افغانستان

کونړ: د ملي اردو درې عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د کونړ ځایي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په ماڼوګي ولسوالي کې له طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو درې تنه عسکر وژل شوي دي.

په کونړ ولایت کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزي رسنیو ته منلې ده، چې نن سهار نږدې پنځه بجې طالبانو په ماڼوګي ولسوالي کې د ملي اردو په یوه پوسته برید کړی او درې عسکر يې ځای پر ځای وژلي دي.

د یوسفزي په خبره، په دې برید کې ګڼو طالبانو ته هم مرګ ـ ژوبله اوښتې ده، د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې برید کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او تر اوسه يې دوه پوستې تر ولکې لاندې راوستې دي.

د کونړ امینه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیلی هم وايي چې ګڼو طالبانو د ماڼوګي ولسوالي په څو پوستو هم مهاله بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې دی، چې د هلمند په سنګین کې اوږدې جګړې نن زور اخیستی او ویل کېږي،چې طالبانو د پنځسلو عسکرو په وژلو يې درې پوستې نیولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x