نړۍ

سپېنه ماڼۍ: د اسلامي دولت سره د جګړې په حالت کې یو

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه،۱۳۹۳ل): سپیني ماڼۍ اعلان وکړ چې امریکا نور د اسلامي دولت سره د جګړې په حالت کې ده، او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې دوی نه غواړي د اسلامي دولت په خلاف جګړه او ایتلاف کې د ایران څخه همکاري وغواړي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جوش ارنست ویلي، چې امریکا د اسلامي دولت سره د القاعده په څېر د جګړې میدان ته ور داخله شوه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي دولت په خلاف د نړیوال ایتلاف مشري  به د امریکا ولسمشر بارک اوباما کوي او هېله يې وښوده،چې د نوموړي په مشرۍ دا ایتلاف به د اسلامي دولت غورځنګ ته ماتې ورکوي او له منځه به یې وړي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جان کیربي هم خبریالانو ته وویل ،چې دوی نور د اسلامي دولت سره په رسمي توګه د جګړې په حالت کې دي او په خبره یې دا جګړه به د هغو جګړو په شان وي، چې امریکا د القاعده او د هغوی د ملاتړو په خلاف له وړاندې نه پيل کړې.

جان کیربي وویل، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د اسلامي دولت په خلاف ددوی بمبارۍ تر پخوا زیاتې شي او د دغه تنظیم مشران به په نخښه کړای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، چې د تېرو څو ورځو راهیسي د عربي او خلیجي هیوادونو په سفر و، یو ځل بیا ټېنګار کړی چې ایران د اسلامي دولت په خلاف په نړیوال ایتلاف کې ځای نه لري.

کیري ایران د تروریزم پلوی هیواد بللی او زیاته کړې یې ده، چې مناسبه نه ده چي ایران په دغه ایتلاف کې شامل کړل شي او یا دې د عراق په اړه په پاریس کې راتلونکې غونډې ته را وبلل شي.

باید وویل شي، چې ایران هم د اسلامي دولت سره کلک مخالفت لري او غواړې چې په دغه ایتلاف کې داخل شي؛ خو عربي دولتونو ته د جان کیري وروستي سفرونو کیدای شي د هغه قناعت بدل کړي وي؛ دا ځکه چې ددې جګړې ټول تمویل د همدې عربي هیوادونو څخه کېږي، او هغوی دې امریکا دې ته اړه کړي وي چې د ایران مخه ونیسي او جګړه یو اړخېزه کړي.

د یادوني وړ ده، چې امریکا خپله دا جګړه د القاعده په خلاف د جګړې سره تشبیه کوي او وايي چې دوی به دا جګړه هماغسي پر مخ وړي، خو د شنونکو په اند امریکا لا له مخکي نه د القاعده په خلاف جګړه بایللې او القاعده تر پخوا لا پياوړې، ډیرو هیوادونو ته غځېدلي، او همدا د اسلامي دولت غوندي تر ځان یې ډیر متشدد تنظیمونه را پرځولي دي، چې امکان لري، ددې وروستۍ جګړې سره سیمه نوره هم په اور ولړل شي او د القاعدې او اسلامي سخت دریځو افکارو لپاره د لا ودې زمېنه مساعده کړې.

د اسلامي تنظیمونو د چارو کارپوهان وايي، چې د امریکا له خوا ددغه تنظیمونو په خلاف عملیاتو کې برخه اخیستل که څه هم په سمدستې توګه زیان  رسولای او پر ځمکه د هغوی نفوذ کمولای شي؛ خو د اسلامي امت د ځوانانو خواخوږي ورسره تر پخوا زیاتیږي او همداسي د امریکا په خلاف د هغوی په زړونو کې د انتقام اور لا پسې شدت اخلي، چې له کبله یې همدا د اسلامي دولت غوندي ډلې زېږي  او په سیمه کې به د لا زیاتو مشکلاتو او کړکیچونو لپاره لاره هواروي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close