دیني، سیرت او تاریخ

د فدایي بریدونو په اړه د امام قرطبي مالکي(رح) لیدلوری

لیکوال : دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه : عرفان الله لمر شرفزی

هلاکت که جنت؟

{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}
امام قرطبي مالکي(رح) ددې ایت په تفسیر کې ویلي:
اسلامي علما په جنگ کې په یوازې ځان پر دښمن د یو چا د یرغل او هجوم په اړه اختلاف لري. زمونږ د علماو له ډلې قاسم بن مخیره، قاسم بن محمد او عبدالمالک ویلي دي:
“کوم چا چې په یوازې ځان په لوی لښکر یرغل کاوه، که هغه ځواکمن و او دا کار یې په خالص نیت د څښتن(ج) لپاره ترسره کاوه؛ پروا نه لري، خو که په هغه کې ځواک نه وي، نو له هلاک شویو څخه گڼل کېږي”.
ځينو ویلي، چې دا ایت:
{وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ} (البقره: ۲۰۷).
ژباړه: “او له خلکو څخه ځینې هغه څوک دي، چې خپل ځان (په الله جل‌جلاله باندې) خرڅوي تر څو د الله جل‌جلاله رضا حاصله کړي. او الله جل‌جلاله په خپلو بندګانو باندې زیات مهربان دی”.
کله چې یو څوک په خالص نیت سره په خپل دې کار شهادت وغواړي، کولی شو دا ایت پر هغه تطبیق کړو.
ابن خویزمنداد ویلي دي:
که یو چا په سلو کسانو یا د لښکر په یوه ډله یا د وسله والو غلو او یا د خوارجو په ټولي یرغل وکړ؛ دا دوه حالته لري: که په غالب گومان وپوهېږي؛ هغه څوک به ووژني، چې ده پرې یرغل ور وړی او ځان به وژغوري، نو دا کار غوره او خوښ کار دی او که په غالب گومان وپوهېږي، چې په خپله وژل کېږي، خو دښمنانو ته هم ماتې ورکوي یا د مسلمانانو په روحیه د پام وړ اغېز اچوي، نو دغه ډول یرغل هم روا دی.
روایت شوی، کله چې د مسلمانانو لښکر د فارس له لښکر سره په جگړه کې کېووت، د مسلمانانو اسونه د هغوی له فیلانو څخه تښتېدل. له مسلمانانو یو کس لاړ او له خټې څخه یې فیل جوړ کړ او خپل اس یې له هغې سره اموخته کړ، تر هغې چې ورسره عادت شو. کله چې هغه سړي ولیدل چې اس یې له فیل څخه نه تښتي؛ د فارس د لومړۍ لیکې په فیل یې یرغل ور ووړ. ځینو کسانو ورته وویل: وبه وژل شې.
هغه ځواب ورکړ:
که ووژل شم او مسلمانان بریالي شي، نو څه پروا لري؟.
همدا ډول د یمامه د جگړې په ورځ چې بنو حنیفه په یوه باغچه کې سنگر نیولی و او هغه باغچه یې د ځان لپاره ډال گرځولې وه؛ له مسلمانانو یو کس وویل:
ضعونی فی الجحفه(*) و القونی الیهم.
“ما په منجلیق کې واچوﺉ او د هغوی په منځ کې مې وغورځوﺉ”.
همداسې یې وکړل او هغه کس په یوازې ځان له هغوی سره په جگړه کې کېووت؛ تر هغې چې د باغچې ور یې مسلمانانو ته پرانیست.
قرطبي(رح) ویلي:
په دې اړه روایت شوی، چې یو سړي رسول الله (ص) ته وویل:
که زه د څښتن(ج) په لاره کې صابر او په نیک نیت ووژل شم، څه اجر لرم؟
پیغمبر (ص) وویل:
فلک الجنة “ستا لپاره جنت دی”.
هغه سړي ځان په جگړه کې واچاوه او مبارزه یې وکړه، ترڅو چې ووژل شو.(۱)
په صحیح مسلم کې له انس بن مالک (رض) څخه روایت شوی، چې رسول الله (ص) د اوه کسانو انصارو او دوه قریشو ترمنځ یوازې پاتې و. کله چې له پیغمبر (ص) چاپېره کړۍ را تنگه شوه او مشرکانو یې شا و خوا ونیول، نو ویې ویل:
من یردهم عنا وله الجنة.
“هر چا چې هغوی له ما څخه لرې کړل، د هغه لپاره جنت دی”.
له انصارو یو کس مخکې لاړ، په جگړه یې پیل وکړ او شهید شو. په همدې ترتیب یو په بل پسې مخکې شول او په جگړه یې پیل وکړ، تردې چې ټول شهیدان شول. پیغمبر (ص) وویل:
ما انصفنا اصحابنا.
مشهور روایت د فاء په سکون او اصحاب مفعول به دی؛ یعنې قریش په جگړه کې ورگډ نشول، بلکې انصار یو په بل پسې وجنگېدل او ټول شهیدان شول.
ځینو د فاء په فتحې او د باء په رفع ویلی دی؛ یعنې زمونږ ملگرو چې تېښته وکړه، ښه یې ونکړل او انصاف یې ونکړ. او څښتن (ج) ښه پوهېږي.
بیا قرطبي (رح) د محمد بن حسن دا عبارت بیان کړی:
که یو کس په یوازې ځان د مشرکانو په زرو کسانو یرغل ور ووړ، که د نجات یا دښمن ته د تاوان لپاره کومه هیله په کې وي؛ پروا نه لري، خو که دا دواړه موارد ترلاسه نشي، د هغه دا کار مکروه دی؛ ځکه مسلمانانو ته بې د کومې گټې له رسولو یې ځان په خطر کې اچولی دی. (۲)

——-
* جحفه هغه منجلیق دی، چې ټوټه یې له څرمنې څخه جوړېږي. ددې خبر ویونکی براء بن مالک دی؛ هماغه ډول چې طبري تاریخ بیان کړی.
۱- مسلم دا حدیث د احد په غزا کې ذکر کړی؛ ۳-۱۴۱۵، گڼه ۱۷۸۹.
۲- تفسیر قرطبي، ج۲، ص ۳۶۳، دارالکتب المصریة.

(په راتلونکې برخه کې په دې اړه د امام رازي شافعي(رح) لیدلوری لوستلی شﺉ. په دې لړۍ کې د دوکتور یوسف قرضاوي خپل لیدلوری او د امام جصاص حنفي(رح) لیدلوری وړاندې شوی و، چې لانې یې لوستی شﺉ. ژباړن).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فضل الله زمانی

دا په زړه پوری موضوع ده. مننه کووم چی پری بحث کوی. ولی زما پوښتنه داده چی په دغو حملو کی چی بیګناه مسلمانان وژل کیږی. د هغو مرګ څنګه ده؟ هفه شهیدان دی؟ هلاک دی او که بله کومه لاره شته. ددی پوښتنی د ځواب ترلاسه کولو په هیله.

مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x