افغانستان

نن به د ټولو رایو تفتیش بشپړ شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د نړۍ په سطحه د اوږدو ټاکنیزو ناندریو په لړ کې، ټاکل شوې ده، چې نن به دغه څو میاشتنۍ د رایو د تفتیش پروسه بشپړه شي او پایلې به يې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدلو کمیسیون ته وسپارل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وايي چې له د رایو د تفتیش له پروسې وروسته به پایلې د شکایاتو د اورېدو کمیسیون ته وړاندې شي او د هغوی د کاري اړتیا له بشپړېدو وروسته به پایلې اعلان شي.

دا په داسې حال کې دی، چې د ټاکنیزو ناندریو په اوږده کړکېچنه پروسه کې عام وګړي په دې پروسه پوره بې باوره شوي دي.

په ورته وخت کې نړیوال او کورني لوړپوړي مسوولین په دواړو نوماندانو پرلپسې فشار اچوي چې ژر ترژره باید جوړجاړی سره وشي.

تېره ورځ هم ولسمشر حامد کرزي له دواړو نوماندانو سره بېل بېل کتلي و، او له دوی يې غوښتي و، چې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي.

یاده دې وي چې په ټاکنیزو ناندریو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوری ټاکنیزه پروسه له درغلیو ډکه بولي، سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر يې ترمنځ پرېکړه وکړه، خو داسې ښکاري چې دغه لوری هغې پرېکړې ته هم ارزښت نه ورکوي.

د اصلاحاتو او همپالنې ډلې په وار وار ویلي دي چې د «خاین ټاکنیز کمیسیون» او تر «سیاسي سیوري لاندې د تفتیش شویو رایو» پایلې ورته د منلو نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x