ټولنیزه برخه

خپل عمل د لارې مل

لیکوال : نثار احمد صمد

یو درویش او د هغه ځلمی مرید د ښار څخه لیری په ځنګل کی اوسېدل. درویش به تل د خدای (ج) په یاد او ذکر بوخت و. مرید به یې د کلیو څخه فقر کاوه او هغه به یې د خپل پیر خدمت ته راول.

د درویش زړه د انسانیت له درده ډک و او ټوله ورځ او شپه به یې په ډیره عاجزۍ او خاکسارۍ سره دا دعا کوله: « یا لویه خدایه! زه یو بې وسه او بې کسه انسان یم، او ستا د بندګانو هیڅ خدمت نسم کولای. حالت ډیر خراب او رعیت ډیر ګمراه سوی دی. نو که ته ما پاچا کړې زما د ژوند هره ساه او هره شېبه به د وږو او لوڅو انسانانو د خدمت له پاره وقف کړم. زه به د یتیمانو، کونډو او بې وزلو کسانو پالنه او غمخواري کوم. زه به د محتاجو انسانانو له پاره لنګرخانې او مرستونونه جوړ کړم. زه به عدالت مسلط کړم. رشوت او فساد به ورک کړم، فاسدانو او رشوت خورو ته به سخته سزا ورکړم. مظلومان به ما خپل سپر وګڼی او ظالمان به زما د نوم له اوریدو څخه هم ریږدی. زه به بد او ناروا کارونه بند کړم او نیک، روا او خیریه کړنی عامی کړم….»

هلته ځلمی شاګرد (یعنی د پیر مرید) په دې ښه پوهېدئ چی الله به یوه ورځ حتمأ د پیر دعا قبلوي او ورسره به زما ورځ هم ښه کیږی. خو ورځی ، اوونۍ، میاشتی او کلونه تیرېدل څو چی پیر ډیر بوډا او مرید پخې ځوانۍ ته ورسېد. هغه دې ته حیران و چی خدای ولی د متقی پیر دعاوی نه قبلوی. نو ورځ تر بلې د مرید په عقیده کی انحراف او منفی بدلون راتلی. د خپل پیر د دعا پر مهال به هغه ته د نږدې کښېناستلو پر ځای د هغه څخه یو څه لیری کښېناست او په کرغیړنه لهجه به یې دا دعا کوله: « یا خدایه! اوس زما پیر زوړ سوی دی، وریښتان یې د پنبه وو غوندی تک سپین سوي دي، غاوښونه یې وتلی او سترګی یې ډیری کمزوره سوي دي. ما ته هغه د پاچا کېدو پر ځای قبر ته نږدې ښکاری. هغه خو تا ته ډیری دعاوی وکړې لاکن تا قبولی نکړې. نو که ستا د یو نېک او متقی انسان پاچا کول خوښ نه وی، ما پاچا کړه. زه دا عهد او ژمنه کوم چی زما هر کار به زما د پیر د غوښتنو برعکس یعنی پر خلاف وی . زه د زړه له تله قول کوم چی بېوزلي کسان به نور هم بیوزله کوم؛ بې کسه او بیچاره انسانان به نور هم ربړوم؛ مظلومان به نور هم مظلوم کوم؛ د غلو او لاره نیونکو پالنه به کوم؛ معززین به ذلیل کوم او ذلیل انسانان به پر لوړو څوکیو مقرروم؛ فاسد، فاسق، قاتل او بې رحمه انسانان به چارواکي کوم.»

