افغانستان

په ودونو کې د نجونو او هلکانو پر نڅولو بندیز ولګید

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولینو په یوه نوي فرمان کې ویلي دي چې په ودونو او د نڅا په محفلونو کې به نور کم عمره نجونې او هلکان ونه نڅول شي.

په فرمان کې راغلي دي چې دغه ډول کړنې ټولنیز نظم خرابوي او آن امنیت ته ګواښ پېښوي.

په دې فرمان کې نه دي ویل شوي چې د ماشومتوب له پولې اوښتي هلکان او نجونې دې ونڅول شي او کنه.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې نظامي قومندانان په هلک ساتلو مشهور دي. چې په ډېری سیمو کې يې اوسېدونکو شکایتونه هم کړي دي.

ویل کېږي چې د پولیسو او اربکیانو په اطرافي ولایتي پوستو کې د هرې جمعې په شپه د نڅا محفلونه ګرم وي او په ښاري سیمو کې يې آن نجونې هم نڅولې دي، چې په انټرنیټي شبکو کې يې ویډيو کلیپونو ځينې غبرګونونه هم راپارولي دي.

د کره سرچینو له قوله ځینو اربکي قومندانانو یواځې د څو هلکانو په سر د بشپړې سیمې د ساتلو ټټر وهلی دی.

پر دې سرپېره په یاد فرمان کې راغلي دي چې له دې وروسته د خوښۍ په محفلونو کې هوايي ډزې منع دي او که چېرته څوک له دې فرمانه سر وغړوي له کلک قانوني غبرګون سره به مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x