افغانستان

ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو د بندولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): ملګرو ملتونو ګواښ کړی کړی، که د ټاکنو کارکوونکو ته يې زیان ورسيد، نو افغانستان سره به خپلې مرستې بندې کړي.

پرون د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله پلويانو کابل کې د ټاکنيزو درغليو پر ضد د يو لاريون په ترڅ کې د يومانا پر مشر يانکوبيش هم تور ولګاو، چې ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ډاکټر اشرف غني په پلوۍ درغلي کړې ده او دغو لاريونکوونکو «مرګ پر يانکوبيش» شعارونه ورکول.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما نن په خپل ټويټر پيغام کې ګواښ کړی و، چې که د دوی کارکوونکو ته هر ډول زيان متوجه وي، دوی به پر افغانستان هر ډول مرستې ودروي.

د يوناما په پيغام کې راغلي، چې دوی هيڅکله د خپلو کارکوونکو پر ضد هيڅ ډول ګواښونه نشي زغملی.

يوناما وايي، چې د دوی د کارکوونکو پر ضد ګواښ د ټولې نړيوالې ټولنې پر ضد ګواښ دی.

د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو کې پر خپل سيال نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د درغلۍ تور لګولی و.

د دوهم پړاو د پايلو له اعلانه وروسته عبدالله او پلويانو يې ويل، چې د ټاکنو کميسيون، ولسمشرکرزي او ډاکټر اشرف غني په ګډه د دوی پر ضد درغلې کړې او دوی به هيڅکله دغه پايلې ونه مني.

دواړه نوماندان له څه وخت شخړو او تاوتريخوالي وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړيتوب پر دې سلا شول، چې د ټاکنيزو رايو د بيا شمېرلو او پلټنو پروسه به د ملګرو ملتونو د څارونکو تر څار او نظر لاندې تر سره کيږي، مګر د ډاکټر عبدالله پلويان اوس د ملګرو ملتونو پر ضد هم شعارونه ورکوي او د يوناما مشر يانکوبېش يې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ په ټاکنيزو درغليو تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x