
کابل: د ولسي جرګې غړی په يوه چاودنه کې ټپی شو
نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي۲۳مه،۱۳۹۳ل): ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی جنرال علي اکبر قاسمي په يوه چاودنه کې ټپي شو.
راپورونه وايي، چې نن سهار وختي د ولسي جرګې غړی علي اکبر قاسمي د پلازمېنې کابل دشت برچي سيمې د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د يوې چاودنې له امله ټپي شو.
ويل کيږي، چې چاودنه د يو چسپکې ماين په واسطه ترسره شوې ده.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.