افغانستان

اسلامي دولت د بریتانوي بندي سر هم پرې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت د هغه بریتانوي بندي د سر غوڅولو ویډيو پر نېټ خپره کړې چې څو ورځې وړاندې يې د امریکايي ژورنالست سټیون سوټلوف د وژنې په ويډیو کې ښکاره کړی و.

اسلامي دولت دغه بریتانوی دیویډ هینز ویډيو نن سهار /یکشنبه، وږي۲۳مه/ خپره کړې او ویلي  یې دي چې نوموړی  يې ددوی پر ضد  له امریکا سره د برتانیې اتحاد په عکس العمل کې وژلی.

اسلامي دولت ګواښ کړی چې که بریتانیا د دوی پر ضد له جګړې لاس پر سر نشي، دغه بریتانوی به هم ووژني

تر دې وړاندې اسلامي دولت دوه امریکايي ژورنالستان جیمز فولي او سټیون سوټلوف وژلي و او د ډیوډ هینز د وژنې ګواښ یې کړی و.

ویډیو چې د اسلامي دولت د الفرقان نشراتي ادارې  او هم د جهادي وېبپاڼې څارونکې ادارې (SITE) لخوا  خپره شوې بریتانوی ډیویډ هینز په کې نارنجي جامې اغوستي او په ګونډو ناست وي.

اسلامي دولت  په دغې شاوخوا دوه نیمې دقیقې ویډیو کې بریتانوي لومړي وزیر ډيویډ کامرون ته پیغام ورکوي چې دغه بریتانوی د بیشرمکه سره ستاسو د وسلو مرستو بیه برې کوي.

اسلامي دولت ددغه بریتانوي تر وژنې وروسته بل بریتانوی ښکاره کړی او ویلي دي  چې که له دوی سره له جګړې لاس پر سر نشي، دا به هم ووژني.

ډیويډ هینیز ۴۴ کلن دی او له اصله سکاټلنډی دی. نوموړی تېر کال په مارچ کې وتښتول شو.

اسلامي دولت چې د عراق په څلورمه برخه او د سوریا په دریمه برخه تسلط لري، په دې ورستیو کې د سیمه ییزو هیوادونو تر څنګ د غربي هیوادونو لپاره هم د سر درد ګرځېدلی او د هغوی پر ضد شاخوا ۴۰ عربي او کفري هېوادونو د جګړې ایتلاف وکړ.

امریکا لا له وړاندې  د اسلامي دولت پر ځینو سیمو او تعارضي سنګرونو هوايي بمبار پيل کړی، خو د پوځي څیړونکو په وینا تر څو چې په ځمکه پوځ نه وي، د امریکايانو بمبار به اسلامي دولت ته کوم ځانګړی زیان ونه رسوي.

اسلامي دولت چې په درنو او سپکو وسلو سنبال دی که څه هم د اسلامي دولت پرمختګ په عراق کې د امریکايي بمبار سره یو څه ټکنی شوی، خو په سوریا کې دغه تنظیم اوس هم مخ په وړاندي روان دی، او د ورځې په تیریدو سره یې نوې سیمي لاس ته لویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x