نړۍ

قرضاوي: د اسلامي دولت پر ضد د امريکا بريدونه د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): وروسته له دې د امريکا په مشرۍ د نړۍ څلوېښتو سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې د اسلامي دولت پر ضد به ځمکني او هوايي بريدونه کوي او اسلامي دولت به له منځه وړي؛ د مسلمانو علماوو د نړيوالې ټولنې مشر دکتور يوسف القرضاوي په خپل تازه پيغام کې ويلي، چې اسلامي دولت سره دوی فکري اختلافات لري، مګر دوی هيڅکله

د اسلامي دولت پر ضد د امريکا او نړيوالو ايتلافيانو بريدونه او جګړې نشي زغملی.

قرضاوي وايي، چې امريکا سره د خلکو غم نشته، بلکې يوازې او يوازې د خپلو ګټو غم اخيستې ده.

د امريکا په مشرۍ د نړۍ څلوېښتو هېوادونو په ګډه پرېکړه کړې، چې د اسلامي دولت پر ضد به په ګډه عمليات کوي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي، چې امريکايي ځواکونه به د اسلامي دولت پر ضد هوايي بريدونه کوي او نور ايتلافيان به يې ځمکني عمليات کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د منځني ختيځ په سفر راوتی و، تر څو د اسلامي دولت پر ضد د عربي هېوادونو ملاتړ راخپل کړي.

سعودي عربستان وړمه ورځ اعلان وکړ، چې د اسلامي دولت پر ضد به دوی نړيوال ايتلاف سره د کېدونکو عملياتو نيم مصرف پر غاړه اخلي، مګر پرون يې اعلان وکړ، چې د اسلامي دولت پر ضد به د سعودي عربستان مرستې بې قيد او شرط او نامحدوده وي.

جان کيري د خپل سفر په ترڅ کې له ترکيې هم وغوښتل، چې د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف ملګري شي، مګر ترکيې د اسلامي دولت پر ضد هر ډول عملياتو کې له برخې اخيستو بښنه غوښتې او امريکا ته يې ويلي، چې د دوی لاسونه تړل شوي دي او دوی نشي کولای، چې د اسلامي دولت پر ضد پوځي عملياتو کې برخه واخلي؛ ځکه چې د دوی ۴۶ ډيپلومان عراق کې له اسلامي دولت سره بنديان دي او دوی د خپلو بنديانو د ژوند په اړه اندېښمن دي.

جان کيري پرون شنبه د مصر پلازمېنې قاهره کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل، «د تروريزم پر ضد د مصر هڅې د ستايلو وړ دي او مصر به د اسلامي دولت پر ضد هم د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف مهم غړی وي.»

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي جان کيري ته وويل، چې دوی بايد يوازې د اسلامي دولت پر ضد جګړه ونکړي، بلکې امريکا او ټول نړيوال ايتلافيان بايد هر ځای کې د «اسلامي تروريزم» پر ضد خپل عمليات روان وساتي.

جان کيري بيګا ناوخته له قاهرې د فرانسې پلازمينې پاريس ته ولاړ او هلته به د «عراق او نړيوال امنيت» تر عنوان لاندې په نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي.

فرانسوي رسنۍ وايي، چې د دغه کنفرانس ګډونوال هېوادونه به نړيوالو ته دا ډاډ ورکوي، چې دوی د تروريزم ضد جګړه کې څه ډول او څومره برخه اخيستی شي.
سرچينې وايي، چې د سيمه ييزو هېوادونو په ګډون د ټولو ايتلافيانو ګډون او هلې ځلې به په راز کې ساتل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x