افغانستان

طالبانو فاریاب کې د یوه ساتنمن په ګډون درې پولیس ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه،۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د یوه نفوذي عسکر په مټ د یوه ساتنمن په ګډون درې پولیس وژلي او وسلې او مهمات یې ترې وړي دي.

د شیرین تګاب ولسوالۍ ولسوال سید لقمان ګهریک خبریالانو ته وویل، چې د ساتنمن عبدالرحیم په ګډون درې واړه وژل شوي پولیس د ګورزاد کوتل د خنجر په امنیتي پوسته باندې د نیمې شپې په وسله وال برید کې له منځه وړل شوي.

د ښاغلي ګهریک په خبره، په پوسته کې دننه د نجیب الله په نوم پولیس چې له مخکې يې طالبانو سره اړیکه لرله او هغوی ته یې تېره شپه د پهرې پر مهال د برید زمېنه مساعده کړې، له برید وروسته له طالبانو سره یو ځای تښتېدلی.

د سېمي اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه يې د پولیسو د رینجرو او ټانګونو غږونه اورېدلي، چې د مړو د لېږدولو لپاره یادې پوستې ته راغلي ول.

سرچېنه زیاتوي، چې طالبانو له برید وروسته د پوستې ټول شته مهمات او وسلې له ځانه سره وړي دي.

 د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

نوموړي نن ویلي، چې تېره شپه لس بجې د دوی ملګري په شیرین تګاب ولسوالۍ په ګورزاد سېمه کې د پولیسو پوسته نېولې او د قوماندان انه ګل په شمول درې پولیس یې ځای پر ځای وژلي او د عصمت الله په نوم یو تن عسکر یې تسلیم کړی دی.

د ښاغلي احمدي په خبره، په دې برید کې یې له پوستې نه یو موټرسایکل ، ۴ کلاشنکوفونه ،یوبم افګن ، یوثقیل ، ۲۰۰۰   دثقیل اوکلاشنکوف مرمۍ او دوه صندوقه دبم افګن   مرمۍ ترلاسه کړي او نېولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x