په لومړیو کی به دغه مرید په پټه همدا دعاوی کولې، خو وروسته وهڅېد او دې حالت ته ورسېد چی کله به یې پیر د دعاوو له پاره لاسونه لپه کړل نو هغه ته به نږدې کښېناست او په لوړ ږغ به یې خپلی پورتنۍ دعاوی تکرارولې. درویش به د اوښکو څخه په ډکو سترګو دعا کول چی که زه پاچا سم نو عدل او انصاف به مسلط کړم، نیکۍ او خوښۍ به خپرې کړم…. خو مرید به یې په ملنډو سره ویل چی که زه پاچا سم نو ظلم ، شر او فساد به خپور کړم. پیر به ویل چی د خزانو څخه به وږي او مسکینان ماړه کوم خو مرید به ویل چی زه به درنې جریمې او مالیې وضع کوم…. پیر به د خپل مرید دا چټیات اورېدل او هغه به یې وترټیً، آن کله کله به یې سوټی راواخیست او هغه به یې وواهه خو پر مرید د کمزوره مرشد وهلو اثر نه کاوه او نه یې هغه یوازی پریښودیً. د دې هر څه سره سره د خپل عهد څخه هم نه پر شا کېدئ.

څه سر دې پرله ګرځوم، پخوانۍ قصې خو اوسنۍ زمانې دي. هلته په ښار کی پاچا مړ سو. ځای ناستو یې خپل تر منځو سره وخوړل، جنګونه او قتل و قتال پیښ سو څو چی باالاخره دوه غښتلي کاندیدان د زورزیاتي او جبر په څپو کی پایلوبې ته راووتل خو یو بل یې هیڅ نه مانه. آخر هوښیار وزیر یو تدبیر وسنجاوه او هغوی یې راوغوښتل او وړاندیز یې وکړ چی په هیواد کی د کورنۍ جګړې څخه د خلاصون او آینده مصیبت د مخنیوي فقط یوه لاره سته او هغه دا چی د ښار ټوله دروازې دې وتړل سی او سبا چی کله د «لویدیځی دروازې» لخوا هر چا اول دروازه وټکوله هغه به د پاچا په حیث منل کیږی.

دواړو کاندیدانو او ټولو مدعیانو دا پیشنهاد ومانه. دا مهال د متقی درویش منحرف مرید د فقر لپاره ښار ته راغی او تصادفأ د همدې دروازې ځنځیر یې وشرنګاوه. پیره دارانو دروازه ورخلاصه کړه او هغه یې برابر شاهي ماڼۍ ته بوت.

هلته وزیر، چارواکو او کاندیدانو د هغه هرکلی وکړ، په قصه یې پوه کړ او په تشریفاتو سره یې پر تخت کښېناوه . تر پاچا کېدو څو ورځی وروسته د ده احکام، اوامر او هدایات پیل سول. امر یې وکړ چی زما په سلطنت کی چی څومره فقیران، درویشان، پیران او مسکینان اوسیږی هغوی ټوله بېله ځنډه بندیان کړئ. د ده امر عملی سو. خو له نیکه مرغه د ده پیر خبر سو او ژر وتښتېد او کوم بل هیواد ته یې پناه یووړه.

نوي واکمن خپله یوه یوه ژمنه پر ځای کوله او د ظلمونو بازار یې ګرم کړ. د اوبو بندونه یې یو یو ویجاړ کړ، څاه ګان او ډنډونه یې د کثافاتو څخه ډک کړل، غله او لوټماران یې له جېلونو آزاد کړل او لویی حکومتي څوکۍ یې ورکړې، نېک او متقی انسانان یې تر وهلو لاندی راوستل. ظلم، شر او فساد یې خپل اوج ته ورساوه….

خبره دې حد ته ورسېده چی آن هغه کسان هم تر ظلمونو او کړاوونو لاندی راغلل چی دغه نا اهله انسان یې واک ته رسولی و او ټول سخت پښېمانه ول. کله چی د دغه واکمن ظلمونه انتها ته ورسېدل او د هر چا د صبر کاسه نسکوره سوه نو ځینو با احساسو کسانو د واکمن د پخواني پیر تلاښ پیل کړ چی ګوندی هغه به ده ته نصیحت وکړی چی پر ملت باندی خپل ظلمونه پای ته ورسوي. یو هیًت باالاخره د ده مرشد ته ورغی او هغه ته یې زارۍ وکړې چی لطفأ خپل مرید ته نصیحت وکړه او زموږ سره د دغه ناورین په ختمولو کی مرسته وکړه.

