نړۍ

انډيپينډينټ: د اسلامي دولت پر ضد د امريکا ناکام ايتلاف

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي۲۳مه،۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې « انډيپينډينټ » په خپله تازه ګڼه کې د «ناکامې جګړې» تر عنوان لاندې د مشهور ليکوال پيټرک کوکبرن يوه مقاله خپره کړېده.

پيټرک کوکبرن ليکلي، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا هوايي بريدونو او د سيميه ييزو هېوادونو په ګډون د نړيوال ايتلاف پر ضد به د عراق او شام سني ولسونه د اسلامي دولت تر څنګ دريږي، ځکه چې دوی که اسلامي دولت سره مخالف هم وي، نو دوی نه غواړي، چې د اسلامي دولت پر ضد له امريکا سره ودريږي او د امريکا په پرتله د اسلامي دولت زيانونه ورته کم ښکاريږي.

کوکبرن وايي، چې د امريکا اصلي ستونزه دا ده، چې په خپل نړيوال او سيمه ييزه ايتلاف کې داسې ملګري نه لري، چې د عراق او سوريې جګړه کې پرې باور وشي.

ليکوال د عراق په اړه ليکلي، چې د عراق نوی حکومت لا هم توکميز دی او امريکا عراقي کردان اوسني حکومت کې ورننويستل، پرته له دې چې د هغوی غوښتنې ومنل شي.

بل پلو بارک اوباما اعلان کړی، چې سوريه کې به منځلاري وسله والو مبارزينو ته وسلې ورکړي او دا په داسې حال کې د بشارالاسد ډېری وسله وال مخالفين د اسلامي دولت تر اغېز لاندې دي او د امريکا په مقابل کې به له اسلامي دولت سره دريږي.

کوکبرن د مشورې په توګه وايي، چې امريکا بايد په پټه د يو درېيمګري په واسطه د بشارالاسد د حکومت ملاتړ وکړي او د اسلامی دولت د ځپلو لپاره بايد بشارالاسد په واک کې پاتې شي.

ليکوال د خپلې مقالې په پای کې ليکلي، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا نړيوال ايتلاف له ناکامۍ سره مخ دی، ځکه چې تر څو عراق او سوريه کې کورنۍ جګړه روانه وي، د امريکايي ايتلاف د بريا هيڅ چانس نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x