ټولنیزه برخه

د پیدایښت حقیقت ـ د ډاروین د نظریې رد ـ درېیمه برخه

لیکوال: محمد فتح الله ګولن
ژباړن: دادمحمد ناوک
د ډاروینزم څلور بنسټیزې نظريې
ډاروین د ځینو حیواناتو د ورته والي له امله او د پورته تاثراتو په پایله کې خپله ادعا په لاندې څلورو نظریو ولاړه ګڼي:

۱ـ په چاپیریال پسې تړلي باندني شرایط او کله هم دروني  اغېزمنوونکي شرایط په ژوندويو موجوداتو اغېزه کوي او دغه اغېزه د هغوی په وجود کې د لویو او وړو بدلونونو سبب کېږي.

۲ـ دغه بدلونونه په یو نه یو ډول ژوندیو موجوداتو ته ګټور تمامېږي.

۳ـ واړه بدلونونه، په ارثي ډول راتلونکيو نسلونو ته هم انتقالېږي.

۴ـ طبيعي ټاکنه (Natural Selection):
ژوندي موجودات د خپل زیاتېدونکي نفوس د غذا لپاره هڅه کوي. د دوی ژوند له همدې هڅې یا هم د دې هڅې لپاره د جګړې څخه عبارت دی. په دغسې یوه جګړه کې زورور لوری کامیابېږي او کمزور له منځه ځي. همدارنګه افتونه او مصیبتونه کمزوري موجودات ورکوي او په ځمکه کې نوي زورو ډولونه (انواع) راپیدا کېږي. دا نظریه د مالتوس پر اقتصادي نظريه تکیه کوي.

اوس دډاروینزم دغه څلور بنسټيزې نظریې  او ور پورې اړوند موضوعات تفصیلي بیانوو.

د موجوداتو ترمنځ د ورته والي او تکامل دعوه
ډاروین په طبیعت کې د ورته والي له لیدلو عجیبه لاره نیسي، هغه پر دې نظر دی چې په ځينو ژوندیو موجوداتو کې د هغوی د ځینو غړو انکشاف ځکه نشته، چې دغه بې انکشافه غړي دوی ته د ژوندیو موجوداتو له پخوانۍ طبقې نه یواځې د تکامل د میراث په ډول پاتې دي. او د ژوندیو موجوداتو په حاضره طبقه کې دغه غړي کار نه ورکوي يواځې د وراثت په خاطر پکې راغلي دي. مثلاً هغه وايي چې د انسان پر بدن باندې ویښتان، د تي لرونکو حیواناتو له مخکینو طبقو نه په میراث ور پاتې بولي. دی وايي چې دغه ویښتان انسان ته په ارثي ډول را انتقال شوي او د انتقال په مرحله کې يې ډېره برخه له منځه تللې ده او یواځې یوه برخه يې انسان ته رسېدلې ده، ( د ډاروین په نظر د انسان ویښتان له حیواناتو په ارثي ډول ورپاتې دي، او دا چې ولې دانسان بدن دومره ډېر ویښتان نه لري، لکه نور حیوانات، دی وايي چې دا د انتقال په پروسه کې له منځه تللي او دغه لږ برخه يې ترانسانه رسېدلې ده. ژباړن)، خو ولې؟

د ډاروین دا ډول دعوې هیڅ مثبت لوری نه لري، د انسان صورت، سترګې او غوږ دا مانا نه لري، چې انسان له بېزوګي مشتق شوی دی. یا هم په ځينو ژوندیو موجوداتو کې د عین یا ورته غړیو موجودیت دا مانا لري چې له یوبله دې مشتق شوي وي. په کایناتو کې د ډېرو ژوندیو موجوداتو ترمنځ ورته والي ځکه شته، چې ټول ژوندي موجودات په څلورو عناصرو تکیه کوي: نایتروجن، کاربن، اکسیجن او هایدروجن. انسانان او حیوانات له ډېرو ګډو خوړو څخه مړېږي، په تېره بیا انسانان پخپلو منځو کې ډېر ګډ خواړه لري. مګر پر دې سربېره د ژوندیو موجوداتو ټولې نوعې او پخپله انسانان له یوبل سره ډېر توپیرونه لري. جوړښتي او لیدني ورته والي دا مانا نه لري چې دوی له یوبله مشتق شوي وي. د منشاء پر یووالي سربېره په ژوندیو موجوداتو کې د توپیرونو شتون دا مانا لري چې په موجوداتو کې هدف، مانا او دندنه لومړیتوب درلود او همدارنګه مادي جوړښتونه هم پر دې اساس تنظیمېږي. داسې نه ده چې لومړی دې یو ښایسته تعمیر جوړشي او وروسته دې يې د استعمال اړوند فکر وشي.  هر ډول تعمیر تقریباً له عین موادو جوړېږي او د ډېرو تعمیرونو ترمنځ ډېر ورته والي شته، مګر هیڅکله هم یو، کټ ـ مټ هغه بل نه دی. همدا رنګه بې له مانا او منځپانګې په ذهن کې کلیمې نه جوړېږي او کتاب نه لیکل کېږي.
پاتې شته…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x