ادبي لیکني

دکیږدۍ ادبي بهیر اونیز راپور

راپور:  محمد انور علیمي

دکیږدۍ ادبي بهیر دویمه ناسته دوږي په یوویشتمه دجمعې مبارکې په ورځ دسهار په نهو بجو دپکتیکا پوهنتون په انګړر کې ترسره کړه ، ویاند حمید الله حمیم دراپورچاري محمدانور علیمي په غاړه لرې ناسته دقاري صیب عبدالمجید له خوا دقرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، حمید الله حمیم دکیږدي ادبي بهیر کړنلاره  او محمد انور علیمي دتیر اونۍ راپو ګډون والوته واوراوه راپور په چوکیو ناستو کسانو دلومړنې راپور په ډول ښه وستایه  دادبي درس لپاره شیرمحمد مهد دستیج په طرف مخه کړه د( لنډیو تاريخي قدامت ) ترسرلیک لاندي راټول کړي معلومات ناستو کسانو ته وړاندي کړ ښاغلي مهد دلنډیو په تاریخ او په پښتو ادب کې دلنډیو په ارزښت خبري وکړې ويې ویل چې دسوما یا هوما بوټي چې په تاریخي لنډیو کې يې یادونه شوي اوس يې هم پیغلي دزخمونو دپخولو لپاره ورڅخه کار اخلي درس ډیر په زړه پوري وو دګډونوالو ګڼو پوښتنوته يې دډاډ وړ ځوابونه وویل .

دکره کتنې دبرخي لپاره عبدالرازق بینوا دخپل نثر سره دریځ ته وغوښتل شو سرلیک يې وو (موږ) او پیل يې په دې پراګراف شوی وو ( ټول کائنات حیران دي ننداره کوي یوه داسي ننداره کوي چې تراوسه يې خیال هم ندی پیداشوی او فکر کول دیوداسي څه، دچا دپلار په وس کې هم نشته ځکه خو ټول مخلوقات حیران دي او باید خیران شي، نوی حال ویني ددنیا او ژوندانه ترټول نوی حال ) دخبرو وار حمیدالله حمیم لومړی کړ دنثر نوم ډیر نااشنا دی باید دنثر له منځه راخستل شوی وای رحمت الله حکیمي نوم پر ځای وګاڼه وويې ویل چې نثر يې نثري شعرته ورته دي باید ادبي ټوټه يې وبولو ځکه چې دالفت صیب ځینو داسي نثرونو ته پوهانو دادبي ټوټو نوم ورکړی ښاغلي مهد هم دحکیمي صیب خبرو له غبرګولو سره سره دراتونکي پراګراف له مخي مناجاتي نثر اوباله (څومره چې يې نورپه تعجب کې غورځولي تر دې زیات حیران دي وايي چې ځان پیژنو او بیا له خدای (ج) سره وینو او داورته وایو چې موږ دونیاته  ور وپیژنه ، موږته خپله حق راکړه ) دنثر ورستۍ جمله ( خونه نه موږداسي څوک نه یو، موږ هغه څوک یو چې ستا دمخلوق دوزخ زموږدازادۍ سنګر دی ) ګدونوالو يې مفهو ګونګ وباله خو محمد انور علیمي وویل چې شاید دلیکوال دمخلوق له دوزخ څخه مطلب دونیا او دازادۍ سنګريې جنتونه ښودلي وي دکره کتنې دخوندورو شیبو په لړ کې ښاغلي حمیدالله حمیم دخواږه نثر لیکوال عبدالرازق بینوا دریځ ته راوغوښت بینوا له ګډونوالو څخه دښې کره کتنې دزړه له تله او په ورین تندي مننه وکړه زیاته يې کړه چې نثر دافغانستان اوسنیو الاتو ته لیکلي  لیکل خلګ په موږ باندي دکفر ټاپي لګوي ایا دوی خبر دي چې موږ کافران یو! په نثر کې داسي یادونه شوې ( او موږته هغه څوک هم راوپیژنه  دچا لپاره چې په موږ کفر او الحاد تور پوې دي ) د (موږ) ترسرلیک لاندي نثر دورستۍ جملې تفصیل يې په دې جمله کې وښود ( موږ یوه داسي ګنا کوو چې ښایي نور ګناهونه وخوري  خو ستا مخلوقات وايي چې تاسو ددنیا تر ټول بد دوزخي یاست  موږ ته وايي موږ ته !) دلیکوال او ګډونوالو دبحث دپړي څو تاره پاته وچې ددریځ مسؤل دمشاعري ور پرانسته په وار وار ګڼو شاعرانو خپل شعرونه له جیبونو راویستل او ناستو کسانو ته يې وارول په پای کې ناسته درحمت الله حکیمي له خوا وارزول شوه    دخوښي نښې يې په څیره کې ښکاریدلې  دادبي درس له لیکوال او دکرتنې لپاره دنثر له لیکوال څخه  په ښکلیو ټکو مننه وکړه  یاده يې کړه چې دکیږدي ادبي بهیر بایدهراوونۍ ناسته ترسره کړي  وخت  دټولو ګډونوالو په ګډه  دشنبې ورځ دماسپشین  دوه(۲) وټاکه  دتیر په څیر ناسته دغرمې په  دوولسو بجو او شلو دقیقو ددعايې په ویلو سره پای ته ورسیده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x