې تنظيم پاتې شو څو لا ځواکمن شي او سوريې ته لومړی د «د عراق او شام اسلامي دولت» په نوم ورسېږي او بيا يې نوم په «اسلامي دولت» بدل شي.

دا هم پېښ شو چې په يمن او صومال کې امريکا پاته راغله، څومره مودې وشوې چې امريکا په يمن او صومال کې د القاعده مرکزونه په نښه کوي؟ کلونه کلونه ووتل. له دې سره سره دغه ډله هلته پراخېږي او ځواکمنېږي.

امريکا ناکامه شوه څو په عراق کې د ۱۴۰۰۰۰ پوځيانو په لرلو هم هلته جهاديان له منځه يوسي، نو دا څنګه امکان لري چې په سوريه او عراق کې اسلامي دولت د هوا له لارې له منځه يوسي؟ آيا امريکا مياشتو مياشتو ته اړ نه شوه څو په عراق کې د فلوجه ښار ونيسي؟ آيا د امريکا بحري ځواکونه دې ته اړ نه شول څو د فلوجې د کوچني ښار په نيولو کې له هغو وسلو کار واخلي چې په نړيوالو قوانينو کې يې کارول منع دي؟ نو اوس امریکا څنګه غواړي چې اسلامي دولت د هوايي بريدونو له لارې له منځه يوسي، په داسې حال کې چې اسلامي دولت د سوريې دريمه او د عراق څلورمه برخې سيمې په واک کې لري؟ پوځي پوهه وايي چې هوايي بريدونه نه شي کولای جنګ پای ته ورسوي.

دا له دې سره چې اسلامي دولت ښه ډېر جنګيالي او شخصي مالونه لري چې له دوی ډېر دي.

له دې او هغې دواړو مهمه دا ده چې د دغه تنظيم دننه د جنګياليو عقيده او معنويات ډېر لوړ دي، دوی ځانونه د «مرګ سړي» بولي، لکه څنګه چې طالبانو پخوا لا ځانونه دغه ډول بلل.

پرته له کوم شکه ځينې به دا تصور کوي او په دې باور به وي چې په افغانستان، عراق، سوريه، يمن، صومال او نورو هېوادونو کې دغه ټولې ډلې وهمي او لاسي رامنځته شوې ډلې دي، څه د امریکا ستراتيژيانې پرې ترسره او اهداف پرې ترلاسه شي، هاني عباس يو سوريايي هنرمند د دريو منظرو کارتون جوړ کړی، لومړۍ منظره ښيي چې امريکا يوه شيشکه (وېروونکې څېره) جوړه کړي او بيا يې په يوه سیمه کې کېږدي. دويمه ننداره ښيي چې امريکا پ همغه سيمه کې پر دغه وېروونکې بلا بريد کوي او په درېيمه ننداره کې بيا ښودل کېږي چې ټوله سيمه ويجاړه ده، نو امريکا سیمې ته ننوځي، او بلا بلې سيمې ته وړي.

يو بل د کارتون لنډ او بهترين فلم هم شته چې يوه مېرمن په لوړ غږ چغې وهي چې په کور کې يې موږک دی، نو يو تن راځي څو له دې سره له کوره د موږک په ويستلو کې مرسته وکړي، نو کور ته يې پيشو راولي، په دې دليل چې موږکان له پيشوګانو تښتي، وروسته دغه تن له مېرمنې پوښتي چې آيا موږک وتښتېد؟ هغه ورته وايي چې هو، خو پيشو لوښي مات کړي، سړی کور ته سپی راولي، د دې لپاره چې پيشو وشړي، لږ وروسته له مېرمنې پوښتي چې پيشو وتښتېده؟ هغه ځواب ورکوي چې هو، خو سپي سامانونه ټول مات کړل، سړی فيل راولي څو سپی پرې وشړي، لږ وروسته له مېرمنې پوښتي چې سپی ووت؟ هغه وايي هو، نو سړی بېرته موږک راووست په دې دليل چې فيلان له موږکانو بېرېږي.

د فلم په پای کې ليدل کېږي چې کور په ګندګيو بدل دی، نو هغه سړی چې حيوانات يې کور ته راننويستل وايي، «بل وار کېدای شي تلک (د موږکانو د نيولو آله) وکاروو».

نو که خبره دا وي چې سيمې ته د امريکې د ورانولو بهانه وي، څو خپل اهداف تر لاسه کړي، نو پورته چې موږ څه وويل عبث دي، او که خبره بالعکس سمه وي، او په افغانستان او عراق کې ناکامه تجربه به په سيمه کې له اسلامي دولت سره هم تکرار شي، نو بيا بايد هغه وخت حيران نه شو چې پنځه کاله يا له دې ډېره موده وروسته امريکا له اسلامي دولت سره خبرو اترو ته کښېني، خو دا وار د سوريې او عراق او کېدای شي د ځنو نورو هېوادونو په ويجاړولو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close