
پاپ: نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې پر لور پړاوونه وهي
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه،۱۳۹۳ل): د نړۍ د کاتولیکانو مشر او پاپ «فرانسیس» په نړۍ کې د جګړو او تاوتریخوالي د ډېرښت خبرداری ورکړ.
نوموړي ویلي، چې په نړۍ کې روانو جنایتونو، وژنو او ورانیو ته کتو سره ویلای شي، ښايې درېیمه نړیواله جګړه نور ورو – ورو پيل شوې وي.
د نړۍ د کاتولیکې کلیسا پاپ «فرانسیس» چې په ايټالیې کې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلیمې کلیزې په باب وینا کوله، وویل ، چې «جګړه لیونتوب دی! »
پاپ له دې وړاندې هم په نړۍ کې د «خدای او مذهب » په نامه جګړې غندلې او دا یې د سولې او ټېکاو لپاره خنډ بللي؛ خو کله یې هم د جګړې عوامل او پیلوونکي تر نیوکې لاندې نه دي نېولي.
د یادونې وړ ده، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلیمې کلیزې د نمانځنې مراسم نن د ایټالیې هېواد په هغه پراخه هدیره کې ترسره شول؛ د کومې په هکله چې ویل کېږي، د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د ایټالیې ټولټال سل زره وژل شوي عسکر دلته خاورو ته سپارل شوي.
د پوهانو په اند، پاپ فرانسیس په دې وروستۍ وینا کې که څه هم د دریمې نړیوالې جګړې د پيلېدا خبرداری ورکړ؛ خو د یادې جګړې نښې – نښانې يې په دقیقه توګه په ګوته نکړي.
په عین وخت کې، سپېنې ماڼۍ نن اعلان وکړ، چې امریکا د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د شام او عراق د اسلامي دولت له ځواکونو سره د جګړې په حالت کې ده.
پاپ د خپلې بیانیې په ترڅ کې همدارنګه شاوخوا درې میاشتې وړاندې په فلسطین باندې د اسراييلي د خونړیو حملو او پر له پسې هوايي او ځمکنیو بریدونو په هکله هم کوم نظر ورنکړ او نه یې هم دا ډول بریدونه محکوم کړل.