ټکنالوژي

د نړی تر ټولو ډیرې حافظې لرونکې میموري کارډ بازار ته راوتی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي۲۳مه،۱۳۹۳ل): اوس کولای شئ خپل مهم او ډیر حجم لرونکی فایلونه په یوې وړوکې میموري کارډ کې خوندي کړئ.

د کمپیوټر ورلډ رپوټ پر اساس د میموري کارډ جوړولو پیژندل شوې کمپنۍ سان ډیسک د لومړي ځل لپاره د نړۍ تر ټولو ډیره حافظه لرونکې میموري کارډ چې ۵۱۲ جي بي حافظه لري بازار ته وړاندې کړ.

د سان ډیسک کمپنۍ مرستیال دنیش بهل د دې میموري کارډ معرفي کولو پروګرام کې وویل چي د میموري کارډ ټیکنالوژي په نړۍ کې یوه ډیره لویه لاسته راوړنه ده. اوس هر څوک کولای شي خپل ډیر حجم او غوره کیفیت لرونکي فایلونه په یوه وړوکې میموري کارډ کې محفوظ او په ډیره اسانۍ سره انتقال کړي.

دغه نوی جوړ شوی میموري کارډ د سان ډیسک کمپنۍ د ۲۰۰۳ ز کال جوړ شو‎ی میموري کارډ چې ۵۱۲ ایم بي و په پرتله ۱۰۰۰ چنده زیاته حافظه لري.

دغه نوی جوړ شوی میموري کارډ باندې اوبه او ایکسرې ماشین اثر نه لري.

د دې میموري کارډ بیه ۷۹۹،۹۹ ډالره ده چي ورسره به د همدې کمپنۍ لخوا جوړ شوي ۲۶۵ او ۱۲۸ جي بي میموري کارډونه هم بازار ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x