افغانستان

په چمن ښار ګوټي کې د ناټو پر اکمالاتي موټر چلوونکو برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه،۱۳۹۳ل): ناپېژانده وسله والو د شنبې په مازدیګر د افغانستان-پاکستان پولې ته څېرمه د بلوچستان ایالت په چمن ښار ګوټي کې د ناټو د اکمالاتي موټرو پر چلوونکو برید وکړ، چې په ترڅ کې يې یو موټر چلوونکی او یو کلینر سخت ژوبل شول.

د چمن ځايي امنیتي چارواکو پاکستاني رسنیو ته پېښه تایید کړې او زیاتوي، چې د چمن بازار پر بای پاس سړک له کراچۍ نه افغانستان پر تلوونکي اکمالاتي موټرو دوو تنو موټرسایکل سپرو برید وکړ، چې په پایله کې يو موټر چلوونکی او یو کلینر ژوبل او برید کوونکي په تېښته بریالي شول.

امنیتي ځواکونو له پېښې وروسته سېمه محاصره کړې او ټپيان یې د چمن دولتي روغتون ته لېږدولي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د پاکستان د خیبر پښتونخوا او قبایلي سېمو سربېره د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او شاوخوا سېمو کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو لپاره د اکمالاتي توکو پر لېږدونکو موټرو بریدونه شوي او د سر و مال درانه زیانونه پکې اوښتي.

د پېښې مسؤلیت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په باب یې پلټنې پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x