
خوست: د والي ساتونکو يو دولتي مامور وژلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): پرون د شنبې په ورځ د خوست والي عبدالجبار نعيمي ساتونکو د خانجان په نوم يو دولتي مامور په دې شک وواژه، چې ساتونکو پرې د سرتيري بريدګر ګومان کړی و.
راپورونه وايي، چې وژل شوی خانجان د خوست ولايت پوهنې رياست کې د حاضري مامور و.
د يادونې وړ ده، چې د خوست ولايت مقام او نورې ولايتي ادارې په يوه ودانۍ کې دي.
د خانجان خپلوان او د پوهنې رياست مسؤولين وايي، چې وژل شوی خانجان د پوهنې رياست مامور و او هيڅ ډول چاودېدونکي توکي او حتا وسله هم ورسره نه وه.
د خوست ولايت اوسېدونکي او د خانجان کورنۍ وايي، که خانجان سره چاوديدونکي توکي وای، نو د وژل کېدو دا تصوير کې به ښکاريده.
د والي شخصي ساتونکو د پوهنې رياست کارکوونکو، د خوست پوليسو او د ملي امنيت مامورينو ته اجازه نه ورکوله، چې د وژل شوي خانجان جسد راپورته کړي، تر هغو چې د والي عبدالجبار نعيمي شخصي رينجر له کوره راغله او د خانجان جسد يې په موټر کې واچاو.
د سیمې څخه یو تن اوسېدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې کومې اوازې دولت پر رسنیو خپرې کړي «له یوې مخې دروغ دي».
دغه کس چې نه يې غوښتل نوم یې نشر شي، نن ټکی اسیا ته وویل چې وژل شوی مامور د والي او مرستیال خونو وړاندې ووژل شو. سرچينه زیاتوي چې وژل شوی مامور د والي د مرستیال سره لفظي شخړه راغلله او تر هغې وروسته د والي مرستیال ساتونکو لخوا ووژل شو.
په لومړي سر کې د خوست ولایت چارواکو راپور ورکړ چې د ولایت دننه یې یو سرتیری بریدګر وژلی او د یوې چاودنې مخه یې نیولې، خو وروسته ځيني نورو چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې وژل شوی کس دولتي مامور دی.
ښه کار نا دی شوی باید لژ فکر وکړی خو اوس دغسی زمانه ده چی د انسان ژوند د چرګی سره یو دی
هر انسان تا باید ډیر احتام وشی که غریب وی کا موړ باید یو شی احترام ورته وشی