نړۍ

څېړنیز راپور: قطر او اخواني مشران موافقې ته رسېدلي

راپور: صمیم سعادت

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږی ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د قطر هیواد د اخوان المسلمین «۷» مشرانو ته چې په دې هیواد کې میشت وو، له قطر څخه د وتلو امر کړی.

د اناضول خبري اژانس د دغو مشرانو نومونه «محمود حسين، عمرو دراج، حمزه زوبع، اشرف بدرالدين، جمال عبدالستار او د اخوان المسلمين د ګوند دوه وتلي دعوتګران عصام تليمه او دکتور وجدي غنيم» یاد کړي وو.

قطر چې په سیمه کې د اخوانیانو کلک ملاتړی بلل کیږي، دې پریکړې يې په خلکو کې ډول-ډول اندیښنې راپورته کړې.

خو وروستي په ډاګه شوي راپورونه ښيي چې دغه اخواني مشران له قطر څخه شړل شوي نه، بلکې دواړه لوري د دوو اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره یوې موافقې ته رسیدلي، چې له مخې به یې د اخوان المسلمین مشران پخپله خوښه له دې هیواد څخه اوځي.

د قطر امر که د اخوانیانو خپل تصمیم؟

اخوان المسلمین ته نژدې دعوتګر دکتور وجدي غنیم چې پخپله د یادو «۷» کسانو په ډله کې دی، هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د قطر دولت د دوی د شړلو امر صادر کړی.
نوموړي له «رابعه» تلویزوني چاینل سره په مرکه کې ویلي چې د اخوان المسلمین د مشرانو د وتلو په اړه هیڅ رسمي امر نه شته، بلکې دوی د حالاتو په نظر کې نیولو سره پخپله دا تصمیم نیولی.

ښاغلی وجدی غنیم وايي:
«میرمن او بچیان مې تر اوسه په قطر کې استوګن دي، الله تعالی دې دغه هیواد ته د هغو مرستو په بدل کې اجرونه ورکړي چې د اسلام او مسلمانانو د ښیګڼې لپاره یې ترسره کوي».

نوموړي ویلي چې نه یې غوښتل د ده له امله دغه هیواد ته ستونزې او جنجالونه پیدا شي، نو ځکه یې تصمیم نیولی چې خپلې دعوتي چارې «د الله تعالی په پراخه ځمکه کې» یو بل هیواد ته انتقال کړي.

له بلې خوا یو مصري ژورنالیست «سامي کمال الدین» د اخوان المسلمین د یو غړي له قوله ویلي چې دغه اخواني مشران له قطر څخه شړل شوی نه، بلکې دواړه لوري یو پټ توافق ته رسیدلي.

د اخوان المسلمین دغه غړی چې نوم یې نه دی ښودل شوی، وايي:

«قطر د اخوانیانو له مشرانو څخه د دې هیواد د پریښودو غوښتنه نن نه ده کړې، بلکې تقریبا یوه اونۍ وړاندې يې دا غوښتنه کړې وه، خو سربیره پر دې د اخوان المسلمین مشرانو به په عادي ډول د الجزیرې تلویزون په پرده څرګندونې کولې؛ د دې معنا دا ده چې دا کار د شړلو بڼه نه لري بلکې داسې بریښي چې دواړه لوري یوې داسې موافقې ته رسیدلي دي چې تراوسه یې موږ په اړه معلومات نه لرو».

ولې اخوانیانو له قطره د وتلو پریکړه وکړه؟

د ازادۍ او عدالت ګوند چې د اخوان المسلمین سیاسي څانګه ده، وايي چې قطر له سیمه ییزو او نړیوالو فشارونو سره مخ دی او د حالاتو ترينګلتيا ته په کتو دوی نه غواړي، چې دا هېواد له نورو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي؛ له همدې امله د اخوان المسلمين يادو مشرانو پرېکړه کړې، چې خپل استوګنځای بدل کړي.

دغه راز دکتور وجدي غنیم ویلي چې د دوی د پاتې کیدو په صورت کې د قطر هیواد د لا زیاتو فشارونو سره مخ کیده، نو دوی نه غوښتل چې میلمه توب یې د قطر په دولت باندې وغمیږي، له همدې کبله یې پخپله خوښه او رضا له قطر څخه د وتلو پریکړه کړې.

له قطر څخه کوم هیواد ته؟

مصري ژورنالیست سامي کمال الدین د اخوان المسلمین د یوې سرچنیې له قوله ویلي چې له قطر څخه تلونکو اخواني مشرانو برتانیې ته د تګ هوډ کړی.

سرچینې د قطر د هغو مرستو او همکاریو په اړه معلومات په ډاګه کړي چې دغه هیواد بریتانیې ته د سفر په چارو کې له اخواني مشرانو سره ترسره کړي.

نوموړی ژورنالیست د یادې سرچینې پر اساس زیاتوي:

«یوازې دا نه چې قطر د اخوان المسلمین له مشرانو څخه د هیواد د پریښودو غوښتنه کړې، بلکې هغوی ته یې لندن ته د تګ اسانتیاوې هم برابرې کړي او دا کار یې په لندن کې د قطر د سفارت پورې مربوط د حقوقي چارو د دفتر له لارې ترسره کړی؛ تر څو دغه مشران لندن ته د تګ پر مهال له کومې قانوني ستونزې سره مخ نه شي».

ولې لندن غوره شو؟

مصري ژورنالیست (سامي کمال الدین) لندن ته د اخوان المسلمین د مشرانو د تګ او هلته د استوګنې لامل دا ګڼي چې د مصر او برتانیې ترمنځ داسې کومه معاهده نه شته چې له مخې یې باید مطلوب کسان یو تربله تسلیم کړل شي. له همدې کبله د مصر حکومت نه شي کولای چې له برتانیې څخه د اخوانیانو د ورسپارلو غوښتنه وکړي.

له بلې خوا دا لومړی ځل نه دی چې قطر په لندن کې د اخوانیانو مشرانو ته د استوګنې په برابرولو کې مرسته کوي، بلکې تر دې وړاندې يې د اخوان المسلمین نورو مشرانو ته هم په دغه هیواد کې د قانوني استوګنې لاره جوړه کړې.

سامي کمال الدین د یوې اخواني سرچینې له قوله زیاتوي، چې په لندن کې د حقوقي چارو دفتر، چې د قطر سفارت تر څار لاندې فعالیت کوي، په برتانیه کې محمد سویدان او ضیاء المغازي ته لا له وړاندې په دې هیواد کې د اوسیدنې قانوني زمینه سازي او د ژوند په مهیا کولو کې مرسته کړې.

د اخوان المسلمین دغه سرچینه وايي چې قطر نه پخوا او نه اوس د دغو منډو ترړو او ستړیا مجبوریت درلود، خو بیا یې هم دغه مرسته کړې او لا يې هم کوي، چې باید د دې هلو ځلو او همکاریو مننه یې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x