افغانستان

امنیتي مسوولین: د رباني درېیم تلین به په ډاډ ولمانځل شي

نن ټکی اسیا (یکشبنه، وږي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): افغان امنیتي مسوولین وايي چې د جمعیت اسلامي افغانستان د ګوند او د سولې عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدین رباني درېیم تلین به په ډاډ ولمانځل شي.

د لمانځغونډې لپاره جوړ شوی امنیتي کمیسیون نن په خپله ناسته کې وویل، چې دوی به د دې ورځې د امنیت لپاره تر خپله وسه هڅه کوي.

دغه ناسته چې د سولې شورا د دارالانشاء د رئیس په ګډون جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت معین محمد ایوب سالنګي له نظامي مسوولینو غوښتنه وکړه، چې په کابل کې مېشت ټول امنیتي ارګانونه باید ټوله پاملرنه د دې غونډې امنیت ته راټوله کړي.

د جمعیت اسلامي ګوند او د سولې عالي شورا پخوانی مشر استاد برهان الدین رباني په ۱۳۱۹ل کال د وږي په نهه ویشتمه په بدخشان کې وزېږید، په ۱۳۴۲ کال د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ او د نورو زده کړو لپاره د مصر الازهر پوهنتون ته لاړ.

رباني په ۱۳۸۶ل کال له خپلو پلویانو سره یوځای «ملي جبهه» جوړه کړه او په ۱۳۸۹ل کال د سولې عالي شورا رئیس وټاکل شو.

نوموړی درې کاله وړاندې د وږي په ۲۹مه په يوه سرتيري برید کې ووژل شو.

ولسمشر حامد کرزي هغه د «سولې شهید» وګاڼه او پلویانو يې تېر کال د کابل د ښوونې او روزنې دولتي پوهنتون هم د نوموړي په نوم کړ. چې خورا تند غبرګونونه يې را وپارول.

د رباني یاد په داسې وخت کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د یاد ګوند د پوځي مشر احمدشاه مسعود د وژنې د ورځې په مناسبت تندو چلندونو عام وګړي خورا کرکجن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امیرالله نوری

سلامونه اونیکی هیلی
دکابل دشوه نی اوروزنی دپوهنتون نوم دربانی په نامه بدلیدل دملت سره ستره جفا اومیلی خیانت دی
اوموژه به ددمیلی خیانت گروسره تر خپله وسه مقابله کوو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x