خو درویش بیرېدئ او واکمن ته یې د ورتګ جرأت نسو کولای. د هیًت د ډیرو او پرله پسې زاریو څخه وروسته هغه حاضر سو چی ورسره راسي څو چی د واکمن حضور ته راغی. پخواني مرید او فعلی واکمن چی خپل پخواني پیر ته وکتل او خپله ماضی ورپه یاد سوه نو ورته ویې ویل چی اې زما پخوانی پیره! ووایه، څه غواړې؟! زه ستا څه خدمت وکړم؟

بوډا درویش په ریږدیدلي ږغ ورته وویل چی « زه ځانته هیڅ هم نه غواړم، بلکی صرف ستا پر رعیت باندی د رحم غوښته درڅخه کوم. ته د واک نشې مست کړی یې او پخوانۍ سابقه یې درڅخه هیره کړې ده چی فقر به دې کاوه او یو مجهول الهویه انسان وې. له خدایه وبیریږه، دا هر څه فانی دي. اوس هم ناوخته نه دی، او تر مرګ مخکی نیک اعمال شروع کړه.»

واکمن په تونده او ترخه لهجه ځواب ورکړ چی «ګوره زما پخوانی پیره! زما د حوصلې امتحان مه اخله. دا ستا ښه طالع ده چی زما پخوانی پیر او مرشد یې او پر تا لاس پورته کول لازم نه بولم. ته ما ته ښکنځل کولای سې خو د دې ولس سره د نیکۍ کولو مشورې مه راکوه. د دې خلکو سره د رحم او ښېګڼی غوښتنه مه راڅخه کوه. آیا ستا په یاد نه دي چی تا کلونه کلونه دعاوي کولې خو خدای هغه نه قبلولې؟ آیا ستا په یاد دي چی باالاخره ما ستا د دعاوو برعکس دعاوی شروع کړې او خدای زما دعاوی قبولی کړې؟ دا ولی ؟ ولی ته هماغسی فقیر او دربدره یې او زه پاچا سوم؟ نو آیا دا د خدای حکمت نه دی؟ که د دغو خلکو اعمال نېک وای او خدای د هغوی ښېګڼه غوښتلای نو ته به یې پاچا کړی وای. پس دا خلک خطاکاره دي، ګنهګاره دي، ګمراه دي او ظالمان دي. هغوی د حلالو او حرامو فرق نه کاوه، یو د بل حق یې خوړئ، پر ښه یې امر نه کاوه او بد یې نه منع کول…. ځکه خدای زه پر واکمن کړم، نه ته ! نو اوس زه تر مرګه خپل پروګرام مخته وړم. که خدای د هغوی پر فریادونو او زاریو باندی ورحمیږي هغه بېله خبره ده خو زه به خپل عهد او قول همداسی مخته وړم.»

نیک زړئ درویش د خپل پخواني مرید او فعلی واکمن خبرو ته حیران تللی و څو چی تر لږ چوپتیا وروسته یې په ځواب کی داسی ورته وویل: «ګرانه، ته باالکل صحیح وایې. که دا خلک په رښتیا هم د خدای لخوا د انعام او اکرام مستحق وای نو زما د ټول عمر بې حسابه دعاوي به نامراده نه پاتېدای بلکی ضرور به مستجاب سوي وای. دغو خلکو چی زما پر ځای ستا پر سر تاج کښېښود او ته یې خپل واکمن کړې ښایی همدا به یې غوښتل او خدای په هر څه کی خپل حکمت او موږ ته سبق لری. پس هر پلان چی لرې هغه مخته وړه. هر عمل د لارې مل دی!»

مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې، درېیم جلد، ناچاپه ).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x