fbpx

د ملګرو ملتونو وروستی ګواښ به څومره جدي وي؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله (یکشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): تیره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) خبرداری ورکړ چې که يې د ټاکنو کارکوونکو ته زيان ورسېد او يا وګواښل شول ، نو له افغانستان سره به مرستې ودروي.

ظاهرا یوناما دغه خبرداری له هغه وروسته ورکړ چې د ښاغلي عبد الله پلویانو د یوناما چارواکي پر دې تورن کړل چې د ټاکنیزو رآیو په تفتیش اوبیاشمیرلوکې یې د دوی د سیال ډاکټر اشرف غني احمد زي په ګټه درغلی کړی دی.

يوناما په خپل خبرداري کې دا ويلي چې : (( پر ملګرو ملتونو ګواښونه او شفاهي بريدونه د منلو وړ نه دي، د ملګرو ملتونو پر وړاندې ګواښونه د ټولې نړيوالې ټولنې پر وړاندې ګواښونه دي. ))
په انتخاباتي ناندرییزې پروسې کې د امریکا د سفارت او یوناماښکاره مداخله د ټاکنیزې پروسې سیالو ټیمونوته دا جرأت ورکړ چې بالاخره د دوی په خلاف لاریونونه وکړي ، ویې ګواښې او یو د بل په ګټه درغلیو یې تورن کړي.

که ریښتیاهم د امریکاسفارت او یوناما د ټاکنیزې لانجې حل غوښتی نو له پیله به یې د هغې مدیریت او سازماندهي پرغاړه نه اخیسته.

د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د انتخاباتو د پایلو پر سر د غسي لانجې راپورته کیږي ، هلته هم د ټاکنیز بهر دشفافیت او څارنې په غرض بهرني ناظرین اوڅارونکي موجود وي ، هلته هم د امریکا او ملګرو ملتونو دیپلوماتیک مرکزونه شته وي ، خو د هغو هیوادونو چارواکي کله هم د ټاکنو پرسر راغلی لانجه د امریکا په سفیر او ملګرو ملتونو په کارمندانو نه حل کوي ، اونه دوی ترې دا تقاضا لري چې د هغوي ټاکنیزه لانجې ورهواره کړي.

د افغانستان حکومت هم خپل ځان مستقل او خپلواک نظام بولي ، د نورو هیوادونو په څیر پارلمان ، مشرانو جرګه ،ستره محکمه او نور عدلي او قضايي مراجع لري؛ د دغو ملي او قانوني مراجعو د موجودیت ترڅنګ ولي د دې هیواد انتخاباتي سیالان د ټاکنو د پایلو پر سر منځته راغلې لانجه د امریکا د سفیر او یوناما په وسیله هواروي ؟ ولي د امریکې ولسمشر اوباما له زرګونو کیلومټره لیري واټن سپینې ماڼۍ څخه په کابل کې انتخاباتي سیالانوته ټلیفوني دستورات ورکوي ؟

ولي د امریکې د بهرنیو چارو وزیر دوه ځله په ښکاره بیشرمي سره د افغانستان د نافذه قوانیونو خلاف د یوناما په دفتر او امریکاسفارت کې د ټاکنیزې لانجې د هواري په پلمه سازشي پلانونه ورکوي.
اصلا د ټاکنیزې پروسې د جنجالي کیدو لامل په هغې کې د امریکایانو په دستور دملګرو ملتونو ښکاره مداخله ده چې نن یې سیال لوري دومره زړور کړي چې د خپل هیواد د مقرراتو د نه منلو ترڅنګ د اوباما او یوناماپه اخطارونو هم ځان نه خبروي .

دا به ولیدل شي چې د یوناما دغه خبرداری واقعا هم څومره جدي او تر هغه وروسته انتخاباتي ستونزه د حل لوري ته نیږدي کیږي او که برعکس لا جنجالي کیږي؟

حقیقت خبره داده چې د ټاکنیزې پروسې طراحي د هغې د تمویلوونکو لوریو لخوا په داسې ډول شوې وه چې هم د افغان ولس دمطلق اکثریت د غوښتنو خلاف او هم د هغو د مصالحو خلاف وه ، دا چې طرحه بهرنۍ او طراحي یې د بهرنیو منافعو د ترلاسه کولو پر اساس شوې وه ، نو طبیعي ده چې په افغاني ټولنه کې د هغې تعمیل او تنفیذ به هم له دا ډول ستونزوسره مخ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د