افغانستان

ټاکنې باید نورې ګوښې ته شي، یوه ډاروونکې اوازه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د نړۍ په سطحه د اوږدو ناندریزو ټاکنو په لړکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال سرور دانش وویل چې دا اوازې چې ټاکنې باید نورې ګوښې ته شي، هسې د خلکو د وارخطا کولو لپاره خپرېږي.

سرور دانش چې نن يې په کابل کې د دوی د ډلې له خوا د «شهید اوونۍ» په لمانځناسته کې خبرې کولې، وویل چې داسې اوازې خپرې شوې دي چې د ټاکنو مسئله نور باید ونه شاربل شي او دا مسئله باید د يوې مؤقتې ادارې په جوړولو ګوښې ته شي.
دانش وویل چې له ټاکنو پرته د افغانستان لانجمنه قضیه نشي حل کېدلای، نوموړي وویل:« داسې اوازې دي چې ګواکې ټاکنې دې ګوښې ته پرېښودل شي، دا هسې خلک وارخطا کوي، له رایو او ټاکنو پرته هیڅ شی مشروعیت نه لري، موږ ته د اساسي قانون خلاف یوه مسئله هم د منلو نه ده.»

سرور دانش په داسې حال کې د قانون خلاف دمسئلو د نه منلو ټینګار کوي، چې د دوی په راتلونکي ممکنه دولت کې به اجرايوي پوسټ زیاتېږي چې اوس په اساسي قانون کې ورته ځای نشته.

نوموړي په پوره ټینګار سره وویل چې ګډ حکومت هیڅ سیاسي بحث نه اړتیا نه لري او له ګډ حکومت پرته هیڅ حکومت مسائل نشي حل کولای.

دا په داسې حال کې دی چې لاهم د ټاکنیزو ناندریو په خاطر د تفتیش شویو رايو پایلې نه دي اعلان شوې، تر اوسه لاهم د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې اصلي دریځ نه دی روښانه، هغوی په وار وار ویلي دي چې د خاین ټاکنیز کمیسیون او تر سیاسي سیوري لاندې د تفتیش شویو رایو پایلې ورته د منلو نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x