افغانستان

په زرمت کې مشهور عالم او جهادي شخصیت مولوي عبدالغفور اخندزاده په شهادت ورسید

د پکتیا ولایت له زرمت ولسوالۍ څخه را رسیدلي خبرونه وایي، چې ددې ولسوالۍ په مقرب خیلو سیمه کې د سیمې وتلی جهادي شخصیت او دیني عالم مولوي عبد الغفور اخندزاده وړم ماښام د نامعلومو مخ پټو کسانو لخوا په مرمۍ ویشتل شوی او په شهادت رسول شوی دی.

عبد الغفور اخندزاده دهمدې سیمې دمشهور عالم مرحوم مولوي بهاء الحق اخندزاده زوی و چې د زرمت د نیکنام د ملایانو له خاندان سره یي تړاو درلود، عبد الغفور اخندزاده د روس جهاد په مهال له مخکښو جهادي مشرانو څخه و، چې د شورویانو سره د جهاد په مهال څو ځله ټپي شوی او یوه سترګه یي په جهاد کې له لاسه ورکړې وه، د طالبانو د حکومت په راتګ سره نوموړی د زرمت ولسوالۍ ولسوال وټاکل شو، له څو کاله رسمي کار نه وروسته نوموړي د زرمت په مقرب خیلو کلي کې یوه دیني مدرسه پرانیسته او د دیني علومو تدریس یي پیل کړ، د امریکایانو له راتګ وروسته نوموړي په پیل کې د دیني علومو له تدریس سره په څنګ کي په مخفي جهادي چارو هم بوخت و، چې له همدې امله امریکایانو ونیو او ګوانتانامو زندان ته یي ولیږه په ګوانتانامو کې له شپږ کاله زندان تیرولو وروسته نوموړی خوشی شو، او په خپل کلي مقرب خیلو کې یي د امامت د دندې تر څنګ په سیمه کې په لومړي ځل د ښځینه وو لپاره ددیني زده کړو یوه مدرسه تاسیس کړه چې د کلیو سلګونه نجونو په کې دیني زده کړې پیل کړې.

د جمعې په شپه چې نوموړی له خپل مسجد څخه د کور په لور راستنیده په نیمه لار کې څو تنو مخ پټو کسانو وویشت او ځای په ځای په شهادت ورسید، د سیمي خلک د محلي پولیسو په نامه حکومتي ټوپکوال چې همدې کلي ته نږدې پوستې لري د نوموړي قاتلین ګڼي، د سیمې یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې د کلیوالو د وینا له مخې دنوموړي د شهادت له ځایه ددوو تنو قاتلانو پلونه مخامخ د هغې پوستې په خوا تللي چې دګردیز زرمت په لاره د هستوګن په کلي کې پرته ده ، نوموړي وویل چې د عبد الغفور اخندزاده په جنازه کې په سیمه کې په طالب چارواکو سربیره په زرګونو ولسي خلکو ګډون کړی و، چې ټول دا عمل یو نه بښونکي جنایت وباله .

د عبد الغفور اخندزاده جنازه په مقرب خیلو کې د نوموړي د مدرسې له خوا سره خاورو ته وسپارل شوه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hamed afg

اللهم ارحمه وتقبله.
اخندزاده صاحب د زرمت د یوې درنې علمي کورنۍ دروند علمي شخصیت و د ده تشه به تل محسوسوو الله دې په مخه رڼا او جنتونه یې نصیب کړي، او کورنۍ او خپلوانو ته یې صبر او اجر غواړو.

عیدمحمد مموزی

الله (ج) دې پرې ورحمیږي او الله دې یې قاتیلینو ته سزا ورکړي ، نوموړي د علم او پوهې په لار کې ډېرې ستونځې ګاللې وې او د ګوانتانامو په کرغېړن ځېل کې یې هم ډېره موده تېره کړه الله دې یې ورته قبول کړي ! ښاغلی اخونزاده صاحب چې په منبع العلوم کې زما د (حسامي) د کتاب شریک ملګری و ،د هغه وخت د مدرسې ډېرې خاطرې یې رایادې کړې خو دا چې ورځ په ورځ د یارانو کوچونه دي د الله تعالی رضا ده او الله مو دې ایمانونه سلامت او د ستر څښتن حضورته په سپینو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x